تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
طلب دعلم د دین پر درې قسمه دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 15, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ژباړه: طلب د علم د دین پر درې (۳) قسمه دي: اول فرض عین دئ؛ فرض عين هغه فرض بولي چي پر هر نارینه او ښځینه باندي فرض وي په دې شرط چې عاقلان، بالغان وي، دغه فرض عین علم دا دئ چي هر نارينه او ښځینه به دومره علم زده کوي چي کلمه، لمونځ، روژه، زکات او حج به په پېژني.

 همدا ډول د دې شیانو ارکان، شرطونه، واجبات، سنتونه، ادبونه،

فاسدات او مکروهات به پېژني. که يې د دغه شیانو علم و نه کړي او ځان یې په خبر نه کړي د قيامت په ورځ بیا هغه نارینه او ښځینه مسؤل دئ الله (جل جلاله) به د

دغه پوښتنه ځني کوي.

دو هم طلب د علم فرض کفایه دئ؛ فرض کفایه هغه بولي چي په وطن کي یو څه کسان یې وکړي د نورو غاړي په خلاصېږي، نو دا فرض کفایه علم هغه دئ چي خپله يې ځان په پوه کړی وي او اوس د نورو د نفعي له پاره طلب د علم کوي، دا لکه د حجرو طالبان مبارکان.

درېیم طلب د علم مستحب دئ، دا هغه دئ چي خپل ځان یې هم په پوه کړی وي او بل ته يې هم نفعه رسولی وي، خو اوس هم کوښښ کوي چي ځان په فقه کي د دریاب په شان وګرځوي.

ماخذ : مواعظ الحسنة

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته