تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپل زوی ته د لقمان حکيم نصيحتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 29, 2021
  0

خپل زوی ته د لقمان حکيم نصيحتونه


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


قَالَ لُقْمَانُ لاِبْنِهِ : يَا بُنَيَّ مَنْ لاَ يَمْلِكْ لِسَانَهُ يَنْدَمْ ، وَمَنْ يُكْثِرِ الْمِرَاءَ يُشْتَمْ ، وَمَنْ يَدْخُلْ مَدَاخِلَ السُّوءِ يُتَّهَمْ ، وَمَنْ يَصْحَبْ صَاحِبَ السُّوءِ لاَ يَسْلَمْ ، وَمَنْ يَصْحَبِ الصَّاحِبَ الصَّالِحَ يَغْنَمْ ، وَمَنْ طَلَبَ عِزًّا بِغَيْرِ عِزٍّ يُجْزَ الذُّلَّ جَزَاءً بِغَيْرِ ظُلْمٍ ، وَمِنْ أَرْدَى الأَخْلاَقِ لِلدِّينِ حُبُّ الدُّنْيَا وَالشَّرَفِ ، وَمَنْ حَبَّ الدُّنْيَا وَالشَّرَفَ يَسْتَحِلَّ غَضَبَ اللهِ ، وَغَضَبَ اللهِ الَّذِي لاَ دَوَاءَ لَهُ إِلاَّ رِضْوَانُ اللهِ تَعَالَى ، وَمِنْ أَعْوَنِ الأَخْلاَقِ عَلَى الدِّينِ الزَّهَادَةُ فِي الدُّنْيَا ، وَمَنْ يَزْهَدْ فِي الدُّنْيَا يَعْمَلْ لِلَّهِ تَعَالَى ، وَمَنْ يَعْمَلْ لِلَّهِ تَعَالَى يَأْجُرْهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ.[الزهد لإبن مبارک1059] 

 

ژباړه: لقمان حکيم خپل زوی ته ويل: اي زويه! څوک چي خپله ژبه نسي ساتلای هغه به پښېمانه کيږي، څوک چي ځان ښوونه کوي هغه ته به ښکنځل کيږي، څوک چي بدو ځايونو ته داخليږي هغه به متهم کيږي، څوک چي د بد ملګري سره يوځای کيږي هغه به د شر څخه سالم نه پاتيږي، څوک چي د نيک ملګري سره يوځای کيږي هغه به غنيمت تر لاسه کوي، څوک چي بېله عزته د عزت غوښتنه کوي هغه ته به په بدل کي خواري رسيږي بېله دې چي ظلم دي ورسره سوی وي، د دين لپاره د بدو اخلاقو څخه د دنيا او مرتبې محبت دی او څوک چي د دنيا او مرتبې سره محبت وکړي د الله د غضب متسحق به وګرځي او د الله د غضب لپاره هيڅه دوا نسته مګر د الله تعالی خوشاله کول، او ددين لپاره د ښو اخلاقو څخه د دنيا سره د محبت کمول دي او څوک چي د دنيا سره محبت کم کړي هغه د الله لپاره کار کوي او څوک چي د الله لپاره کار کوي الله به يې مزدوري ورکوي. 


یادونه: ددې معنی چي بېله عزته د عزت غوښتنه کوي څو شیان کېدلای سي: یا پدې  معنی سره چي خپله د نورو انسانانو عزت نکوي خو د نورو انسانانو څخه د ځان عزت غواړي، یا پدې معنی سره چي د اصلي عزت ورکوونکي څخه چي الله دی عزت نه غواړي بلکي د انسانانو څخه یې غواړي او یا پدې معنی سره چي په ذلت او چاپلوسۍ باندي د عزت غوښتنه کوي؛ خو پر هر حال چي څوک پدغه ډول د عزت غوښتونکی وي هغه انسان به ددې پر ځای چي عزت تر لاسه کړي ذلت او خواری به تر لاسه کړي او دغه ذلت دده سره مناسب دی او دده په حق ظلم نه دی. 


ماخذ : اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته