تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله (ص) اودحضرت ابوبکر(رض) کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 24, 2020
  0

د رسول الله (ص) اودحضرت ابوبکر(رض) کیسه

 

لیکنه قاري خبیب پشت رودي   :: تعلیم الاسلام  ویب پاڼه 

 

یو وخت یوه سړي درسول الله (ص) په مخکي حضرت ابوبکرصدیق(رض) ته ښکنځل کول، دواړو اورېدل مګرڅه  یې نه وویل کله چي هغه سړي بیا بیا ښکنځل کول، لاس يې نه اخیست، نوا بوبکرصدیق(رض) نا ارا مه شو جواب يې ورکړ.

 

د حضرت ابوبکر(رض) په جواب ور کولو سره رسول الله (ص) دستي پورته شو او ولاړي، حضرت ابوبکرصدیق(رض) له جناب رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه چي یا رسول الله (ص)  ولي ولاړې، ده مبارک ورته و فرمایل: کله چي ته پټه خوله وې، څه دي نه ويل نوستا له طرفه هغه سړي ته  چي تاته یې ښکنځل کول ،یوې ملائکي جواب ور کاوه، خوکله  چي تا جواب ورکړ، نو د ملائکي نور ضرورت پاته نه شو، هغه ولاړه په بدل کي شیطان راغی، ځکه نو زه ولاړشوم، تر دې وروسته جناب رسول الله (ص) وفرمایل چي درې شیان یقیني دي.

 

(۱)  که چیري مظلوم د الله (ج) د رضا لپاره ظالم  معاف کړي، نو په دې کار سره د مظلوم عزت زیا تیږي.

 

(۲)څوک چي د مال جمع کولو په نیت پر ځان باندي د سوال دروازه خلاصه کړي هغه د همېشه لپاره فقير جوړیږي.

 

(۳) څوک چي  د الله(ج) درضا لپاره ورکړه کوي الله(ج) د هغه په مال کي زیاتوب راولي.

 

مأخذ افضل الحکایات     .

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته