تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د حُنين د غـزاء غــنيــمتــونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 13, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۷۰برخه)

 

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 

د حُنين د غـزاء غــنيــمتــونه

 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو اصحاب کرامو سره د جنګ پر ميدان کاميابه او مسلط سو او مسلمانانو د جنګ د میدان څخه غنيمتونه را ټول کړل. 


د حُنين غنيمتونه په داسي ډول سره وه: اته زره ښځي بيله کوچنيانو، څليرويشت زره اوښان او تر څلويښتو زرو زيات پسونه، څلور زره اوقيه سپين زر.

مالک بن عوف دغه شيان د دې دپاره را وړي او راوستلي وه چي لښکر يې شکست و نه خوري، مګر د دُرَید بن الصُمّه خبره صحي وه چي ويل: مات سوى لښکر په هيڅ شي نه را ګرځي او د هيڅ شي پروا نه لري. 


نو د حنین په جنګ کي د هوازن ډیري ښځي او کوچنیان، ټول مالونه او حيوانات د مسلمانانو لاس ته ورغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی  چي ټول غنيمتونه دي جُعرانې ته يووړل سي او هلته يې سره يو ځاى کړى. 


(جُعرانه) و مکې مکرمې ته نژدې د يوه ځاى نوم دي ، نو ټول انسانان او حيوانان هلته بوتله سوه او مالونه هم هلته يووړل سوه.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته