تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پهلوان امام بخش کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 23, 2021
  0

د پهلوان امام بخش کیسه 


لیکنه : محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


یو بزرګ سړي یوه ورځ  هدیرې ته ولاړی چې هلته په هغوی فاتحه  ووايی  ، هغه فاتحه ولوستله او مخکي شو ، ناڅاپه يې یو زوړ قبر ولیدی ګواکي چي هغه وايي.

 

 حضرت ! موږ ته هم څه عطیه او تحفه راکړئ ، موږ هم محتاج یو ، دابزرګ هغه قبر ته ولاړی او څه چې الله توفیق ورکړ، هغه يې ولوستل ، ناڅاپه د هغه قبر پر تخته نظر ولګېدی ، کومه چې قبر ته نژدې پرته وه ، هغه تخته يې راواخیستله او پاکه يې کړه ، پر هغې لیکل شوي وو :


هغه پهلوان و چي په ده پسي به باچاهانو فیلان لیږل او کورته به يې رابلی او پر کوربچو به يې کښیناوه ، نن یو سبحان الله ته محتاج دی .


ماخذ : پاشلي ملغلري 


www.taleemulislam.net

سرته