تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ظالم زړه ته غشی او د مظلوم زړه ته مرهم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 5, 2021
  0

د ظالم زړه ته غشی او د مظلوم زړه ته مرهم

 


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


آيةّ من القرآنِ هي سَهمٌ في قلبِ الظّالم وبَلسمٌ على قلبِ المظلوم , قيل وما هي ؟ فقال : قولهُ تعالى : وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا.[محمدبن ادريس شافعي]


د امام شافعي رحمه الله څخه پوښتنه وسوه چي په قرآن کي هغه کوم آيت دی چي د ظالم زړه ته غشی دی او د مظلوم زړه ته مرهم دی؟ امام شافعي رحمه الله وفرمايل: دا آيت دی: وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا.[سورة مريم 64] ژباړه: ستا رب هيرونکی نه دی.


يعني هيڅ شی د الله پاک نه هېريږي، د ټولو انسانانو ټوله اعمال څاري د ظالم ظلم او د مظلوم مظلوميت د نژدې څخه ويني، ظالم ته به دده د ظلم مجازات ارو مرو ورکوي او مظلوم ته به دده پر مظلوميت باندي ثواب او لوړه مرتبه ارو مرو ورکوي.


ټوله ظالمان بايد پدې باندي پوه سي چي هيڅ وخت به د الله پاک د محاسبې څخه خلاص نسي او مظلوم دي هم د الله پاک له درباره نه نا اميده کيږي ارومرو به يې یوه ورځ الله پاک انتقام د ظالمانو څخه اخلي.

 

ماخذ : اسلامي مقالې


www.taleemulislam.net

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته