تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تبوک د غزاء سبب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 24, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۸۱برخه)


 

اوس د مسلمانانو داخلي ستړياوي پاى ته ورسېدې او مسلمانان د دې دپاره فارغه سوه چي د الله جل جلاله  د دين احکام او قوانين زده کړي او د اسلام دپاره دعوت نشر کړي، مګر بيا هم په دغه وختو کي هلته يو قوت موجود ؤ چي بېله کم سببه او دليله يې پر مسلمانانو تعارض او تېرئ کاوه چي هغه د روم قوت ؤ او په هغه وختو کي دغه قوت د مځکي د مخ هغه لوى عسکري قوت بلل کېدى، لکه څرنګه چي موږ مخ کي درته و ويل چي د روم د تعرض او تجاوز شروع د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قاصد (حارث بن عُمير الاُزدي رضی الله عنه ) په وژلو سره وسوه، کوم وخت چي دغه حارث د رسول الله صلی الله علیه وسلم  رساله د بُصرْى و آمر ته ور وړل او په لار کي د شرحبيل بن عمرو الغساني د طرفه شهيد کړه سو او تر هغه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغه مسلمان قاصد د بدلې او انتقام اخستلو دپاره د زيد بن الحارثه رضی الله عنه  په مشرۍ  يو لښکر و مؤته ته ولېږى او هلته په مؤته کي د روم د لښکر سره لوى او شديد جنګ وسو خو بيا هم اسلامي لښکر خپل انتقام او  بدله د هغو ظالمانو څخه لکه څرنګه چي لازمه وه نه واخستل، مګر بيا هم دغه جنګ د ليري او نژدې عربو په زړو کي ډير مهم تاثير پرېښاوه. 


او د روم پاچا (قيصر) هم د مؤته د جنګ هغه لوى تاثير چي د مسلمانانو د مصلحت او شهرت دپاره يې پرېښاوه نه د فکره څخه ايستلى ؤ او نه يې هېراوه، دئ بېرېدى چه پسله دغه جنګه به د ډيرو عربي قبيلو په دماغ کي دا  فکرونه پيدا سي چي د روم څخه خپل استقلال لاس ته راوړي او د مسلمانانو سره به صلحه وکړي.


دغه د مسلمانانو قوت يو خطر ؤ چي قدم پر قدم د روم و حدودو ته ور نژدې کېدى او د روم د مملکت هغه حدود چي د شام په طرف کي او د عربو په همسايتوب کي پراته وه تهدېدول. 


نو قيصر پر خپل ځان دا لازمه وبلل چي د مسلمانانو قوت د مخه تر دې چي د يوه لوى او عظيم خطر په شکل ميدان ته را ووزي او بيا يې هيڅ چاره نه کيږي د بينه يوسي او د مخه تر دې بايد مسلمانان ختم او فيصله کم چي په نورو عربي منطقو کي زما پر ضد انقلابونه او ښورښونه پيښيږي.


وروڼو! د نن ورځي د يهودو او نصاراوو سره عيناً هغه د قيصر فکرونه او نظريې موجود دي، نه غواړي چي مسلمانان کاميابه، قوي او مستقل دولت ولري، تاسي دغه قصه او د نن ورځي حالات سره قياس کړى. 


د دغو مصلحتو او ګټو په سبب د مؤته د جنګ يوکال نه ؤ تېر سوى چي قيصر د مسلمانانو د جنګ دپاره د لښکر په جوړولو شروع وکړه، دغه لښکر يې د روميانو او هغو عربي قبيلو څخه سره يو ځاى کاوه چي د قيصر تابع وې، لکه غسان او داسي نوري د عربي نصاراوو  قبيلې. 


قيصر د مسلمانانو سره د يوې فيصله کونکي او خونړۍ جګړې دپاره تياري او آمادګي نيسي، دغه خبرونه و مدينې منورې ته ورسېدل چي روم د مسلمانانو پر ضد د يوې خونړۍ جګړې دپاره ځانونه تياروي، د دغو خبرو په اورېدلو سره مسلمانان په هره لحظه کي د روم د حملې څخه په بېره کي وه، حتّْی مسلمانانو چي به يو غير عادي ږغ او آواز واورېدى دا به يې ګمان سو چي د روميانو لښکر را ورسېدى، د مسلمانانو دغه د بيري حالت په هغه قصه او کيفيت کي ښه معلوميږي چي و حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه  ته پېښ سو چي هغه قصه داسي وه: 


د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ازواجو مطهراتو وليدل چي ټول مسلمانان ماړه او هوسا سوه، نو دوى فکر وکړی چي ښايي زموږ د ښه ژوند دپاره هم وسائل او اسباب پيدا سي، نو د دوى د جملې څخه ځينو ازواجو مطهراتو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره خبري وکړې او ځني وې غوښتل چي زموږ د ښه ژوند دپاره هم پراخه نفقه او وسائل را برابر که چي موږ هم د نورو مسلمانانو پر قسم هوسا ژوند ولرو، پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه خبره درنه سوه او قسم يې ياد کړی چي تر يوې مياشتي پوري به د هيڅ زوجې کورته نه ورځم نو مسجد ته نژدې په يوه بالا خانه کي اوسېدى، اصحاب کرام د دغه حاله څخه مضطرب او وارخطا سوه، څرنګه چي دوى د واقعې په حقيقت نه وه خبر نو يې په شروع او ابتداءکي دا خيال سو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپلي ازواجي مطهراتي ټولي طلاقي کړي دي، دا قصه اوږده قصه ده خو اوس د دغي قصې د بيانولو څخه زما مقصد دا دى چي مسلمانان د روم د راتګ او حملې څخه څومره او په کومه اندازه پرېشانه وه؟ 


حضرت عمر رضی الله عنه  چي د دغي قصې روايت کوي وايي: ما يو انصاري ملګرى درلودى کوم وخت چي به زه د يوه کار په سبب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مجلس څخه غائب سوم دغه انصاري به هلته حاضر ؤ او بيا چي به زه راغلم د هغه مجلس په واقعاتو به يې خبرولم او که به دئ غائب سو بيا به ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مجلس حالات ورته بيانول او موږ دواړه د مدينې  منورې د عوالي په منطقه کي اوسېدلو او په نوبت سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مجلس ته ورتلو، په دغه وختو کي موږ د غسان په پاچا سره بېرول سوي وو چي پر موږ مسلمانانو حمله کوي نو خود زموږ مسلمانانو زړونه په تشويش ډک وه چي ناڅاپه مي هغه انصاري ملګري دروازه را وټکول! په تلوار او وارخطايي يې را ته و ويل: خلاصه که خلاصه که، ما ويل: غسان راغله؟ ملګري مي ويل: يا بلکه تر دې مهمه پېښه ده، خو چي خبر يې را ته و وايه هغه دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خبر ؤ چي د خپلو ازواجو مطهراتو څخه جلا سوى ؤ، تر دغه ځايه پوري مي د دغي قصې څخه مقصد دا ؤ چي  مسلمانان په دغه اندازه د روم او غسان د حملې څخه په تشويش کي وه چي د وارخطايۍ هره خبره به پېښه سوه، يا به په تلوار دروازه وټکول سوه د دوى په فکر کي د روم او غسان حمله ورګرځېدل.


 او د امام بخاري په روايت کي د قصې د دغه ځاى الفاظ داسي روايتيږي: چي عمر رضی الله عنه  وايي: موږ ته ويل سوي وه چي غسان د مسلمانانو د جنګ دپاره چَوَټي په پښه کړي دي (يعني: را رهي سوي دي) او زما ملګرى د ده د نوبت په ورځ د مسجد نبوي څخه ماخستن راغلى او زما دکور دروازه يې په ډېر شدت را وټکول او ويل: آيا دئ بيده دى؟ زه په وارخطايي ورته را و وتم چي څه پېښه ده؟ ملګري مي را ته 
و ويل: ډيره لويه خبره پېښه ده، ما ويل: آيا غسان راغله؟ ده ويل: يا تر هغه هم لويه او اوږده خبره ده! رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپلي ښځي طلاقي کړي دي. 


نو دغه واقعه او قصه پر دې دلالت کوي چي مسلمانان د روم د جنګ او حملې څخه په څومره تشويشي او خطرناکه حالت او موقف کي وه. 
پر دې سربېره هغه شئ چي د روم او غسان د حملې تاکيد يې کاوه هغه! هغه کار ؤ چي د مدينې منورې منافقانو د دغه خبر په اورېدلو سره وکړی،  که څه هم منافقانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  کاميابي يواځي د جنګ په ميدان کي نه بلکه د ژوند په هره مسئله کي په خپلو سترګو سره ليدلې وه او دا ورته  معلومه وه چي د مځکي پر مخ داسي قدرت نه سته چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو په مخ کي دي ثُبات او مقاومت وکړي بلکه هر شئ او هر قدرت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لار کي دريږي هغه په خپله ويلي کيږي. 


پر دغه ټولو سربېره بيا هم دغه منافقان په دې اميد وه چي هغه د دوى د زړو پټ  مقصدونه دي حاصل سي او اوس چي يې دا اميد پيدا سو چي د روم په واسطه به د دوى د زړو غوښتني ژر تر ژره سر ته ورسيږي، نو يې د خپلو دسيسو او مؤامرو دپاره يوه ځالګۍ هم جوړه کړه چي دغه ځالګۍ يې په ظاهره د مسجد په نامه او شکل سره جوړه کړه چي هغه د منافقانو د شر ځالګۍ(مسجد ضِرار) دى. 


دوى دغه مسجد د څه شي دپاره جوړکړی؟ د خپل کفر د تقويت، د مسلمانانو د تفرقې او د هغو کسانو د اجتماع او ټولنو دپاره يې جوړکړی چي د الله او رسول الله سره جنګيږي او بيا يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه وغوښتل: چي ته به په دغه مسجدکي د تبرک دپاره لمونځ وکې، خو د دوى اصلي مقصد دا ؤ چي مسلمانان خطاء باسي او د دوى په هغه مقصد نه سي پوه چي دوى دغه مسجد د هغه دپاره جوړ کړى دى، چي هغه د مسلمانانو پر ضد دسيسې او مؤامرې وې او مسلمانان و هغه شي ته نه سي متوجه چي و دغه مسجد ته وارديږي او ځني صادريږي، ځکه په ظاهره به يې نوم د مسجد وي او په حقيقت کي به د مدينې منورې د منافقانو او د اسلام د هغو دښمنانو دپاره ځالګۍ وي چي تر مدينې منورې دباندي په شام کي اوسيږي، لکه ابو عامر الفاسق، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم   د دغو منافقانو د دغه غوښتني چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دي زموږ په مسجد کي د تبرک دپاره لمونځ وکړي په جواب کي و فرمايل:

 

زه خو اوس د تبوک د غزاء دپاره په آمادګي مشغوله يم خو کوم وخت چي بيا د تبوک څخه راسم بيا به يې سره ګورو، نو د منافقانو دغه دسيسه هم نه سوه کاميابه، بلکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  پسله هغه څخه چي د تبوک د غزاء څخه راغلى په عوض د دې چي په دغه مسجد کي لمونځ وکړي هغه يې وسوځاوه او ونړاوه.


وروڼو! څرنګه چي د ابو عامر الفاسق نوم يو وار د اُحُد په غزاءکي ذکر سوى دى او بيا اوس ياد سو، نو د دې دپاره چي دغه فاسق وپيژندل سي د هغه مختصره سوانح او د دغه مسجد ضرار په جوړېدلو کي به د ده رول او اهميت درته بيان سي.


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته