تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خشوع: د لمانځه د آسانه کېدلو ذریعه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 16, 2019
  0

رالېږونکی: محمد ارغند / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخٰشِعِينَ. [سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۴۵]
او په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ. په دې كښي شك نشته چي لمونځ ډیر سخت ضرور دی، مګر د چا په زړه کي چي خشوع (عاجزي) وي هغو لره هیڅ سخت نه دى.


په پورته ایات کې د خشوع (په زړه کښې د الله تعالی په وړاندې عاجزي کول)  لفظ راغلي دی، او د لمانځه د اسانولو طریقه وښودل سول، حاصل دا چې د لمونځ د سختۍ په وجه که فکر وسي نو معلومه به سي چي د انسان زړه د هر قسم خیالاتو لپاره میدان دی او د انسان زړه آموخته دی چي په هر قسم خیالاتو کښې بغیر د څه منعي څخه مصروف وګرځي او د انسان نور ټول اندامونه د زړه تابع دي، نو په همدې وجه د زړه تقاضا دا وي چي د ده ټول اندامونه دي ازاد وي، او لمونځ خو ټول د دې آزادۍ خلاف دی چې مه خانده، مه وایه، مه خوره، او مه ځه نو پدې وجه زړه د دې پابنديو څخه تنګیږي او دده تابع اندامونه هم ددې څخه تکلیف محسوسوي.


خلاصه دا سوه چي د زړه حرکتِ فکریه د دې سختۍ او دشوارۍ سبب دی نو د دې علاج په سکون سره کول په کار دی، نو پدې وجه الله جل جلاله خشوع یا په عاجزۍ سره لمونځ کول، د لمانځه د آسانولو لپاره ذریعه وښول. (په عاجزۍ سره لمونځ کول مو د زړه نور خیالات مغلوبه کوي).


(معارف القران: ج۱، پ۱، ص ۱۹۳)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په لمانځه کې څنګه خشوع پیدا کړم؟

بیان- په لمانځه کي خشوع او خضوع مراعتول

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته