تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په بيت المال كښي خيانت كول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 6, 2021
  0

په بيت المال كښي خيانت كول


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


بيت المال چى دټولو مسلمانانو سره شريك دى نوترڅوچی ټول مسلمانان بخښنه ورته ونه كړى دالله «جل جلاله» دعذاب څخه نسى خلاصيداى داسى نده لكه غلا چې هغه سړى بخښه ورته وكړى چه ده غلا ئي ځنى كړى ده خلاصيږى ځكه نوموړی کس په ټولو مسلمانانو نسى ګرځيدلاى چې بخښه ځنى وغواړى الله «جل جلاله» فرمايى إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ (۵۸) 


ژباړه : بيشكه الله جل جلاله خائنان نه خوښوى .  .


كوم وخت چى دبدر په غزاء كښى دغنيمت مال ونيول سو يوه توره ياپټو ورك سو ځينو منافقانو ويل دابه رسول الله «صلی الله عليه وسلم» وړى وى الله «جل جلاله» ددغه خبرى دښكاره كولوپه موخه اوپه بيت المال كښى دخيانت كونكى دعذاب په اړه لاندينی آيات شريف نازل كړى :
وَمَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَغُلَّ وَمَن يَغْلُلْ يَأْتِ بِمَا غَلَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۱۶۱  سورة آل عمران  الاية  
 نه ښايى نبى لره چې څه شى پټ كړى او څوك چى شى (دبيت المال ) څخه پټ كړى په ورځ دقيامت به په هغه شی سره راتلل به وكړى . 
يعنى كوم شى چې يې په دنيا كښى پټ كړى وى په ورځ دقيامت چې راسى هغه شى به يې په غاړه وى ټول خلګ به يى شرمنده ووينى .
امام احمد «رحمة الله عليه» فرمايلى دى : تركومه ځايه چى زه پوهيږم نبى «عليه السلام» پر هيچا باندی  دلمانځه کولو منعه نده  كړى يو دبيت المال پرخيانت کونکی باندی او بل دځان بروژونکی باندی يې دلمانځه کولو منعه کړی ده . 


زيدبن خالدجهنى «رضى الله عنه» روايت كوى : چې يو سړى دخيبر په غزاء كښى دبيت المال څخه يو شى پټ كړى ( كوم وخت چې مړسو ) رسول الله «صلى الله عليه وسلم» وفرمايل: دجنازى لمونځ مه پركوى ستاسو ملګری دالله «جل جلاله» په لاره کې خيانت کړی دی .


ماخذ : لوي کناهونه 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته