تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول اکرم ﷺ احسانات، دفاع او نصرت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 3, 2018
  0

الحمدلله الصلاة والسلام علی رسول الله!

لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مځکي پر مخ تر ټولو اشرف مخلوق محمد رسول الله ﷺ دی چي الله تعالی د درست عالم د هدایت لپاره د اخري نبي په حیث رالېږلی دی نو ځکه پر ده ایمان لرل، تر هر چا محبت ورسره کول، پوره تعظیم او دفاع یې کول د هر مومن فریضه ده او پر مسلمانانو دا لازم دي.

 

امته! هغه نبي کریم ﷺ در یاد کړی چي زما او ستا د هدایت لپاره یې ۱۳ کاله د قریشو ظلمونه وزغمل! د قریشو لخوا یې د قحطۍ شپې او ورځي په لوږه او تنده تیري کړې، زخمونه او دردونه یې وګالل، ویني یې وبهېدې، دوستان یې په ظلم او وحشت سره قتل سوه، اوښکي یې توی کړې ترڅو زه او ته هدایت ترلاسه کړو.

 

هغه مهربانه رسول ﷺ یاد کړو چي ۱۰ کاله یې په مدني دور کي د کفارو د یرغلونو په وړاندي په سختو شرایطو کي دفاع وکړه او د الله تعالی دغه څراغ (اسلام) یې ځلانده وساتئ ترڅو تر ما او تا پوري راورسیږي.

 

زموږ د نجات لپاره به ټوله شپه پر لمانځه ولاړ وو، پښې به یې وپړسېدې، روژې به یې په مسلسل ډول نیولې ترڅو پر امت یې مرحمت وسي، تر ډيرو نعمتونو تیر سو ترڅو موږ ته ژوند اسانه سي...

 

هغه سردار عالم ﷺ در یاد کړی چي د قیامت په ورځ به نور انبیاء علیهم السلام د نفسي نفسي ږغ کوي، ټول انسانیت به په لوی غم اخته وي، داسي غم چي اوږدوالی یې ۵۰ زره کاله دی! ټول دوستان به را څخه پټ وي، الله عزوجل ته به داسي قهر ورغلی وي چي بل هیڅ وخت نه دی ورغلی! په دغسي سخت حالت کي به یوازي رسول الله ﷺ رامخ ته سي او سر پر سجده به رب العالمین ته حمد وايي چي هغه راضي کړي چي شفاعت قبول کړي، بیا به د امتي امتي درخواست کوي!

 

که موږ د ارزښتونو خبره کوو نو تر رسول الله ﷺ به بل څوک ارزښتمن وي چي ۱۴۰۰ کاله مخکي یې زموږ لپاره هغه سختۍ ګاللي دي چي نه زموږ مور او پلار ګاللي دي او نه موږ خپله؟!

 

د رسول اکرم ﷺ نصرت او دفاع پر هر مسلمان قولاً، فعلاً او قلباً فرض ده. او دده مبارک په شان کي ادنی ګستاخي او بې ادبي یو عظیم منکر او جرم دی چي مخنیوي یې فرض دی، حدیث شریف کي راځي:

 

((مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا، فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أَضْعَفُ الإِيمَانِ)). رواه مسلم

رسول الله ﷺ زموږ مرستي ته هیڅ اړتیا نلري ځکه الله رب العزت یې مخکي هم مرسته کړې ده اوس یې هم نصرت کوي:

 

إِلَّا تَنصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُوا ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ۖ فَأَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُوا السُّفْلَىٰ ۗ وَكَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ. (توبه:۴۰)

 

بل ځای فرمايي: وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ. (الایة)

 

او د مستهزینو په اړه فرمايي: إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ. (الایة)

 

د خوښۍ ځای دا دی چي دده مبارک نصرت او دفاع کول خپله زموږ د نجات ذریعه ګرځي!

 

الله تعالی فرمايي: إِنْ تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ. (محمد:۷)
یعني که تاسي د الله د دین او رسول نصرت او کومک وکړی الله به مو د دښمن په مقابل کي مرسته وکړي

 

الله تعالی هغه کسان کامیابه بللي دي چي د رسول الله ﷺ نصرت وکړي: ...أُوْلَئِكَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ. (اعراف:۵۷)

 

کله چي د رسول الله ﷺ په حق کي تجاوز کیږي نو دلته پر مسلمان لازمه ده چي دفاع او نصرت وکړي، کله چي یې دفاع وکړل نو دا دده پر ایمان او اسلامي غیرت دلالت کوي. صرف کافر او منافق ددې مخنیوی کوي مګر مومن د خپل حبیب ﷺ د میني او محبت په خاطر په قهر کیږي.

 

مسلمان لکه څنګه چي ایمان، لمونځ او نور احکام لازمي بولي دغسي د نبي کریم ﷺ نصرت او دفاع ورباندي لازمه ده ځکه د نبي ﷺ په حق کي طعن اصلاً پر اسلامي شریعت طعن دی، کفار ددغه شریعت مقابله کول غواړي. او مسلمان باید د خپل شریعت او خپل نبي دفاع او نصرت وکړي.

 

بل دا چي د رسول الله ﷺ پر موږ ډير زیات احسان دی، دده مبارک په برکت الله هدایت راته راکړی، د تارکیو څخه یې رڼا ته راوستو، که د الله فضل پر موږ نه وای نو د کفر او شرک په لویه ګمراهي کي به لویدلي وای، د کفارو او منافقانو سره به په جهنم کي وای نعوذبالله !

 

لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولا...(آل عمران: ۱۶۴)


پر موږ دا لازمه ده چي ټول د رسول الله ﷺ د دفاع او نصرت لپاره یو د بل سره مرسته وکړو.

 

لاس تر زني به نه کښېنو!

ویلډرز خبیث تیره ورځ لیکلي وه چي: 


"داسي ژر د فتحي او کامیابۍ ادعاء مه کوی، زما ستاسي مسلمانانو سره کار ندی خلاص سوی!

ستاسي وحشت او بربریت به زه په نورو لارو او طریقو رسوا کړم."

 

ګیرټ ویلدرز خبیث چي د ځوانۍ څخه یې د یهودو سره تعلق دی او (۴۰) واره اسرائیلو ته ورغلی دی نو معلومه خبره ده چي دا ټوله شیطاني دسیسې یهود پلانوي.

 

ویلډرز په ډيرو سختو امنیتي شرایطو کي اوسیږي حتی د خپلي ښځي سره د لیدو وخت نلري او دا وايي چي دا ډول سخت حالت زما پر هغه سخترین دښمن لا ندي پېرزو نو معلومه ده چي دا خبیث خود مختاره نه دی بلکي د یهودو لخوا پر شا ټکول کیږي.


کفار دا ګستاخي پدې وجه هم کوي چي د کفري نړۍ رعیت ورځ تر بلي د اسلام په ښایست خبریږي او اسلام قبلوي، چي دا پر سرسختو کفارو ډيره بده لګیږي ځکه د دوی ډیر لوړ سیاسي، اقتصادي او فرهنګي کارونه د زیان سره مخ کیږي. دوی غواړي په مسلمانانو کي د دین هغه پاته جذبه ختم کړي او لکه اسلامي قوانین چي يې د هیوادو څخه ایستلي دي دغسي غواړي مسلمانان د ژوند څخه د اسلام تعلیمات وباسي او د اسلام په اړه یې متنفره کړي.

 

نو لکه دوی چي د اسلام ضد تبلیغات خپله دنده ګرځولې ده موږ خو باید په طریقه اولی د اسلام حقانیت او د کفر وحشت او بربریت رسوا کول خپله ورځنۍ وظیفه وټاکو.

 

موقع: د خپل مهربانه نبي ﷺ دفاع د الهي نصرت موقع ده! زموږ اعمال ډير خراپ دي، که موږ په دغه وخت کي د رسول الله ﷺ ادنی دفاع وکړو الله رب العزت به لکه څنګه چي یې وعده کړې ده زموږ نصرت وکړي (إِنْ تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ


اوس لا جذبې تازه دي باید هر مسلمان ځوان د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د دفاع لپاره مناسبي لاري چاري عملي کړي.

 

دا چي نصرت يې په څه ډول کیږي؟ پدې اړه یو څو لاري چاري په لاندي ډول دي:

 

علماء کرام او علمي اشخاص: 
د دین دفاع لومړی د علماء کرامو وظیفه ده چي پداسي مواردو کي اواز پورته کړي او د مسلمانانو هره طبقه اګاه او خبره کړي.

 

- د دین د نصرت او دفاع لاري چاري وروښيي. پدې اړه باید د ټولو ولایتونو علماء کرام، اسلامي مراکز، دارالافتاوي، مدارس... اعلامیې نشر کړي، احتجاجیه غونډي جوړي کړي او پرېکړي صادري کړي.

 

- په علمي ډګر کي د نبي کریم علیه السلام د دفاع لپاره علمي ګامونه پورته کړي. پر منبر خلګو ته پدې اړه لازمي لارښووني وکړي، د نبي کریم ﷺ د مرحمته ډک پیغامونه، اخلاق او د ژوند حالات بیان کړي، عوامو خلګو ته د سنتو اعمالو ارزښت بیان کړي او د کفر د ابدي دښمنۍ څخه يې خبر کړي.

 

- که علماء کرام پدې اړه لومړی د ولایتو په سطحه او بیا د نړۍ په سطحه یوه ځانګړې اداره جوړه کړي لکه څنګه چي د ختم نبوت نړیواله اداره ایجاد سوې ده نو پر وخت به مسلمانانو ته لازمي لارښووني کوي.

 

- علماء کرام باید پداسي وخت کي سمدستي اړوندو ټولو چارواکو ته پيغامونه واستوي او پدې اړه یې اقدام ته وهڅوي.

 

- د مقارنة الادیان ماهرین کسان دي د تحریف سوي بایبل د ظلم او وحشت عبارتونه او احکام راجمع کړي او په پښتو، دري او انګلیسي ژبه دي يې ددغو مغرضو کسانو پر لیکونو (پوسټو) نشر کړي.

 

- د کفارو د ظلمونو او وحشتونو تاریخي پس منظر دي عام کړل سي او د دوی پر لیکونو دي په تبصرو کي نشر سي.

 

- په پوهنتونو او مکاتبو کي دي د سیرت مضمون لازمي وګرځول سي، د لوړو زده کړو وزارت دي مجبور کړل سي چي نبوي سیرت د نصاب دایمي او اساسي مضمون وګرځوي، د شرعیاتو پوهنځی استادان دي د یوې غونډي په ترڅ کي دا موضوعات ابلاغ کړي او ټول محصلین دي ګډون پکښي وکړي.

 

- هغه پاته سوي سنتونه دي ټول عوامو خلګو ته ابلاغ کړل سي چي په ټولنه کي یې ځای غلطو عقاید، بدعاتو او خرافاتو نیولی دی.

 

- د هر ولایت په سطحه که په اسلامي مراکزو (مدارسو) کي یوه څانګه د نړیوال تبلیغ لپاره جوړه سي چي دغه مقاصد پکښي حاصلیږي نو به مو د نوی عصر ځوانان په دغه دعوتي موضوعاتو کي هم شامل سي.

 

- علماء کرام او بانفوذه کسان دي ټول عوام او خواص خبر کړي چي پدې اړه دي هیڅ غیر شرعي عمل او کړنه نه ترسره کوي او نه دي د دین په نامه فساد کوي او ددې کار د عواقبو او زیان دي ورته بیان کړي. ټول کارونه به د معتبرو او د بصیرت لرونکو علماء کرامو په مشوره ترسره کیږي ځکه د دین کار په جوش نه کیږي په هوش کیږي.

 

ځوانان:
• کوم ځوان چي خپل صورت د ګیرټ ویلډز په شان جوړ کړی وي هغه دي د خپل مهربانه نبي ﷺ د سنتو مطابق ځان جوړ کړي او د ویلډرز سره دي مشابهت نه پرېږدي.

 

• د مسلمان ځوان لپاره تر ټولو مهم کار د سیرت لوستل دي، چي پدې سره به هر ډول معلومات د خپل مهربانه نبي ﷺ په اړه ترلاسه کړي.

 

• د اسلامي زده کړو لپاره دي یو منظم پلان جوړ کړي او په مسلسل ډول دي مطالعه پیل کړي ترڅو د اسلام په دفاع کي مهم رول ولري.

 

• هغه کتابونه دي ولولي چي د سنتو اړوند وي ترڅو سنت اعمال را ژوندي سي.

 

• د بدعتونو څخه باید په کلکه ځان وساتو ځکه بدعت کول نبي کریم ﷺ ناراضه کوي.

 

• د ژوند ټول کړه وړه باید د نبوي سنتو مطابق وي، لکه نکاح، غم، ښادي، کورنی ژوند، ټولنیز ژوند، زده کړه، کاروبار او داسي نور.

 

• د ټولنیزو شبکو د لاري دي هره ورځ یو دیني معلومات نشرول پر ځان لازم کړي چي هم دده لپاره زده کړه سي هم د نورو لپاره.

 

• د نبي کریم ﷺ د رحمته ډکي ویناوي یا دده مبارک په اړه د پوهانو ویناوي چي په انګلیسي ژبه پر عکسو لیکل سوي وي هغه دي نشر ته سپاري.

 

• کله چي سید عالم ﷺ په اړه یوه داسي ګستاخي او بې ادبي کیږي نو ځوانان دي سمدستي د چارواکو ادرسو ته پیغامونه ور استوي ترڅو هغوی خپله وظیفه پدې اړه اجراء کړي.

 

• او د هغه اړوند هیواد سفارت او مشهورو کسانو ته دي پدې اړه وضاحت کوي او ددې کار د خطرناکو پایلو څخه دي یې خبروي.

 

• د اړوند هیواد صادرات باید د یوه لیست له مخي په ټولنیزو شبکو کي عام کړل سي.

 

• هر ځوان دي په داسي یو حالت کي ځان ته یو هدف وټاکي چي زه به په ټولنیزو شبکو کي نشرات کوم، د نبي علیه السلام د سیرت په اړه به لیکني کوم، د خپل محبت اظهار به کوم، پدې کار کي به عملي ګامونه پورته کوم، د مغرضو کسانو سره به مناظره کوم، د خپلو حسنه اخلاقو په رڼا کي به هر څه ترسره کوي.

 

• ویلډرز خبیث او دده امثالو ته دي د اسلام د حقانیت او ګټو اړوند لیکني واستوي.

 

• د اسلام د مرحمت پیغامونه (ایتونه، احادیث او واقعات) دي په مورنۍ او انګلیسي ژبه تر مسلمانانو او غیر مسلمانانو ورسوي.

 

امراء او چارواکي:
تر ټولو لویه دنده پداسي حساس حالت کي د امراؤ ده، دا چي د مسلمانانو پر مځکه دوی حاکم دي باید پداسي یو خطرناکه حالته کي رامخ ته سي، لکه څنګه چي د هالنډ د پارلمان یو خبیث د اسلام سره عناد خپله موضوع ګرځوي امراء دي اسلامي غیرت ښکاره کي او دده سره دي دښمني او د اسلام محبت دي خپله موضوع وګرځوي، پدې اړه دي مجالس جوړ کړي، د اړوند هیواد سفیر او ددې هیواد نوري ادارې او مؤسسات دي ددې غیر اخلاقي کار د عواقبو څخه وبیروي، د رسول الله ﷺ سره دي د خپلي میني اظهار ښکاره کړي، اواز دي تر اسلامي کانفرانس او بین الملل پوري ورسوي او د ټولو اسلامي هیوادو سفارتو ته دي سپارښتنه وکړي چي ورته عمل اجراء کړي.


د اسلامي هیوادو د اوقافو ریاستونه دي پدې اړه یو پلان ولري او سمدستي دي لاس په کار سي. پداسي یو حالت کي د اوقافو سکوت په هیڅ صورت د توجیه وړ ندی.

 

رسنۍ:
رسنۍ دي د کفري کلتور د فحش او منکراتو خپروني نور بس کړي. 
د هیواد ازادي رسنۍ ته امر وسي چي پدې اړه په صحیح طریقه سره د مسلمانانو غبرګونونه منعکس کړي او د کفارو دسیسې او کړغېړنو اعمالو ته دي خاص پوښښ ورکړي.

 

تجاران او اطاق تجارت:
د هیواد تجارتي خونه یا اطاق تجارت دي سم دستي د اړوند هیواد سفارت ته اخطار ورکړي چي که دوی ددې جرم څخه لاس په سر نه سي نو د دوی د هیواد ټول صادرات او شرکتونه به بندیږي او بیا به په اینده کي هیڅکله ددې هیواد تجارتي توکي دې هیواد ته نه داخلیږي.

 

ځوانان ددې کارو د عملي کیدو د پاره په خپل منځ کي یو ګروپ تشکیل کړي، پورته طبقو ته دي یاداوري وکړي.

 

تاسو د اتفاق او اتحاد اغیز ولیدی چي د هالنډ د پارلمان خبیث ویلډرز د امت د یووالي څخه وبیرېدې او د خپل جرم څخه لاس په سر سو، خو دا خبره یې هم وکړه چي زه به د اسلام دښمني د نورو لارو څخه کوم نو الله تعالی دي توفیق راکړي چي پدې اړه بې تفاوته پاته نه سو.

 

که په لیکنه کي کومه غلطي وه راته په نښه یې کړی. اجرکم علی الله!

 

وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد واله واصحابه اجمعین

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته