تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو مسلمان څو هدفه او موخي لري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 4, 2021
  0

یو مسلمان څو هدفه او موخي لري


رالیږونکي: منصور زیار /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


هدف درلودل


یو انسان، چي ځان ته هدف ونلري نو مجبور دی د بل پیروي وکړي او د یوه داسي موټر په څیر وه اوسي ، چی ماشین يې خراب سوی وي او په بل موټر پوري یې ټېله کړی وي، بې هدفه انسانان په دې تمه وي چي يو څوک پیداسي چی لار لري او دی ور پسې سي، وطن يې بل څوک جوړ کړي، د فاع يې د بل چا پر غاړه وي، او خپله باید په ساعت یریو او مستیو بوخت وه اوسي.


یوازني شي چي له یوه انسان څخه هدفمن كس جوړه وي د اسلام مبارک دین دی، ایمان دی او له خدای جل جلاله سره ارتباط او اړیکه ایمان دی چي انسان ته شخصیت وربخښي، ایمان وو چي عربان يې له سلگونه کلونو چوپانی څخه په رهبرانو بدل کړل، حضرت عمر (رض) خپلي کابینې ته ویل موږ چوپانان وو چي پسونه مو څرول خود اسلام بر کت وو، چي موږ د نړۍ په رهبرانو بدل سو او هر کله چي خپلوعزت له اسلام څخه پرته په بل څه کي وغواړو خدای جل جلاله به موږ ذلیله کړي.

 

دیوه روښانه فکر درلودل :


کله چي يو انسان هدف ولري مگر يوڅرگند او ښکاره فكري لوری ( خط) وه نه لري چي د هغه سره يو شان حرکت وکړي بیا هم سهوه کوي. دا فکري خط خدای جل جلاله د هر مؤمن مسلمان لپاره په قرآن عظیم الشان کي ترسيم کړی دی او دهغه نمونه يي حضرت محمد صلی الله عليه و سلم ښودلې ده.

 

ويښ ضمیر:


د ارواپوهني له نظره ضمير او احساس هغه نفسي او روحي شعور ته وایي چي د انسان په پیدایښت کي ورسره پیدا کیږي او دانسان کړني او اعمال کنټرولوي، هغه انسان چي د یوه ویښ ضمیرڅښتن وي دباندني پولیس او څارونکي ته اړتیا نه لري او ایمان دپولیسی رول لوبه وي او هغه هره شېبه څاري.


موږ اسلامي ثقافت وایو چي هدفمن وه اوسو، فکري خط مو روښانه او د ویښ ضمير څښتنان وه اوسو، خدای جل جلاله په پسي څارن وه بولو، او خپل ژوند په اصلاح او هدایت مخ ته یوسو.

 

دنړۍ لید او نړۍ حس ترمنځ توپیر :


هر انسان د دوو لیدو څښتن دی چي يوه ته بصارت (ښکاره لیدل) او بل ته بصیرت (پټ یا مانوي لیدل) وایي بصارت چي د انسان دلید په حس باندي اړه لري چي يوازي مادي او د باندني جوړښت په سترگو لیدلای سي او بصيرت د انسان په زړه ، فکر، خیال ، مانا او ذهن پوري اړه لري، په بصارت کي ټول حیوانات هم شامل دي، مگر انسان دبصیرت د قوې درلودونکئ دئ چي انسان ته لوړ شخصیت او موقف د نورو ټولو مخلوقاتو په وړاندي ور بخښي.


نو په همدې توگه دا درې اصطلاحگاني نړی حس اونړی لید موږ سره پیله ولای سو، موږ ډېر حیوانات وينو چي په بعضو حواصو کي تر انسانانو ښه دي، مثلا د ځیني مرغانو او یا ځینو حیواناتو د لیدو حس دانسان د لیدو د حس څو برابره دی .


په همدې توگه د ځینو حيوانات داوریدلو او بويولو په حس کي د انسان څو برابره دي، مگر دا شان درنښت او لوی والی په نړی لید کي د هغه په بصيرت کي دی، چي ټوله نړۍ په خپل بصیرت سره مطالعه کوي.


د انسان همدا پوهه او عقل دی چي انسان ته یې په ټولو مخلوقاتوکي کرامت ور بخښلي دی او خدای جل جلاله هم په همدې خاطر انسان اشرف المخلوقات گرځولی دی.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته