لیکنه: عبدالقیوم مینه وال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
له کوره را ووتم. دهغي جنازې سره ملګری سوم، چي څو ساعته مخکي يې خبر زما تر غوږو را رسېدلی و. جنازه مو پر اوږو واخيسته؛ د هديرې په لور رهي سوو.
د لاري په اوږدو کي په جنازې پسي روانو خلکو د مړي په اړه د يو او بل څخه ډول–ډول پوښتني کولې. چا يې مال ياداوه، چا يې اولادونه او چا يې نور څه.
په روانو خلکو کي يو نابلده سړي بل سړي ته وويل: وروره مړی دي خدای وبخښي؛ ده خو له دنيا څخه ځان ټول کړ او ولاړ. وروسته يې په حيرانوونکي ډول وويل: هو! رښتيا، تر شا يې څه پرې ايښي دي که يا؟ د دې پوښتني سره سم هديرې ته ورسېدو. زه هغه قبر ته چي د ده لپاره کيندل سوی و، نږدې ودرېدم؛ په همدغه ګړي قبر د حال په ژبه له ملائکو څخه وپوښتل: مړی را ورسېد؛ اوس به يې د لحد په تياره غېږ کي کښېږدي. هو! رښتيا، څه يې له ځان سره راوړي دي، که يا؟
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله،۱۳ ګڼه