تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر روغتیا د الکولو او درملو اغېزه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 8, 2021
  0

پر روغتیا د الکولو او درملو اغېزه 

لیکنه : محمد الله خالد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

هره کيمیاوي ماده چي د انسان د بدن پر اعضاوو د اغېزي توان ولري د درمل په نوم یادیږی. د درملو ډولونه په بیلابیلو بڼو پیداکيږی.

 

ځیني یې دپوست له لاري بدن ته داخلیږي. ځیني یې خوړل کيږي یا د پیچکارۍ په واسطه بدن ته داخلیږي. درمل پر بدن باندي د اغیزي له مخي ډلبندي کيږي.

 

مختلف درمل دځپلو خواصو له مخلي د ناروغۍ په درملنه او مخنیوي کي مرسته کوي. 

 

د درملو ډولونه؛ لکه د درد ضد، د بکتریا ضد، د الرجی یا حساسیت ضد، د اعصابو لپاره موثر او په نورو ډولونوموجود دي.

 

سره له دې چي زیاتره درمل د ناروغیو د درملني او مخنیوي لپاره ګټي لري، که په سم ډول او یا د ډاکټر له لارښووني سره سم وخوړل سي، نو  مرسته راسره کوي، خوکه په خپل سر ورڅخه ګټه واخیستل سي، بدن ته زیات زیانونه  رسولای سي.

 

الکول مایع ده،چي له دانو او میوو څخه جوړیږی. ویني ته له داخلېدو سره سم پر مرکزي عصبي سیسټم باندي تاثیر کوی او شخص خپل فکر او جسمي تعادل د لاسه  ورکوي.

 

د ترافیکي پیښو، ځان وژني او جنایي  جرمونو عمده دلیل دی. د الکولو پر له پسې کارول  د ځیګر او مغزو د حجرو د خرابوالی لامل کيږي.

نو له همدې کبله  د اسلام مقدس دین د الکولو څښل د مسلمانانو لپاره حرام او ناروا ګرځولي دي.   

      
ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۲۷ګڼه)

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته