تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د حمزه رضی الله عنه شهادت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 15, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۷۱برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د اسد الله حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه  شهادت

 

د حمزه رضی الله عنه  قاتل! وحشي بن حرب وايي: زه د جُبير بن مطعم مريئ وم هغه جُبير چي اکا يې د بدر په ورځ د مسلمانانو د طرفه وژل سوى ؤ كله چي قريش د اُحُد و جنګ ته تلل جُبير ما ته و ويل: که تا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا حمزه زما د اکا په بدل کي و وژى ته آزاد يې، وحشي وايي: زه چي يو حبشي ځوان وم او په نېزه مي داسي ويشتل کول چي وارى مي هیڅ نه خطاء کېدى نو مي دا سودا  قبوله کړه او و اُحُد ته د خپلې آزادۍ دپاره را و وتم، اوس چي دوه لښکره مخ په مخ سره ودرېدل زه د جنګ و ميدان ته د حمزه د وژلو دپاره ور داخل سوم او په هغه پسي ګورم كله چي مي حمزه رضی الله عنه  د خلکو په منځ کي وليدى لکه هغه قوي پهلوان يوې او بلي خوا ته خلک چپه کوي. 


نو وحشي وايي: د حمزه رضی الله عنه  و مخ ته هيڅ شئ او هيڅوک نه سواى درېدلاى خو ما د ده د وژلو دپاره ځان تياراوه يواځي دئ مي په کار ؤ، نو به د يوې وُني يا يوې ډبري تر شا پټ پټ کېدم چي دﺉ ما ته را نژدې سي او وارى پر وکم، په دغه وخت کي سِباع بن عبدالعُزى ور د مخه سو، حمزه رضی الله عنه  چي هغه وليدى ويل: را د مخه سه (يابنَ مَقطعَةَ البُظُور) يعني: د چولکيانو د پرېکونکي زو  را د مخه سه، ځکه د دغه سِباع مور کوچنيان سنتول، وحشي وايي: سِباع بن عبدالعزّْى يې داسي و واهه لکه سر چي يې په خپله په هوا سو وحشي وايي: په دغه وخت کي چي حمزه رضی الله عنه  د سِباع سره په جنګ مشغوله ؤ ما خپله نېزه څو واره وښورول، كم وخت چي مي د خپله نښانه څخه پوره اطمينان حاصل سو نو مي پر ور وغورځول، نېزه د سيدنا حمزه رضی الله عنه  په شا ننو تل او تر نس يې و وتل خو حمزه رضی الله عنه  نه ولوېدى، نېزه يې په نس کي ده خو بيا هم غځار نه سو، مخ يې راواړاوه او زما پر طرف را رهي سو، وحشي وايي: ما خپل مرګ وليدى، نېزه يې تر نس وتلې ده او دئ زما پرطرف را رهي دى. 


    وحشي وايي: پوه سوم چي اوس نو ما وژني او په بېره کي سوم، مګرکوم وخت چي ما ته را نژدې سو غځارسو، ما هم تر څه وخته انتظار ورته وکړی چي دا مي يقين سو چي اوس نو وژل سوى دى ورغلم هغه خپله نېزه مي واخستل او د جنګ ميدان مي پرېښاوه، ځکه زما د بل چا سره کار نه ؤ زما  آزادي د حمزه رضی الله عنه  په وژلو پوري تړلې وه او هغه کار مي وکړی او دئ مي د دې دپاره و وژى چي زه آزاد سم، کوم وخت چي مکې مکرمې ته ولاړو زما مالک زه آزاد کړم، سيدنا حضرت حمزه رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا او سيد الشهداء د مسلمانانو د ميدانِ جنګ مشهوره قهرمان په دغه خائنانه طريقه سره د شا د طرفه شهيد کړه سو. ﴿إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُون﴾
سره د دغه لويه تاوانه او شديدي خسارې چي د اسدالله او اسدِ رسولِ الله حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه  په وژلو مسلمانانو ته ورسېدل بيا هم مسلمانان پر ټول ميدانِ جنګ مسلط وه، ابوبکر الصدیق، عمر بن الخطاب، علي بن ابي طالب، زبير بن العوام، مُصعب بن عمير، طلحه بن عبيدالله، عبدالله بن جحش، سعد بن معاذ، سعد بن عُباده، سعد بن ربيع، انس بن نضر اجمعين او نورو د دوى په مثل اصحاب کرامو داسي جنګ کاوه چي د مشرکانو عزم يې ور مات کړى او اوږې يې رېږدېدلې.


د اُحُد د ورځي د اسلامي قهرمانانو څخه يو هم حَنظَله رضی الله عنه  دى، حنظله د هغه ابو عامر الفاسق زوى دى چي لږ مخ کي يې بيان درته وسو، حنظله رضی الله عنه  په دغو شپو کي تازه واده کړى ؤ، د شنبې په ورځ سهار چي يې د جنګ ږغ او نارې واورېدې د خپلې ښځي د غېږي څخه و وتى او فوراً د جهاد پرطرف رهي سو کوم وخت چي ميدان جنګ ته ورسېدى د مشرکانو د لښکر پر طرف ور رهي سو، د مشرکانو د لښکر په صفو او قطارو کي په جنګ کولو ور رهي دى تر څو دکفارو مشر ابوسفيان ته يې ځان ورساوه، قريبه وه چي ابوسفيان و وژني، خو الله جل جلاله  د هغه تر وژلو د مخه! شهادت د ده په نصيب کړى ؤ، پر ابوسفيان يې توره پورته کړه اوس چي وهي يې شداد بن الاسود کافر پرده وارى وکړی او دئ يې په شهادت ورساوه، ترجنګ وروسته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده مبارک جسد وليدى نو يې و فرمايل: ستاسي دغه ملګري ته ملائکې غسل ورکوي تاسي د ده معلومات وکړی چي و ده ته څه  پېښه وه؟

 

نو يې د ده د ښځي څخه پوښتنه وکړه، هغې و ويل: ده په دغه شپه کي يو ځاى کېدل وکړه او کوم وخت چي يې د جهاد ږغ واورېدى بېله غُسل کولو ور و وتى او په دغه وخت کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ده  ته کتل مخ يې ځني واړاوه، صحابۀ کرامو پوښتنه وکړه چي يا رسولَ الله! ولي دي مخ  ځني واړاوه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د ده سره دوې زوجې د حورالعِين ور سره دي. 
سبحان الله! په څو لحظو کي يې شهادت او بيا يې جنت په  نصيب سو.


دا د جهاد في سبيل الله برکت دى چي یواځي دﺉ نه بلکه هرڅومره ګنهکاره انسان په څو لحظو کي جنت ته رسوي، جهاد او شهادت د الله جل جلاله  سره بيعه او معامله ده.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته