تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د هجرت په اوم کال کي د ځينو ټوليو لېږل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 13, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۳۴برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د هجرت په اوم کال کي د ځينو ټوليو لېږل

 څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مثلث د دوو قوي اضلاعو د ماتولو څخه فارغه سو اوس د درېيمي ضلعي د ماتولو وخت را ورسېدى، لکه د مخه چي مو درته و ويل: د اسلام او مسلمانانو عمده دښمنان درې ډلي وه، اول قريش، دوهم يهود، درېيم هغه أعراب چي په نجد او شا وخوا کي اوسېدل، د هغه دوو عمده دښمنانو لکه قريش او يهودو د ماتولو او د بينه وړلو حالات خو په تفصيل سره درته بيان سوه، مګر هغه په زړه سخت صحرايي او قبيلوي أعراب تر اوسه پوري څه وخت تر منځ د چور او چپاول حملې کوي، څرنګه چي دغه صحرايي عرب په يوه ښار يا یوه منطقه کي نه وه سره يو ځاى، په کښتو او قلاوو پوري نه وه تړلي، كله دلته او كله هلته، نو پر دوى پوره تسلط او سيطره را وستل او د دوى د شره څخه په پوره ډول ځان ساتل نسبت و اهل مکې او اهل خيبر ته ډير سخت او مشکل وه، نو ځکه بېله دې څخه چي پر دوى تأديبي او بېرونکي حملې وسي بله چاره نه وه او مسلمانانو هم پر أعرابو دغه تأديبي حملې په پرله پسې شکل کولې، چي دغه حملې ډيري او په تکرار سره سوي دي چي اوس به يې يو څه دلته بيان سي.(البته د ترتيب مراعت پکښي نسته)


لکه څرنګه چي مخ کي مو درته و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هغو قبيلو يا اعرابو ته جزاء ورکول کوم چي د مسلمانانو پر ضد يې د خندق په غزاء کي  ګډون او اشتراک کړى ؤ، يا يې د مسلمانانو سره دښمني کړې وه يا يې کول، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دغو قبيلو ته د مجاهدينو ډلي يوه په بله پسې ورلېږلې، چي د دغو ډلو يا سَرِيو څخه يوه هم د تُربَه سريه ده. 


۱ - د هجرت په اووم کال کي د شعبان په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم   يوه ديرش نفريزه ټولۍ د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  په مشرۍ د هوازن و يوې قبيلې ته ور ولېږل چي هوازن هم د هغو قبيلو څخه يوه قبيله ده چي د خندق په جنګ کي يې د مسلمانانو پر ضد اشتراک کړى ؤ، دغه سريې به د شپې تګ کاوه او د ورځي به پټېدل خو پر دغه سربېره د هوازن و قبيلې ته د مسلمانانو د ورتګ خبر ورسېدى او د خپلي منطقې څخه و تښتېدل، عمر فاروق رضی الله عنه  د دوى وکورو ته ورغلى خو هلته هيڅوک نه وه نو بيرته د مدينې منورې و طرف ته رهي سو، مسلمانان د بيرته را ګرځېدلو په وخت کي د خُثعُم د قبيلې پر يوه ډله پېښ سوه، يوه د مسلمانانو و حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  ته و ويل:که دي خوښه وي پر دغه ډله به حمله وکو، مګر عمر فاروق رضی الله عنه  و ويل:

 

يا! هيڅکله داسي نه کوم ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خُثعُم پر قبيله د حملې امر نه دى را ته کړى، فقط هوازن يې را ته ويلي دي، سره د دې چي مسلمانانو د خثعم پر خلکو حمله کولاى سواى چي دا هم کفار وه، مګر يا! په مسلمانانو کي پوره إطاعت او پوره انظباط موجود ؤ،کوم څوک چي ورته ويل سوي وه هغه يې په کار وه نه يې غوښتل چي د آمر تر امر تجاوز وکړي، د مسلمانانو مقصد د ځايو نيول يا د غنيمتو جمعه کول نه وه بلکه هر هغه مصلحت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ليدى او دوى يې د هغه مصلحت دپاره لېږل، اصحاب کرامو هغه امر په پوره اطاعت او کامل انظباط سره عملي کاوه. 


۲  - همدارنګه د هجرت د اوم کال د شعبان په مياشت کي يوه بله سريه د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  په مشرى و بني فُزاره او بني کلاب ته ولېږل سوه چي دغو قبيلو هم د خندق په جنګ کي ګډون او اشتراک کړى ؤ، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  وکولاى سواى چي پر هغو حمله وکړي، هم يې مشرکان و وژل، هم يې بنديان ځني ونيول، هم يې غنيمتونه ځني راوړل.


۳ -  دغه رنګه په دغه مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه بله سريه د فدک و منطقې ته ولېږل. تاسي متوجه یاست؟ تاسي دغه پرله پسې جهاد ته وګورى: مسلمانان هيڅکله په راحت او آرامه نه کښېنستل بلکه د کلمةُ الله د لوړ والي او د اسلام د نشرولو دپاره همېشه ستړي او ستومانه، په وږي نس حتّْی په لڅو پښو په سفر او جهادکي وه. 


نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د شعبان په مياشت کي يوه دېرش نفريزه سَرِيه د فدک و منطقې ته ولېږل چي و بني مُره ته جزاء ورکي، بني مُره د غطفان د قبيلو  څخه دي، په نسب کي سره نژدې دي او د بني مُره رئيس حارث بن عوف ؤ، حارث بن عوف هغه څوک دى چي د خيبر په غزاء کي يې عُیینه د مسلمانانو د جنګه څخه منعه کاوه، ځکه اوس يې عقل و سر ته ورغلى ؤ او احتياط يې کاوه، مګر بيا هم دئ او د ده قبيله هغه څوک وه چي د خندق په غزاء کي يې د مسلمانانو پر ضـد ګډون کړى ؤ، نو خامخا بايد جزاء ورکول سي،

 

د همدغه مقصد دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم  بشير بن سعد رضی الله عنه  د دېرشو نفرو اصحاب کرامو سره ولېږى چي و بني مُره ته جزاء ورکي، مګر څرنګه چي دغو قبيلو ډير احتياط کاوه او همېشه به يې په لاروکي کمين نيوى او پټ به وه ځکه دوى هم د مسلمانانو د حملو څخه په بېره کي وه، دغه د کمين نفرو وکولاى سواى چي د مسلمانانو ډله د مخه تر دې چي و بني مُـره ته ورسيږي محاصره کړي، مسلمانان محاصره سوه او د دوى په منځ کي جنګ شروع سو ترڅو چي د مسلمانانو سره ور سره ټول غشي خلاص سوه او د کفارو د طرفه غشي پر اورېدل مسلمانان يو په بل پسي شهيدېدل، بشير بن سعد رضی الله عنه  د زمري غوندي جنګ وکړی خو په آخرکي دئ رضی الله عنه  هم زخمي سو، څرنګه چي د ده ملګري مسلمانان ټول شهيدان سوي وه او ده  يواځي د شپې تر تاريکې پوري جنګ وکړی نو په شپه کي د فدک کلي ته ورغلى، په فدک کي يهود اوسېدل، د دغو يهودو او مسلمانانو په منځ کي هغه صلحه وه چي د مخه يې بيان درته وسو، نو بشير بن سعد رضی الله عنه  و دوى ته ورغلى او هغو هم ځاى ورکړی، بشير بن سعد رضی الله عنه  د دغي سريې آمر په دغه طريقه سره د مرګه څخه خلاص سو، دغه د مسلمانانو شهادت بيا په کفارو کي جرئت پيدا کړی او اعرابو به ويل:

 

په والله کېدلاى سي چي دغه خلک مات سي او شکست وخوري، مخ کي چي کفارو د مسلمانانو پرله پسې کاميابۍ ليدلې خاصتاً چي په خيبرکي يې د دوى کاميابي وليدل نو يې دا فکر کاوه چي د مسلمانانو قوم هيڅ ماته او شکست نه خوري.


 او اوس چي دغه غمجنه او زړه دردونکې حمله پر مسلمانانو وسوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحاب کرامو څخه دېرش نفره پکښي شهيدان سوه، نو بيا د کفارو د قبيلو اميد پيداسو او بيا يې په سر او دماغ کي د مدينې منورې  د حملې خيالونه ور ګرځېدل.


۴  -  د دغه کال د روژې په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه سريه چي شمير يې (130) نفره ؤ د غالب الليثي رضی الله عنه  په مشرۍ د بني عوايل او بني ثعلبه و قبيلو ته د جزاء ورکولو دپاره ولېږل، د غالب الليثي رضی الله عنه  سريې وکولاى سواى چي و کفارو ته جزاء ورکي او مدينې منورې ته بنديان او حيوانات په غنيمت ځني را ولي، څرنګه چي غالب رضی الله عنه  ډير احتياط کاوه خاصتاً پسله هغه واقعې څخه چي و بشير بن سعد رضی الله عنه  او د ده ملګرو ته په تېره مياشت کي پېښه سوه او دېرش نفره مسلمانان پکښي شهيدان سوه، نو يې ترخپلي ټولۍ تر ورتګ د مخه و هرځاى ته د معلوماتو دپاره نفر لېږل چي د دغه معلوماتو دپاره يو وار په خپله غالب رضی الله عنه  د بني عوايل د قبيلې و منطقې ته ورغلى، څرنګه چي بني عوايل هم د مسلمانانو د حملې څخه په بېره کي وه او احتياط يې کاوه نو همېشه به يې په لارو کي د معلوماتو دپاره نفر کښېنول. 


غالب رضی الله عنه  وايي: د ماښام وخت ؤ او تاريکه شروع کېدل په دغه وخت کي د معلوماتو دپاره يوې غونډۍ ته وختم چي شا وخوا وګورم او لوړ پر غونډۍ مي څنګ واچاوه، و مي ليدل چي بني عوايل هم د مدينې منورې د حملې دپاره ځانونه تياروي، زه پر دغه غونډۍ وم چي د دوى پيره دار را ته متوجه سو خو د تاريکې په سبب دا فرق نه سي کولاى چي دغه سياهي انسان دى که بل شى، مګر پيره دار چي وليدم و خپلي ښځي ته يې و ويل: غالب رضی الله عنه  وايي: زه د دوى خبري اورم چي پيره دار و خپلي ښځي ته وايي:

 

ښځي! پرون دغه سياهي پر دغه غونډۍ نه وه، نو ښه راته متوجه سو، خو زه هيڅ حرکت نه کوم، ځکه که حرکت وکم پوهيږي چي انسان دى او پوه به سي چي موږ د دوى د حملې دپاره راغلي يو، نو زه بې حرکته ناست يم او دئ بيا د دغي سياهي څخه په شک کي دى نو یې خپلي ښځي ته و ويل: ته هغه زما لېندۍ او دوه غشي راکه، ما ويل: (لا حول ولا قوة الا بالله) اوس پوهېږم چي دغه نفر مي وُلي او زه بيا په دې سبب حرکت نه سم کولاى چي زموږ په حال به خبر سي، 


نو يې غشى واخستى او زه يې په و ويشتم، غشى زما پر اوږه ومښتى او زه پر هغه خپل ځاى مېخ يم هيڅ حرکت نه کوم، صبر او تحمل کوم، سړي و خپلي ښځي ته و ويل: والله وارى مي نه دى خطا سوى مګر ته دغه بل غشى هم راکه، بل غشى يې هم واخستى او زه يې په و ويشتم، دامي هم پر اوږه و مښتى او زه حرکت نه کوم، سړي ويل:که چيري ژوندئ شئ واى ښورېدلى به واى، زه پر دغه خپل ځاى لکه مېخ ثابت ورته ناست يم، څو ښه توره تاريکه سوه نو و خپلو ملګرو ته ورغلم او ورته و مي ويل:

 

خلک زموږ په راتګ نه دي خبر، نو مو حمله پر وکړه، غالب الليثي رضی الله عنه  هم د هغه خپله زخمه سره سره په دغه جنګ او حمله کي اشتراک وکړی ځکه زخم يې ډير شديد نه ؤ. 


غالب رضی الله عنه  په دغه حمله کي خپل افراد امر کړه چي هر دوه نفره به يو ځاى سره ځى جلا کېږى به نه، بيا داسي نه وي چي يو نفر راسي او وايي: په هغه خپل ملګري نه يم خبر، دا امر په دې سبب ؤ چي دغه حمله پر يوه پوره او کامله قبيله وه او د شپې په تاريکه کي وه، نو پر دې بېرېدى چي نفر يې ورک نه سي، خير حمله يې شروع کړه او په خپل مقصدکي کاميابه سو، د دغي قبيلې څخه يې ښه پوره غنيمتونه را وړل. 


مګر دلته يوه کوچنۍ واقعه پېښه سوه، هغه دا چي: د بني عوايل د قبيلې څخه يو نفر چي مِرداس بن نُهَيک نومېدى په اُسامه بن زيد رضی الله عنه  پسخندونه وهل، اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې بد ويل، د اُسامه رضی الله عنه  د طاقته و وتل او پر دغه سړي يې حمله وکړه، سړي ځني وځغستل، اسامه بيرته را وګرځېدى، سړئ بيا پسي راغلى بيا هم اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته بد الفاظ وايي، اسامه بيا مجبوره سو پر سړي يې حمله وکړه پسي ځغلي، څرنګه چي د دغي ټولۍ آمر امر کړى ؤ چي دوه نفره به سره يو ځاى وي نو د اسامه رضی الله عنه  ملګرى يو انصاري ؤ، دغه انصاري و اسامه ته و ويل:

 

يا اسامه! پرې يې ږده درځه چي ځني ځو، اسامه ويل: دئ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته بد وايي هيڅکله يې نه پرېږدم، هغه کافر ځغلي او بد وايي اسامه پسي ځغلي، څو اسامه پسي ور ورسېدى او انصاري په پسې دى، ځکه د غالب رضی الله عنه  امر دغسي ؤ چي ملګرى به نه پرېږدى، مقصد دا چي دغه دوه نفره مسلمانان په دغه کافر پسي ځغلي څو د يوې وُني سره اسامه او ملګرى يې په کافر پسي ور ورسېدل، اسامه او انصاري دواړو توري پر پورته کړې غواړي چي وې وژني، په دغه وخت کي هغه کافر چي اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې بد ويل اوس چي توري پر پورته سوې ويل (اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمّداً رسول الله) انصاري توره ځني را وګرځول نه يې و واهه، مګر اسامه خپله توره پر ور ايله کړه او مِرداس يې و وژى، انصاري ورته و ويل:

 

يا اسامه! تا داسي سړئ و وژى چي هغه و ويل (لا اله الا الله محمّد رسول الله) اسامه ويل: ده دغه کلمه د توري د بيري و ويل، تا نه ليدى چي اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې بد ويل؟ تا د ده بد ويل نه واورېدل؟ مګر کوم وخت چي توره يې پر خپل سر وليده نو يې کلمه و ويل، خير د مِرداس تر وژلو وروسته دواړه بيرته راغله، خو انصاري دغه قصه و غالب رضی الله عنه  ته وکړه، غالب رضی الله عنه  و اسامه ته ور ږغ کړه: يا اسامه! تا څنګه هغه سړئ وژى؟ چي هغه ويل (لا اله الا الله محمّد رسول الله) اسامه ويل: هغه دغه کلمه د توري د بيري و ويل، خبره ښکاره او معلومه ده څو لحظې مخ کي يې اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته بد ويل، مګر کوم وخت چي يې پر خپل سر توره وليدل د دې دپاره چي ځان د مرګه څخه خلاص کړي نو يې کلمه و ويل، څرنګه چي غالب رضی الله عنه  په دې مسئله زيات نه پوهېدى نو چپ سو او دغه ټولۍ بيرته مدينې منورې ته ولاړه هلته يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حالات و ويل. 


اول يې د سريې دکاميابۍ حالات ورته بيان کړه او بيا يې د اُسامه رضی الله عنه  په قصه خبر کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  اسامه ور وغوښتى او ويل: يا اسامه! څنګه دي هغه څوک وژى؟ چي هغه ويل (لا اله الا الله محمّد رسول الله) اسامه  ويل: يا رسولَ الله! هغه د توري د بيري څخه کلمه و ويل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: آيا تا د هغه زړه ور څيري کړی او پوه سوې چي هغه صادق دى که کاذب؟ يعني: ته څه په خبر يې چي د توري د بيري څخه يې کلمه و ويل؟ ښايي په دغه وخت کي يې ايمان زړه ته ننوتلى وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د قيامت په ورځ به د (لا اله الا الله) د حقه څخه چيري ځې؟ اسامه ويل: والله د توري د بيري څخه يې کلمه و ويل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د قيامت په ورځ به د(لا اله الا الله) د حقه څخه چيري ځې؟ د قيامت په ورځ به د (لا اله الا الله) د حقه څخه چيري ځې؟ اسامه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه جمله څو واره په تکرار راته و ويل، تر داسي اندازې چي ما د ځان سره و ويل کشکي زه په دغه نن ورځ مسلمان سوى واى.


 اسامه ولي غوښته چي په دغه نن ورځ مسلمان سوى واى؟ ځکه اسلام هغه د مخني ټول ګنهونه محوه کوي او پاکوي، نوکه په دغه ورځ مسلمان سوى واى دغه ګناه به يې هم د عفوي په جمله کي راغلې واى او الله جل جلاله  د سورة النساء په (94) نمبرآيات کي دغسي موضوعاتو ته اشاره کوي او فرمايي: 


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ  كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوا  إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿٩٤﴾ يعني: اې مومنانو! کوم وخت چي تاسي د الله  جل جلاله  په لار کي سفر کوى يعني: جهاد ته ځى نو ښه تحقيق کوى او هغه چا ته چي سلام درته و وايي مه واياست چي ته مومن نه يې (او د اسلام کلمه دي د بيري و ويل) آيا تاسي د دې دنيا دنيوي اسباب غواړى؟ د الله جل جلاله  سره ډير غنيمتونه سته.


 پسله دغي ورځي څخه بيا اسامه په هيڅ داسي جنګ کي ګډون او اشتراک نه دى کړى چي د مسلمانانو په منځ کي پېښ سوى دى، حتّْی کوم وخت چي د مسلمانانو په منځ کي هغه فتنه پېښه سوه اسامه رضی الله عنه  به ويل: زه پوهېږم چي علي رضی الله عنه  پر حق دى، مګر پسله هغي واقعې څخه چي زما او د مِرداس په منځ کي پېښه سوه، زه بيا هيڅ وخت پر مسلمان توره نه پورته کوم. 


وروڼو! دغه واقعه او مسئله زموږ دپاره درس دى موږ د خلکو د ظاهره سره کار لرو د خلکو سره مو بايد معامله د دوى پر ظاهري شکل وي مګر زړونه د الله جل جلاله  په قدرت، اختيار او علم کي دي، د زړو مالک الله جل جلاله  دى او ده جل جلاله  ته يې حال معلوم دى رب عزوجل  د زړو پر حال حکم کوي، هـو! که موږ د يو چا څخه داسي حرکت و وينو چي هغه کار د ده کفر او نفاق ثابتوي دا بيا بله خبره ده او که د يو چا آخري جمله لا الْه الا الله وي نو موږ د ظاهري حالت سره موافق په عمل کولو مکلف يو او دا هم د اسلام حکم دى چي د اشخاصو سره زموږ معامله بايد د دوى د ظاهري حاله سره موافقه وي، فقط الله جل جلاله  د زړو په حال خبر دى او حکم پرکوي نه موږ، د زړو عالم او حاکم يواځي الله جل جلاله  دى.


۵ -    اوس خو د مسلمانانو سرِيو او حملو دوام درلودى، څو دغه د هجرت د اوم کال د شوال په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  بشير بن سعد رضی الله عنه  د دوهم وار دپاره د بني مُـرّه و قبيلې ته ولېږى چي جزاء ورکي، د بشير بن سعد رضی الله عنه  د اول وار لېږل خو به مو په ياد وي چي د بني مُره د قبيلې د کمين د طرفه حمله پر وسوه او د ده دېرش نفره ملګري ټول شهيدان سوه او دئ رضی الله عنه  پسله زخمي کېدلو د فدک و يهودو ته ورغلى. 


نو اوس د دوهم وار دپاره بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه بشير بن سعد رضی الله عنه  د هغه بني مُره و قبيلې ته ور ولېږى چي جزاء ورکي مګر دا وار يې (300) نفره مسلمانان ور سره ملګري کړه، بشير بن سعد رضی الله عنه  د بني مره پر طرف ور رهي سو او دا وار يې زړه هم ورته ډک دى ځکه په هغه اول وار کي يې د ده ملګري شهيدان کړي وه، نو يې هغه انتقام او بدله هم پاته وه، اوس فقط دوې مياشتي وروسته د درو سوو نفرو سره د بني مره پر طرف ور رهي سو او هلته ور ورسېدى، د هغو په بېخبري کي يې حمله پر وکړه د هغو څخه ځيني وتښتېدل او ځيني و وژل سوه او ده رضی الله عنه  پسونه، اوښان او نور مالونه په غنيمت ځني واخستل او بيرته مدينې منورې ته په داسي حال کي راغلى چي د هغه اول وار د خپلو ملګرو بدله او انتقام يې اخستي وه.

 

دلته نو د بني مُره رئيس حارث بن عوف فکر وکړی او ويل:والله د محمّد صلی الله علیه وسلم  دين لوړ او ورځ په ورځ غالبه کيږي، قريشو صلحه ور سره وکړه، خيبر يې فتحه کړى او هغو قبيلو ته چي د ده صلی الله علیه وسلم  سره مخالفت کوي جزاء ورکوي، موږ دوې مياشتي د مخه پر دوى کاميابه سوو او ديرش نفره مو ور و وژل، مګر اوس يې په موږ داسي کارونه وکړه چي تر اوسه چا نه وه را سره کړي، پسله ډيره فکره دې نتيجې ته ورسېدى چي بايد اسلام ته داخل سي، نو عُیینه بن حِصن هغه د غطفان مشر او رئيس ته ورغلى د هغه سره يې خبري وکړې د اسلام او مسلمانانو په باره کي يې دلايل ور سره و ويل او ويل: زما په فکر زموږ دپاره دا ښه او بهتره ده چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  ملګري سو، د دې پر ځای چي مسلمانان زموږ څخه غنيمتونه وړي موږ به د مسلمانانو په ملګرتيا د نورو قبيلو څخه غنيمتونه اخلو، نور يې هم دلايل ور سره و ويل څو عُیینه بن حصن يې په دې قانع کړی چي مسلمان سي، نو دوى په دواړو دا اتفاق وکړي چي دواړه به مدېنې منورې ته ځو او هلته به د خپل اسلام يا مسلمانېدلو اعلان کوو.


 اوس نو د غطفان او د بني مُره رئيسان چي دواړه د عربو هغه قوي قبيلې دي د مدينې منورې و طرف ته رهي سوه چي اسلام ته داخل سي خو سبحان الله! د الله جل جلاله   تقدير او إراده بيا بل شئ وه، دغه دوو نفرو ته په لار کي د عربو يو بل مشر په مخه ورغلى چي فَروَه بن هُبَيره نومېدى چي هغه بيا عمرې ته رهي ؤ، اوس چي فروه د حارث بن عوف او عُیینه بن حصن سره په لار کي يو ځاى سو فَروه ورته و ويل: د خيره چيري ځى؟ دوى ويل: مدينې منورې ته ځو چي اسلام ته داخل سو، فَروه ويل: تاسي يو څه صبر وکړی تلوار مه کوى زه دا دى عمرې ته رهي يم، پرېږدى چي زه وګورم چي اهل مکه د محمّد صلی الله علیه وسلم  په باره کي څه فکر او إراده لري؟ که داسي ؤ چي اهل مکه د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره د جنګ إراده درلودل نو دا نه ده صحي چي تاسي اوس مسلمانان سى صبر وکړی او هغه جنګ چي د قريشو او محمّد صلی الله علیه وسلم  په منځ کي پېښيږي هغه به و وينى، بيا تر هغه وروسته فيصله وکړی او  که چيري د مکې خلکو جنګ نه کاوه او تسليم وه بيا مسلمانان سى، دوى ويل: دا ښه خبره ده، نو دغه دوه نفره بيرته د مدينې منورې څخه را وګرځېدل او اوس د فَروه د بيرته راتګ انتظارکوي چي هغه به د مکې مکرمې څخه څه حال او خبر را وړي؟     


فَروه و مکې مکرمې ته ولاړى او عمره يې وکړه، فَروه مشرک ؤ او دا خو هم درته معلومه ده چي مشرکانو هم حج او عمره کول، فروه پسله عمرې څخه د قريشو د مشرانو سره وليدل او پوښتنه يې ځني وکړه چي تاسي د هغي صلحي په باره کي چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره مو کړې ده څه إراده لرى؟ قريشو ويل: د دغي صلحي په موده کي موږ د محمّد صلی الله علیه وسلم  د جنګ دپاره خپل ځانونه آماده کوو، غواړو چي په دغه موده کي د هغه د جنګ دپاره پوره تياري ونيسو، اصلاً زموږ صلحه نه ده مقصد بلکه په دغه موده کي خپلي قواوي سره يو ځاى کوو چي وکولاى سو د محمّد خطر بالکل د بينه يو سو. 


اوس نو د فَروه په فکر خبره بل ډول سوه، د بله طرفه د بنو بکر د قبيلې رئيس نوفل بن معاويه هم په دغه وخت کي مکې مکرمې ته راغلى ؤ او دئ هم د قريشو د مشرانو سره خبري کوي غواړي چي د قريشو مشران و دې ته تشويق کړي چي د خزاعه د قبيلې پر ضد د بنو بکر سره مرسته وکړي، يعني: بنو بکر غواړي چي د خزاعه سره جنګ وکړي او قريش د خزاعه په وژلو او جنګ کولو کي د بنو بکر سره مرسته وکړي.
هغه خو ستاسي په ياد دي چي خزاعه هغه قبيله ده چي د حديبيې په صلحه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په طرف کي داخله سوه او د هغه وخته څخه د خزاعه قبيله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حُلفاء او متعاهدين بلل کيږي، د خزاعه پر قبيله هر تېرئ او تجاوز پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو تجاوز بلل کيږي او بنو بکر بيا د حديبيې د صلحي په وخت کي د قريشو په طرف کي داخل  سوه، چي بنو بکر بيا د قريشو حُلفاءاو متعاهدين بلل کيږي او د بنو بکر هر تجاوز که پر مسلمانانو وي که پر خزاعه، د قريشو تجاوز بلل کيږي، مګر دا هم بايد درمعلومه وي چي د پخوا څخه د بنو بکر او خزاعه د قبيلو په منځ کي ډيري لوى دښمنۍ پرتې وې. 


اوس فَروه بن هُبيره ورته ګوري چي د بنو بکر رئيس نوفل بن معاويه قريش و دې ته را بولي چي دخزاعه د قبيلې پر ضد د ده او د بنو بکر مرسته وکړي او قريش هم دغه د ده خبري نه ور رَدوي او نه ورته وايي چي زموږ او د هغو په منځ کي صلحه ده، بلکه د رَدَولو پر ځاى د دغو خبرو سره علاقه هم لري او په شوق سره غوږ ورته نيسي، نو فَروه بن هُبيره پوه سو چي دغه ټوله د دې علامې دي چي د قريشو او مسلمانانو په منځ کي به ژر جنګ پېښ سي او دغه د دوى په منځ کي چي د صلحي په نامه سره ياديږي صلحه نه ده بلکه اصلاً د بل جنګ دپاره هوسايي او آمادګي ده، نو كله چي فَروه د مکې مکرمې څخه ولاړى هلته عُیینه بن حصن او حارث بن عوف ته ورغلى او دا بيان يې ورته وکړی چي ډير ژربه د قريشو او مسلمانانو په منځ کي جنګ پېښ سي، هغو و ويل: څرنګه چي خبره داسي ده موږ به خپل مسلمانېدل اوس وځنډوو او د دې جنګ و نتيجې ته به معطله سو، مقصد دا چي دغه دوه نفره چي د لويو قبيلو مشران وه اسلام ته داخلېدل خو دغه د فَروه اخبار د دې سبب سوه چي د هغه خپله فکره څخه واوښتل، په دغه موده کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  نوري سريې هم شا وخوا لېږلې. 


خو د دغه وخت هغه مهمه واقعه دا ده چي دغه د هجرت د اووم کال د شوال په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان و دې ته را بلل چي د ده صلی الله علیه وسلم  سره د عمرة القضاء د آداء کولو دپاره ولاړ سي، ځکه اوس د حديبيې پر صلحه يوکال تېر سو او اتفاق هم داسي ؤ چي په را تلونکي  کال کي به مسلمانان عمرې ته ورځي، اوس نو مسلمانانو ته پوره اجازه ده چي مکې مکرمې ته د عمرې د آداء کولو دپاره داخل سي، د دغه مقصد دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مسلمانانو کي د عمرې كولو اعلان وکړى.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

سرته