تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له مور او پلار سره مینه وکړی :
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 1, 2022
  0

 

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 له مور او پلار سره مینه وکړی ، هغوي د خپل ځان د اجر او سعادت او د اخرت د نیکبختی لامل وګڼی، حضر بن عباس رضی الله عنه وایی چي نبی صلی الله عليه وسلم فرمایلی دی : هر نیک اولاد چي له مینی ډک وي یو  نظر مور او پلار ته ګوری، د هغی په بدل کې الله (ج) ورته د يو قبول سوی حج ثواب ورکوي، خلکو تری پوښتنه وکړه، ای د الله (ج) پیغمبره! که څوک په يوه ورځ کې سل کرتی مور او پلار ته له مینی په ډکو نظرونو وګوری؟


هغه، صلى الله عليه وسلم وفرمایل هوا که څوک سل ځلی داسې وکړی بیا هم الله جل جلاله (ستاسې له تصور نه) ډېر لوی او د تنګ زړیتوب په څیر عیبونو نه بیخی پاک دی (صحیح مسلم)


 د مور او پلار اطاعت په اخلاص سره وکړی او که هغوي یو څه زیاتی هم کوي، بیا هم په خوشحاله زړه يې مینه وکړی، او د هغوي عظيم احسانات په نظر کې ولري، د هغوي هغه غوښتنی په خوشحالی سره پوره کړی، چې ستاسې پر ذوق او مزاج درندی وی، په دی شرط چې د دین پر خلاف نه وی .


ماخذ : په اسلام کې دژوند آداب 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته