تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زمزم لنډه تاریخچه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 25, 2020
  0

د زمزم لنډه تاریخچه


لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 ابراهیم (ع)د الله(ج)  په حکم د شام څخه خپله ښځه هاجر(رض) او د هغې څخه يې خپل شیدو خوړونکی ماشوم زوی اسماعیل (ع) مکې مکرمې ته راوستل د کعبې د ځای سره يې پریښول او ځني ولاړی ، د هاجر سره ورسره اوبه خلاصي شوې پر خپل ماشوم وبېرېدله ، صفا ته پورته شوه چي ګوندي یو څوک وویني خو څوک يې و نه لیده د صفا څخه راکښته شوه د مروا په خوا په شېله کي په ځغاسته شوه بیا مروا ته پورته شوه اووه ځلي يې همداسي وکړل، پر اووم شوط چي مروا ته پورته شوه ږغ يې واورېدی ، نو سمدستي خپل ماشوم اسماعیل(ع) ته ورغله ، دا ږغ د جبریل (ع) وو  ،جبرائیل (ع)    د زمزم ځای په وزر او یا په پنده وواهه هلته د زمزم چینه را وبهېده دا هغه ابراهیمي معجزه ده چي نن يې هم ټول نړۍ په سترګو ویني ، پر دا اوبو د یمن د جُر‌هَم د قبیلې څو کورنی هم ورسره   هستوګن او آباد  شول ، اسماعیل ځوان شو بیا ابراهیم (ع)او اسماعیل (ع) د کعبې شریفي بنیادونه راپورته کړل، په اسلام کي هم د حج زيات مناسک د ابراهیمي سنت مطابق اداء کیږي .


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته