تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نکاح دکومو مقاصدولپاره کیږي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 29, 2021
  0

 

۱ ـ د اولاد پیداکول :


 دا په  نکاح کي هغه اصل مقصد دی چي په شریعت کي د همدې مقصد لپاره د نکاح جواز ورکړل سوی؛ ځکه چي په دې طریقه سره د نسل ساتنه راروانه ده، او په دې سره د نسل ساتنه جریان لري.

 

۲ ـ د جائز لارې څخه خپل شهوت پوره کول:


 مطلب دا چي په جائزه طریقه خپل شهوت پوره کول، ددې لپاره چي د نفس ناجائز خواهشات لکه: زنا، او داسي نور ناجائز خواهشات په دفع کړل سي. چي د همدې لارې د خپلو سترګو او فرج حفاظت هم په وکړل سي.

 

۳ ـ نفس ته راحت او آرامتیا ورکول:


 دا راحت خپلې مېرمنې ته په کتلو او د هغې سره په مجلس کولو کي راځي؛ځکه چي د انسان نفس هم  ستړیا لري، او هم د حق څخه کرکه لري؛  ځکه چي د حق کومې تقاضاوې وي د انسان نفس د هغه خلاف وي نو که چیري پر نفس زیات فشار راوړل سي، هغه بیا تر حدود و وزي، او ناجائز خواهشات عملي کوي، البته که هغه ته څه راحت ورکړل سي نو هغه بیا قوي کیږي، او خوشحاله کیږي. په همدې خاطر په نکاح کي د انسان نفس ته د خپلې مېرمني سره په مینه او محبت کي راحت، خوشحالي، او سکون پیداکیږي، چي د هغه له امله زړه ته هم سکون پیداکیږي، چي داسي وي،  نوباید د نفس لپاره داسي جائز د سکون اسباب وجود ولري،  چي دا په حقیقت کي د قرآن کریم د یو آیت د حکمتونو څخه دی، هغه داچي الله تعالی (جل جلاله) فرمایي:


(لِیَسْکُنَ إِلَيْهَـا)( الاعراف/ ۱۸۹) 


ژباړه: ددې لپاره مو دنفس لپاره مېرمن پیداکړي چي نفس ته راحت حاصل سي تفصیل مخکي تیرسوو.

 

او په دې اړه د حضرت علي ـ کرم الله وجهه ـ هم یو قول دی، چي هغه فرمایي:


(زړونو ته دیو ساعت لپاره راحت ورکوئ! ځکه که چیري زړه مجبور کړل سي، نو ړوند کیږي).

 

۴– د زړه لپاره هم آرام او سکون:


  په نکاح کي زړه ته هم یو ډول آرام، او سکون حاصلیږي. هغه ځکه چي کچیري یو څوک د ژوند د ټولو چارو مسؤلیت پر خپله غاړه واخلي، د هغه به اکثره عمر  په همدې کي ضایع سي،  او دعلم او عمل لپاره به فارغه نه سي. البته ښه مېرمن دخاوند سره په ډېرو چارو کي زیات کومک کولای سي، چي په دې سره د انسان مسؤولیت سپک، او زړه ته یې آرام او سکون پیدا کيږي.

 

۵ ـ د نفس سره مجاهده:

 

د نکاح کولو د فوائدو څخه بله لویه فائده د نفس سره مجاهده، او د نفس د ساتنې او پالنې تمرین کول دي، او د خپلې کورنۍ د حقونو د پوره کولو ساتنه کول دي. 


 د خپلې کورنۍ (مېرمنې)  د (بدو) اخلاقو په مقابل کي صبر، او د دوی د اصلاح لپاره کوشش، هغوی د دین لارې ته رابلل ، او د دوی پاملرنه کول...دا ټول لوی لوی عملونه دي، او د نکاح کولو وروسته هر انسان ته مخته راځي .

 

ځکه چي په دې أعمالو کی پاملرنه، او پالنه دواړه نغښتي دي، او خپله کورنۍ، مېرمن،  او اولادونه د هر چا رعیت وي. د هغوی تربیت، او پاملرنه کول دا ډېر لوی فضیلت لري.


 ددې ټولو مسئولیتونو حق هغه وخت څوک ادا کولای سي، کله چي ددې مسؤولیت د ادا کولو فکر ولري،  نو کوم څوک چي دې مسؤولیتونو ته متوجه وي، هغه دا کارونه د نکاح په برکت سره پوره کولای سي.

 

مأخذ: نضرة النعیم عربي

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته