تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څنګه کولای سو چي یوه ژبه زدکړه کړو؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 1, 2020
  0

څنګه کولای سو چي یوه ژبه زدکړه کړو؟ (English)


ژباړه : ا. ریان کندهاری


10. تجربه سوي اصول/لارښونې .


1. سبب معلوم کړئ .
 ځان ته معلوم کړه چه زه دا ژبه ولي زده کړم ؟ 

د مثال په ډول غواړم چي ژباړن سم، غواړم چي نړیوال کتابونه مطالعه کړم او غواړم چي ددې ژبې په واسطه پیسي پیداکړم. 
نو باید همدا سبب یقیني او حقیقي وي ځکه وروسته کوم مشکلات چي تاته مخته راځي نو همدا سبب به دي هڅوي او په زده کړه کښې به اساني راځي نو سبب په ذهن کښې انتخاب کول اړین دي.

 


2. وخت تعین کړئ.

 هغه وخت ستا هدف کامیاب کیږي کله چي وخت وټاکئ/تعین کړئ.

دمثال په ډول 6 میاشتي ، کال او یا دوه کاله کښې زده کوم  ذهن کښې فلان او وخت وټاکه نو د ژبي زده کولو لپاره وخټ ټاکل مهم /اړین دي.


 

3. د ویلو عادات جوړ کړﺉ.

 د یوې ژبي په زده کولو کښې مهم اصل دا دي چي ښه تلفظ وکړئ نو همدې اساس کوښښ وکړﺉ کتاب ،اخبار او یا لنډي لیکنې ولولئ که څه هم په معنی يي نه پوهیږئ خو تلفظ دي ورسره قوي کیږی نو ستاسو سره به په راتلونکي ویلو کښې اساني وي.

 


4. اسلامی اوازونه/ترنم واورﺉ.

 حمدونه ، نعتونه ، ترنم او یا بیانونه واورئ کله چه غوږ ورته نیسئ د ځان سره یي تکرار او زمزمه کوئ پدي سره مو تلفظ قوي کیږی او نوی لغاتونه مو زده کیږي.

 


5. ویډیوي/کلیپونه وګورئ.

کوښښ وکړئ اسلامي بیانونه ، معلوماتي او هنري ویډیوي وگورئ دا مو په زده کولو کښې کومک درسره کوي.کوم اکټ چه فلم کښې وي تاسو یي وینئ ، اوریدل او سر مو په خلاسیږی نو ستاسو ذهن کښې ژر صفت کیږي.

 


6.لومړنۍ او د ضرورت ګرامر زده کړئ.

هره ورځ لنډ او هغه بنیادی ګرامر زده کوئ. وروسته کوښښ وکړﺉ چه اساس یي زده کړئ ځکه ګرامر ډیر  اړین دی.

 


7. ورځنۍ لنډی کیسې وژباړﺉ.

کوښښ وکړئ هغه لنډی کیسې وژباړﺉ کوم چه تاسو روزانه تر سره کوۍ که څه هم غلطي ولرئ خو راتلونکي کښې به اصلاح شي.

 


8. خپل ملګری /همصنفي سره خبری وکړئ .
کوښښ وکړئ د خپل ملګری، فامیل په هغه ژبه خبری وکړئ کوم چه تاسو غواړئ زده يي کړې.  که څه هم  اشتباه/غلطې ولرې.

 


9. په منظم/ډیسپلین ډول زده کړه وکړئ.

هره ژبه چه غواړې زده کړې نو د هغه لپاره 4 شیان ضرور/اړین دي  کتاب کتل، اوریدل/غوږ نیول، لیکل او خبری کول .
باید هره ورځ په منظم ډول زده کولو ته وخت ورکول شي مثال د ورځي باید 2/3 ساعته باید وویل شي.

 


10.د زده کړل سوي درس تمرین وکړئ.

هر څه چه مو نوي زده کړي وی خپل د ځان سره تکرار تمرین وکړﺉ او روزانه یي تکرار کوئ.


یادونه : که څه هم ډیر نور اصول سته نو نولطفا خپل تجربي شریکي کړئ تر څو موږ یی هم زده او عملی کړو 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته