تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ختیځ پيژندني موخي او اهداف (۱۰برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 10, 2018
  0

لیکنه: عبیدالله/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 

د ختيځ پیژندونکو پیژندنه :


ختيځ پیژندونکي هغه غربي پوهان (دانشمندان ) دي چې خپلې صليبي جګړې کينې او تعصب دې ته اړکړي دي ترڅو د ختيځ (اسلامي نړۍ) د علومو،عاداتو او فرهنګ په برخه کې څیړنه او تحقيق ترسره کړي ځکه دوى په دې عقيده دي چې ترڅو د دښمن (مسلمانانو) د علومو ، فرهنگ او عاداتو په برخه کې ژوره څیړنه ترسره نه شي تر هغو پورې مونږ نه شو کولاى هغه له مينځه يوسو ځکه دوى غواړي ترڅو د اسلام مبارک دين ته صدمه ورسوي او هغه له مينځه يوسي او د اسلام په هکله حقايق تحريف کړي او پرځاى يې خپل لاس وهل شوي منسوخ دينونه په نړۍ کې حاکم کړي نو د همدې موخې د لاس ته راوړلو لپاره دوى لمړى د اسلام د مبارک دين په هکله څیړنه کوي (اسلامي علوم زده کوي) او بيا وروسته د اسلام د مبارک دين او د هغه د مصادرو په هکله مختلفې ترديدونکې ليکنې کوي، کتابونه ليکي، له خپرنيزو وسايلو څخه په ګټه اخيستنې سره تبليغات کوي .

 

ختيځ پیژندونکي چې له مختلفو ډولو او طبقو څخه جوړ شوي دي همدارنګه د دوى موخې هم يو د بل په پرتله مختلفې دي د بیلګې په توګه نصارى ختيځ پیژندونکي غواړي چې د نصرانيت دين ته او همدارنګه د دغه دين د خپرونکو موخو ته خدمت وکړي ، دويمه ډله يهودي ختيځ پیژندونکي د يهوديت د موخو او اهدافو د لاسته راوړلو په منظور فعاليت کوي ، همدارنګه د ملحدو او کمونستو ختيځ پیژندونکو موخې دا دي چې الحاد خپور او له خداى جل جلاله  سره د خلکوهر ډول اړيکې پرې کړي .

 

د يادولو وړ ده چې د دغو ټولو ډلو ختيځ پیژندونکو تر ټولو لويه موخه که هغه مسيحي ، يهودي يا ملحد ختيځ پیژندونکي دي يواځې او يواځې د اسلام د مبارک دين له مينځه وړل او په اسلامي عقيده باندې د مسلمانانو د منګولو د لګولو څخه مخنيوى دی .(٢_٣١)

 

د ختيځ پیژندنې موخې (اهداف): 
   ختيځ پیژندنه (استشراق)  يو لړمهمې او خطرناکه موخې لري چې ځينې مهمې او عمده موخې يې په دوه ډوله دي :
الف : په کلي ډول د اسلامي فکراوعقيدې نابودي اوله مينځه وړل کوم چې د لوېديځوالو او د هغوى د لاس وهل شويو (تحريف شويو) دينونو په وړاندې ستر خطرګنل کيږي .

 

ب : _ له اسلام څخه د لوېديځ والو مخ  اړونه او د دغه دين د منلوڅخه مخنيوى.

 

د وخت او ځاى د کموالى له امله لازمه ده چې يواځې لمړنۍ موخه په لاندې ډول په څوعنوانونو کې تر څیړنې لاندې نيسو:

 

   ١ _ د اسلام د مبارک دين په هکله : لوېديځوال غواړي چې د اسلام د مبارک دين د حقانيت او الهي توب په هکله د بشري نړۍ او بيا په خاصه توګه د مسلمانانو په زړونو کې شک او ترديد پيداکړي د بیلګې په توګه ختنځ  پیژندونکي خلکو ته داسې وايي چې اسلام کوم الهي دين نه دي بلکه قدیمي خبري دي .(۲)

 

    ٢_ د قرآن کريم په هکله : همدارنګه ختيځ پیژندونکي غواړي چې مسلمانان د قرآن عظيم الشان په هکله په شک او ترديد کې واچوي او وايي چې قران کوم الهي کتاب نه دی او کله چې دوی ته د قران کريم هغه تاريخي حقايق مخ ته راځي چې د پخوانيو امتونو په هکله يې کړي دي نو دوى د مکې د مشرکينو په شان پوچ دلايل وايي چې ګويا رسول الله ﷺ د پخوانيو امتونو د احوالو په هکله د چاپيريال د تاريخ پوهانو څخه زده کړه کړې وه .

 

     ٣_د نبوت اونبوي احاديثو په هکله : د يهودي او مسيحي ختيځ پیژندونکو دريمه موخه د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د نبوت په هکله د شک او ترديد اچول دي او په ډاګه سره خلکو ته لکه د مدينې منورې د يهودو په څیر داسې خبرې کوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د خداى جل جلاله لخوامبعوث شوى نه دی يعنې دا هغه نبي نه دی چې الله جل جلاله يې په تورا ت کې يادونه کړې ده .

 

         همدارنګه د دوى بله موخه دا ده چې مسلمانان د نبوي احاديثو په هکله شکمن کړي ځکه دوى پوهيږي چې نبوي احاديث په اسلامي امت کې د ټولو فرامينو او قوانيو دويمه لويه سرچينه ده او کله چې په دې هکله شک او ترديد ايجاد کړاى شي نو د احاديثو تشريعي او قانوني حيثيت له مينځه ځي د همدې موخې لپاره مشهور يهودي ختيځ پیژندونکی (ګولډزيهر) چې د ګردو اسلام دښمنه ختيځ پیژندونکو رهبرګڼل کيږي هغه له احاديثو څخه چورلټ انکار کړى دى .

 

     ٤_د اسلامي امت د ائمه وو په هکله : د ختيځ پیژندونکو پنځمه موخه د اسلامي امت د امامانو د علمي حيثيت او د هغوى د صادقانه ديني خدمتونو په هکله د مسلمانانو شکمن کول دي د بیلګې په توګه : ګولډزيهر(ختيځ پیژندونکی) د اسلامي عالم امام زهري رحمه الله په هکله ويلي دي چې هغه بني اميه ته او په ځانګړي ډول عبدالملک ته له خپل ځان څخه احاديث جوړول په داسې حال کې چې د اسلامي امت په نزد امام زهري د حديثو د روايت کونکوله ډلې څخه له ټولو څخه زيات ثقه شخصيت دی .

 

       همدارنګه همدې ختيځ پیژندونکي (ګولډزيهر) د امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله په هکله ويلي دي چې : امام ابوحنیفه له اسلامي تاريخ څخه دومره ناخبره وه چې حتى دا نه وه ورته معلومه چې د بدرغزا لمړى تیره شوې او که د احد غزا، پداسې حال کې چې د امام صاحب شاګردانو امام ابويوسف او امام محمد شيباني د غزواتو په هکله ستر ستر کتابونه ليکلي دي نو دا به کوم عقل ومني چې شاګردان دې په غزواتو کې دومره ستر ستر کتابونه وليکي او استاذ دې له غزواتو څخه نه وي خبر! (١_١٠٤_١١٢)

 

٤_د ختيځ پیژندنې وسائل :
      ختيځ پیژندنه ډېر زيات وسايل لري چې د هغو په واسطه ختيځ پیژندونکي خپلې موخې لاسته راوړي چې دغه وسايل په دوه برخو وېشلاى شو:

 

الف: مستقيم وسايل :
دغه وسائل په ښکاره ډول د يوې څرګندې پديدې په توګه په لاندې شيانو کې شتون لري :

 

١:کتابونه 
٢_نړیوال دايرة المعارفونه او سترستر معاجمونه        
٣_ورځپانې ، مجلې او خپرونې    
٤_انجمنونه ، لیدنه کتنه او کنفرانسونه 
٥_د اسلام د مبارک دين په هکله د شک او شبهې رامينځ ته کول 
٦_اسلامي فقهې اوعربي ژبې ته بد او رد ويل او د اسلامي فقهاوو بدنامول
٧_د اسلام د تاريخ څخه د مخه د زړو تاريخي اثارو بيارغونه

 

ب: غيرمستقيم وسايل :
        دغه وسايل د مستقيمو وسايولو په پرتله ډېر ژوندي او خطرناکه ګڼل کيږي دغه وسايل دومره پټ اومرموز دي چې اغیزې به يې د ډېرې مودې له تیرېدو څخه وروسته ښکاره شي دغه وسائل کولاى شو په لاندې ټکو کې تر څیړنې لاندې ونيسو:

 

١_ هغه پوهنتونونه چې ختيځ پیژندونکو جوړ کړي دي او يا هغه څانګې چې د همدې موخې لپاره په غربي پوهنتونونو کې جوړې شوي دي .
٢_ د دغوپوهنتونونو هغه شاګردان چې مسلمانان دي او له ختيځ پیژندونکو څخه يې زده کړه کړې ده او له دې پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي د ختيځ پیژندنې د افکارو او بنسټونو په خپرولو کې  داسې مهم رول لوبولى شي چې د هغوى ختيځ پیژندونکي استاذان هم ترې عاجز دي ځکه دوى په اسلامي جامه کې د اسلام او د اسلامي بنسټونو په وړاندې فعاليتونه ترسره کوي او ديني بنسټونو ته ضربه رسوي او د الله عزوجل ، رسول الله ﷺ ، قران او حديث ، اسلامي فقه او د سترو سترو اسلامي شخصيتونو په هکله شک او تردېدونکې خبرې کوي.(٢_٣٤_٣٥)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته