تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د خيبر د غـزاء سبب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 19, 2020
  0

سیرت نبوي (۲۲۰برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د خيبر د غـزاء سبب

د هجرت د اوم کال د محرم په مياشت کي د خيبر غزاء پېښه سوه (خيبر) يو ښار دى چي څو قلاوي پکښې وې او ډير زراعت يې درلودى،دغه ځای د مدينې منورې په شمال کي واقع دى او تقريباً (70) ميله د مدينې منورې څخه ليري دى. 


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په هغو درو دښمنو ډلو کي چي قريش، يهود او غطفان وه، د هغي تر ټولو قوي او معانِدي ډلي څخه د حديبيې د صلحي په واسطه فارغه او پوره په امان سو، نو يې دا إراده وکړه چي د هغو پاتو دوو ډلو سره چي يهود او غطفان دي خپل حسابونه پاک او تصفيه کړي، دا هم د دې دپاره چي په منطقه کي پوره أمن  او صلحه راسي او مسلمانان د هغه پرله پسې خونړيو جګړو څخه د الْهي رسالت و تبليغ ته فارغه سي، څرنګه چي خيبر د دسيسو او مؤامرو ځالګۍ وه، د عسکري حرکتو او د جنګو د را پارولو معدن ؤ نو دا وړ او مناسب وه چي د مسلمانانو نظر تر هرڅه د مخه د خيبر و يهودو ته ور واوړي. 


موږ بايد دا هېر نه کړو چي د خيبر يهود هغه کسان دي چي د مسلمانانو پر ضـد يې د کفارو ډلي سره را ټولي کړي وې، د خيبر يهود هغه کسان دي چي د بني قريظه يهود يې و غدر او خيانت ته تشويق کړه او بيا يې د مدينې منورې د منافقانو، د غطفان د قبيلو او اعرابو سره د مسلمانانو پر ضـد ارتباطات او اتصالات درلودل، پر دې ټولو سربېره دوى په خپله د مسلمانانو د جنګ دپاره ځانونه آماده کول او اسلحې یې برابرولې.


په دغو کارو سره د خيبر يهودو مسلمانان په پرله پسې تکاليفو او مشكلاتو کي اچولي وه حتّْی دوى هغه کسان دي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وژلو دپاره يې نقشه جوړه کړې وه. 


د يهودو د دغو کارو په مقابل کي مسلمانان مجبوره سوه چي د دغه دسيسه جوړونکو د مشرانو لکه (سلام بن ابي الحُقيق) ( اُسَير بن زرام) (كعب بن الأشرف)او داسي نورو د وژلو دپاره ډلي ولېږي، مګر د يهودو په مقابل کي د مسلمانانو واجب او لازمي وظيفه تر دغه هم زياته او لویه وه خو مسلمانانو دغه لازمي وظيفه په دې سبب ځنډوله چي هلته يو بل لوى او قوي، شرير او عنادي دښمن د دوى په مخ کي موجود ؤ چي هغه قريش وه، کوم وخت چي مسلمانان د حديبيې د صلحي په واسطه د هغه قوي دښمن د مواجهې او مخامخ کېدلو څخه فارغه سوه نو د دغه يهودي مجرمينو سره د محاسبې دپاره هوا صافه سوه او د دوى سره د حساب ورځ را نژدې سوه.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته