تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نارینه و د ورېښتانو توئیدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 6, 2021
  0

د نارینه و د ورېښتانو توئیدل

لیکنه : ډاکټر عبدالرزاق حرمان/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

‎ورېښتان د نارینوو په ښایست کي خورا مهم رول لوبوي، د ورېښتانو تویدل ‌‌‌‌‌ډېرو ځوانانو تشویشونه را پیدا کړي. په افغانستان کي ځوانان ‌‌‌‌‌له دې ستونزي سره زیات مخ دي. د تداوی لپار ځان تر جلدي ډاکټرانو پوري رسوي، خو له تداوی څخه خوښ نه وي.  


دلته به د ورېښتانو د توئیدو پر اصلي سببونو و ږغېږو: 


‎لومړی: ارثي تویدنه


د ورېښتانو د تویدو یو لوی سبب ارثی دی یعني د کورنۍ د نورو غړو ورېښتان یې هم همدا ستونزه لري. دا عموما په ۲۵ یا ۳۰ کلنۍ کي وي. 


‎دوهم: تشویش او سټرس


تشویش کول د بدن پر ټولو غړو باندي منفي اغېز لري.  د ورېښتانو په تویدلو کي دوهم لوی سبب تشویش دی. تاسو ته ښه ښکاره ده، چي په افغانستان کي کورني، ټولنیز او همدارنګه فردي تشویشونه ‌‌‌‌‌ډېر عام دي، نو ځکه مو د خلکو ورېښتان له وخت مخکي توئيږي. 


‎درېیم: خوراک


 ورېښتان د خپلي پیاوړتیا لپاره پروټینو ته اړتیالري، چي له خوراک څخه یې لاسته راوړو. زموږ په هیواد کي د اقتصادي ستونزو او یا نه پاملرني په خاطر موږ خپل خوراک ته چندان توجه نه کوو. 


‎د ورېښتانو د تویدو مخنیوی


هغه کسان، ورېښتان یې د ارثي سبب په خاطر توئيږي، د هغوی سره مسلکي ډاکټران یوازي دومره مرسته کولای سي، چي د ورېښتانو توئیدل یې و ځنډوي یعني څومره ورېښتان چي یې باید په ۳۰ کلنۍ کي توی سي، د ډاکټر په مرسته دا موده و ۳۵ کلنۍ ته رسولای سي. 
او پاته سول هغه کسان چي ارثی فکتورونه نه لري او فکر کوي چي ورېښتان یې د تشویش او یا کمزوری خراب له وجی تویږی، هغوی باید د تشویش کچه کمه کړي او خپلي غذا ته پاملرنه وکړي او مسلکي ډاکټر ته ورېښتان ښکاره کړي.
 
www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته