تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي بــدر او اُحــُد کي عسکـري او حـرکـتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 9, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۵۳برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


د بــدر او اُحــُدپه منځ کي عسکـري نشاط او حـرکـتونه

 

دا خو در معلومه سوه چي د بدر جنګ د مسلمانانو او مشرکانو په منځ کي هغه اولنۍ جګړه وه او دغه جنګ هغه د حق او باطل په منځ کي جلا کونکى جنګ ؤ، په دې جنګ کي مسلمانانو داسي برئ لاس ته را وړى چي ټولو عربو د مسلمانانو دکاميابۍ شاهدي آداء کول، خو هغه کسان چي د دغه جنګ نتائجو سره متفق او يو ځاى کړه هغه! هغه کسان وه چي د دغه جنګ په مستقيمو خسارو او تاوانو ضعيفه سوي وه، چي هغه د مکې مکرمې مشرکان وه او هغه کسان وه چي د مسلمانانو عزت اوکاميابي يې پر خپل ديني او اقتصادي ژوند يوه قوي ضربه بلل چي هغه يهود وه. 


دکومه وخته څخه چي مسلمانان د بدر په غزاءکي کاميابه سوه دغه دوې ډلي چي مشرکان او یهود وه د قهر او غضب، حسد او عناد په اور کي کړې دې، الله جل جلاله  د سورة المائده په (82) نمبر آيات کي فرمايي: 


(لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا ) 


يعني: هغه چي د مومنانو سره تر ټولو خلکو ډېر زيات او شدید عداوت لري هغه يهود دي او هغه کسان دي چي مشرکان دي. 
او د دغو دواړو ډلو دپاره په مدينه منوره کي ملګري او کومکيان موجود وه. 


هغه کومکيان يې څوک وه؟ هغه! هغه کسان وه چي نور يې نو د خپل ځان دپاره په کفر او شرک کي عزت او وِقار نه ليدى نو په ظاهره سره مسلمانان سوه چي هغه عبدالله بن اُبى بن سلول او د ده ملګري وه او دغه درېیمه ډله هم پر مسلمانانو د حسد او عناد، قهر او غضب په لحاظ ترهغو دوو نورو اولُو ډلو کمه نه وه او هلته يوه بله څلورمه ډله هم موجوده وه چي هغه: هغه صحرايي عرب وه چي د مدينې منورې په شا وخوا کي اوسېدل، خو د هغو دپاره دکفر او ايمان مسئله مهمه نه وه، هغه بيا د چور او چپاول خلک وه، هغه هم د مسلمانانو په نصرت او کاميابي مضطرب او پرېشانه سوه او پردې بېرېدل که په مدينه منوره کي يو قوي حکومت جوړ سي نو به دوى د دې څخه منعه کړي چي د چور او حملو د لاري دي قوت او طاقت لاس ته را وړي، نو يې د مسلمانانو سره حسد درلودى او د مسلمانانو دښمنان وګرځېدل. 


په دغه سبب د هره طرفه پر مسلمانانو خطرونه را وګرځېدل، مګر د دغو څلورو ډلو څخه هري یوې د مسلمانانو سره په خپل سلوک او کړنلاره کي فرق درلودى او هري ډلي هغه لار اختيار کړې وه چي د دوى په فکر دوى يې و خپل مقصد ته رسول. 


هغه کسان چي په مدينه منوره کي او د هغې پر شا وخوا اوسېدل هغو په ښکاره سره اسلام را وړى خو په دننه کي يې د شر او فساد، دسيسو او فتنو په جوړولو کي کوښښ کاوه، چي دغسي کسانو ته منافقان ویل کیږي. خو يهودو بيا په ښکاره سره د دښمنۍ اعلان کاوه، خپل حسد او عناد يې و ميدان ته را وايستى.


 مګر د مکې مکرمې مشرکانو بيا د فيصله کونکي جنګ اخطارونه ورکول او د خپل انتقام او بدلې نارې يې وهلې او د جنګ دپاره يې په ښکاره سره خلک او اسلحه سره جمعه کول، چي د دوى حالاتو په زُبانِ حال سره و مسلمانانو ته دا ويل: چي خامخا يوه داسي ورځ را تلونکې ده چي مـوږ به ستاسي څخه خپله بدله او انتقام اخلو او واقعاً يې هم په وروسته کي داسي جنګ و مدينې منورې ته ور وستى چي د مسلمانانو پر هيبت او نامه يې ډېر بد اثر وکړی، چي هغه د اُحُد جنګ ؤ خو مسلمانانو په دغه خطرناکه موده او حالاتو کي چي د هره طرفه څخه د شر لمبې پورته کېدې د خپل قائد اعلْى په قيادت داسي رول آداء کړی چي په هغه رول کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قيادت او مشرۍ نبوغ او عبقريت ځلېدى. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دغو ټولو خطرو ته پوره ويښ او بيداره ؤ او د هغو د محوَ کولو دپاره يې ډېره ښه نقشه او کړنلاره عملي کول چي اوس به په را تلونکي بحث کي د دغو حالاتو بيان په مختصر ډول سره ولولى یا واوری.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته