تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسخرو کولو آداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 19, 2021
  0


لیکنه: عطاءالرحمن داوري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


مسخرې کول چي دځینو انسانانو دطبیعت غوښتنه ده، باید آداب یي مرعات کړل سي.

 

①–هغه مسخرې کول پروا نلري چي مسخرې کونکی دحق ویلو مرعات پکښي کوي،د بدو او درواغ ویلو څخه ځان ساتي.

 

②–دمسخرو کولو لپاره شرط دادی: چي درواغ ویل او دمسلمان زړه ازارول به نه وي پکښې، که چیري درواغ ویل او دمسلمان زړه ازارول پکښې وه بیا دغه مسخري کول حرامي دي.

 

③–دمسخرو کولو پر مهال دډېرو مسخرو څخه ځان ساتل پکار دي دځیني علماوو په اند ډېري مسخرې کول مکروه دي ځکه چي ډېري مسخرې کول بد نتیجه ورکوي، کرکه پیدا کوي.


④–علماء فرمایي: دهرشي لپاره یو شروع وي ددښمنۍ شروع مسخرې دی.  


 امام غزالي (رحمه الله) فرمایي:


په مسخرو کولو کي منعه د افراط(زیادت)  او همېشتوب څخه راغلي ده، ځکه افراط( زیادت) کول دډېري خندا کولو ذریعه جوړیږي او ډېره خندا کول زوړونه وژني، په بعضو وختوکي ډېره خندا کول دنفرت ذریعه جوړیدلای سي، دانسان هیبت او وقار له مینځه وړي، هغه مسخرې چي ددغو امورو څخه خالي وي هغه پروا نلري.

 

⑤–په مسخرو کولو کي به دالله (جل جلاله)، دایاتونو، او درسول الله(صلی الله عليه وسلم) دسنتو یادونه نه وي.

 

⑥–مسخرې کونکی به دځان څخه خیالي کیسي نه جوړوي چي دنورو خلګو دخندا لپاره یي بیا بیانوي.

 

⑦–مسخرې به دځان څخه دمشر کس سره نه وي او نه به دداسي چا سره وي چي هغه دمسخرو په کولو سره بد وړي.

 

مأخذ: الموسوعة الفقهیه (مبحث المیم) إحياء علوم الدين للغزالي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته