تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عاجزۍ ګټه او د تکبر تاوان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 9, 2021
  0

د عاجزۍ ګټه او د تکبر تاوان


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


قَالَ عُمَرُ وَهُوَ عَلَى الْمِنْبَرِ: أَيُّهَا النَّاسُ، تَوَاضَعُوا فَإِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:مَنْ تَوَاضَعَ لِلَّهِ رَفَعَهُ اللهُ، فَهُوَ فِي نَفْسِهِ صَغِيرٌ، وَفِي أَعْيُنِ النَّاسِ عَظِيمٌ، وَمَنْ تَكَبَّرَ وَضَعَهُ اللهُ، فَهُوَ فِي أَعْيُنِ النَّاسِ صَغِيرٌ، وَفِي نَفْسِهِ كَبِيرٌ، حَتَّى لَهُوَ أَهْوَنُ عَلَيْهِمْ مِنْ كَلْبٍ أَوْ خِنْزِيرٍ.[شعب الایمان 7790]

ژباړه: عمر رضی الله عنه پداسي حال کي چی پر منبر باندي ولاړ وو وفرمایل: ای خلګو عاجزي وکړئ! ځکه ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چي ویل یې: هرڅوک چي د الله لپاره عاجزي وکړي الله پاک به یې لوړ کړي، نو ده ته ځان کوچنئ ښکاري خو د خلګو په سترګو کي لوی ښکاري. او هر څوک چي تکبر وکړي الله پاک به یې بې اعتباره کړي، نو دی به خلګو ته کوچنی (سپک) ښکاري خو ځان به ورته لوی ښکاري، آن تردې چي خلګو ته تر سپي او سرکوزي هم بې اعتباره وي.


یعني څوک چي د الله لپاره عاجزي وکړي داسي چي پر نورو انسانانو باندي ځان لوړ ونه بولي، د الله پاک اطاعت او بنده ګي وکړي او د تکبر څخه ځان وساتي نو الله پاک به ودې انسان ته دومره عزت او اعتبار ورکړي چي د خلګو په سترګو کي به یې لوړ او عزتمند کړي او د الله پاک په نزد به هم معتبر او عزتمند وي.


او څوک چي تکبر او غرور کوي الله پاک به یې دومره بې اعتباره کړي چي خلګ به یې تر سپي او سرکوزي هم سپک ګڼي کڅه هم ده ته خپل ځان لوی او معتبر ښکاري.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته