تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رسول الله ﷺ دنړیوالو پوهانو په آند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 20, 2018
  0

لیکنه: استاد عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله پروفيسر هورګ رنج وايي:
 محمد صلي الله عليه وسلم ښونکی ؤ، هغه ټولنيز مصلح ؤ، دی د اخلاقو لارښود، اداري مشر، ريښتینی ملګری، وفادار مېړه او مهربانه پلار ؤ.

 

د آكسفورد پوهنتون استاد هميلتن گيب (۱۸۹۵-۱۹۷۱م.) د اسلام په هکله وايي:
” د ملكونو له چټك لاندې كولو پورته د تعجب خبره د هغوى نظم ؤ. د كلونو جګړو په پايله كې خو تمه دا وه چې ډيرې ورانۍ وسي، خو عربو سربيره پردې چې هيڅ تخريب يې شاته پرينښوده، د بيلابيلو پرګنو او فرهنګونو يو ځاى كولو ته يې لاره هواره كړه، اسلام د متمدنې نړۍ منځ ته د لوټمارو قومونو د خرافاتو په څهره كې داخل نه سو، بلكې د هغه اخلاقي ځواک په توګه راغی چې د ټولو درناوى يې ځان ته اړولی دی.

 

 اسلام د منطقي دين په بڼه راڅرګند سو چې د روم مسيحيت او د فارس زردشتي دينونه يې په خپلو ټاټوبو کې مبارزې ته راوبلل او ماته یې ورکړه.”

 

فرانسوی فيلسوف فرانسوا ماري آرويه ولتر (۱۶۹۴-۱۷۷۸م.) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي: محمد صلی الله علیه وسلم ډېر ستر انسان ؤ او عظيم شخصيتونه يې وروزل. هغه عاقل قانون جوړونكى، عادل رهبر، پياوړى امپراطور او پرهيزګاره پېغمبر ؤ.

 

فرانسوى ليكوال داكتر گوستاولوبون (۱۸۴۱-۱۹۳۱م) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
“كه د سترو شخصيتونو لويوالى او ارزښت د دوى د كړنو له مخې وارزوو، نو محمد صلي الله عليه وسلم به د نومياليو تر منځ ستر نوميالى ومنو.”

 

انګليسي ليكوال جنرال سرپرسي سايكس (۱۸۶۷-۱۹۴۹م) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي: ” محمد صلی الله علیه وسلم هغه ستر انسان دى چې ټول توان يې د شرك او بت پالنې په له منځه وړلو كې په كار واچاوه او پر ځاى يې د اسلام سوچه افكار وكرل. زه د بشريت د خلاصون په لاره كې د هغه دا ستر او بې بېلګې خدمت ستايم.”

 

برېتانوى اسلام پيژندونكى جان ديون پورت (۱۷۸۹-۱۸۷۷م.) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
“هغو ليكونكو چې د تعصب له مخې يې د توحيد د راژوندي كوونكي سپكاوى وكړ، جوته كړه، چې نه يوازې د عيسی د خير غوښتنې روحيې پرې اغيز نه دی كړی، بلكې په قضاوت كې هم په غلطه تللي. كه موږ محمد صلي الله عليه وسلم د نړۍ د نوابغو په سر كې رانه ولو؛ نو بې انصافي به مو كړې وي. آسيا باید د داسې بچې په درلودلو سره ووياړي.

 

روسي ليكوال ليون تولستوى (۱۸۲۸-۱۹۱۰م.) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:  “حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نړۍ له سترو مصلحانو څخه دى. هغه ته همدا وياړ بس دى چې وينې تويونكى وحشي قوم يې د ناوړه دودونو له منګولو خلاص کړ او د پرمختګ پر لاره يې ودراوه. له عقل او حكمت سره د همغږۍ له امله به اسلام په راتلونكې كې د نړۍ واكمن نظام وي. “

 

مېرمن بواني د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
اسلام د ټولو پېغمبرانو دین دی، دا چې زه مسلمانه، نه یم، زه په دې عقیده او باور لرم چې هغه څه چې په قرآن کریم سته؛ هغه ټول الهي دي، دا چې زه خدای منم؛ نو ځکه ویلای سم چې زه مسلمانه یم.(۱)

 

آر ايل میليمه ( R. L. Mellema) د اسلام په هکله وايي:
په اسلام کې د ورورولۍ مفکوره داسې عقیده ده چې نه رنګ، نه ژبې، نه توکم او نه هم فکر ته اړتیا لري، اسلام د ځمکې پرمخ یواځنی دین دی چې داسې مفکوره لري، د ځمکې د مخ ټول مسلمانان یو له بله سره وروڼه دي. (۲)

 

ماخذ: نبي کریم ﷺ د غیر مسلمانانو پوهانو په آند


ـــــــــــــــــــــــ
  ISLAM - THE RELIGION OF ALL PROPHETS, Begum Bawani Waqf, Karachi, Pakistan, p. 56.
 2 Mr. R. L. Mellema, Holland, Anthropologist, Writer and Scholar.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته