تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت: و ابوطالب ته د قريشو دوهم وار ورتګ
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  June 13, 2020
  0

نبوي سیرت (۸۵ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

و ابوطالب ته د قريشو دوهم وار ورتګ

 

کوم وخت چي عمرو بن العاص او عبدالله بن ربيعه د حبشې د ناکامه سفر څخه مکې مکرمې ته راغله او د قريشو هغه چم او حيله کوم چي د مهاجر مسلمانانو د پاره يې جوړ کړي وه بې فايدې او بې معنْی وګرځېدل، قريش پوه سوه چي دوى تر خپلو حدودو دباندي څه نه سي کولاى او دلته په مکه مکرمه کي هم د دوى ژوند تريخ دى دا حال نور نه سي زغملاى، نو يې يوه ډيره خطرناکه مشوره وکړه ويل: موږ د دې شره څخه تر هغو نه سو خلاصېدلاى ترڅو چي محمّدﷺ په تمامه معنْی د دعوته څخه منعه نه کړو، يا دا چي وې وژنو، خو دا کار د دوى په وسه نه دى  پوره ځکه ابوطالب د قريشو او د رسول اللهﷺ په منځ کي ولاړ دى او د محمّدﷺ پوره ساتنه کوي، نو  قريشو دا خوښه وبلل چي د ابوطالب سره په دې باره کي جِدي خبري وکړي.

 

وابوطالب ته د قريشو دوهم وار ورتګ

 

د قريشو مشران او سرداران د دوهم وار د پاره ابوطالب ته ورغله او ويل: يا ابا طالب! ته په موږ کي مشر د شرف او مقام خاوند يې موږ د مخه ستا څخه وغوښتل چي وراره دي د دعوت او دغه بېځايه خبرو څخه منعه کړه خو تا نه کړی منعه، نور نو د قريشو په منځ کي فتنه مه جوړوه، په والله موږ پر دې نور صبر نه سو کولاى چي زموږ پلرو ته بد ويل کيږي، پر آلهه یا خدایانو مو عيبونه ويل کيږي، دين مو عبث او بېکاره بلل کيږي، يا دي وراره زموږ څخه منعه کړه يا دا چي ته او دئ دواړه زموږ مقابل طرف ياست، نور نو موږ تر هغو  آرام نه کښېنو چي يوه د دغو دوو ډلو څخه هلاکه نه سي (يعني: يا موږ و نه وژل سو يا تاسي و نه وژنو) دا وعدې او تهديدونه و ابوطالب ته لوى او خطرناکه معلوم سوه او پوه سو چي د نورو قريشو او د عبدالمطلب د اولادې په منځ کي فتنه جوړيږي، نو يې رسول اللهﷺ را وغوښتى او ورته ويې ويل: اې وراره! ستا قوم ستا څخه شکايت لري او ما ته راغله دغسي او دغسي يې را ته و ويل، نو زما او د خپل ځان د ساتني فکر وکړه او پر ما دومره بار مه ايږده چي زه يې طاقت نه لرم دغه موضوع بايد حل سي يا دا چي ته چپ سې يا بله لار وسنجوو دا نه ده صحي چي خبره دغسي پاته وي او په آخر کي لويه فتنه ځني جوړه سي.

 

 د رسول اللهﷺ دا خيال او ګمان سو چي اکا مي زما د مرستي څخه لاس اخلي او اوس زما د کومک کولو څخه عاجزه سو، نو يې و ويل: اې اکا! په والله که کفار زما په راسته لاس کي لمر او په چپه لاس کي سپوږمۍ کښيږدي او را ته و وايي چي دغه کار يعني: (دعوت) پريږده، تر هغو به يې پرې نږدم چي يا دغه دين ښکاره او ظاهره نه سي يا زه هلاک نه سم، بيا نو رسول اللهﷺ وژړل او د اکا څخه ولاړ سو، ابوطالب پسي ور ږغ کړه رسول اللهﷺ چي مخ ورته را واړاوه اکا يې ورته و ويل: اې وراره! ورځه هر څه چي دي خوښه وي هغه وايه په والله و هيڅ شي او هيچا ته به دي هيڅکله تسليم نه کړم او بيا يې دغه شعر و وايه:

 

واللهِ لن يَصِلوا إليکَ بجمـعـهم

فَاصدع بأمرک ما عليک غضاضه

 

حتّْی اُوسدُ فى الترابِ دفينا

و أبـشر و قَر بذاک منک عيـونا

 

يعني: په والله ټول قريش به په خپل ټول قوت او طاقت سره و تا ته در و نه رسيږي، په تا به هيڅ و نه کړي ترڅو چه زه په خاورو کي نه يم ښخ سوى، په عزم او همت سره دي خپل د دعوت کار کوه پرتا هيڅ خطر او ملامتيا نسته او زه په خپله دغه وعده سره تا ته زېرى درکوم چي ستا سترګي به يخي سي، يعني: د زړه مراد به دي حاصل او خوشاله به سې.

 

دا هغه قومي اتحاد او اتفاق ؤ چي د هغه په سبب يې د رسول اللهﷺ ملا تړ او تاييد کاوه چي دغه د ابوطالب ملا تړ او مرسته د رسول اللهﷺ د دعوت او د دين د اظهار د پاره د قوت او طاقت مصدر او منبع وه، رسول اللهﷺ نور هم د دعوت په نشرولو کي زياتوالى وکړی، و ډلو ته، و حاجيانو ته، و افرادو ته، هر چا ته بېله تردد او بيري د توحيد او اسلامي دين بيان کوي، قريشو وليدل چي محمّدﷺ نور هم خپل دعوت نشروي نو پوه سوه چي ابوطالب نه غواړي چي محمّدﷺ منعه کړي يا د دهﷺ د ساتني څخه لاس واخلي او دئ دى چي د قريشو د تفرقې او دښمنۍ سبب دى.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

سرته