تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره مينه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 25, 2018
  0

لیکنه: خیال محمد خادم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

الله تعالی د خپل محبوب په شان کي خورا بلیغ الفاظ استعمالوي او فرمايي:

قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (آل عمران:31)

ترجمه: (اې پیغمبره! خلکو ته) ووایه «که تاسي په رښتیا له الله سره مینه لری، نو زما د پیروۍ لاره غوره کړئ، الله تعالی به پر تاسي خپل محبت عنایت کړي او ستاسي خطاوي به دروبخښي او الله ډېر بخښونکی او د رحمت څښتن دئ.

 

له حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت دئ، چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغلی، وئې ویل«اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم، په الله تعالی قسم،چي تا تر خپل ځان، کورنۍاو ګران زوی، ګران او محبوب ګڼم، کله چي په کور کي تا را یادوم نو آرام له لاسه ورکړم، د صبر کاسه مي ډکه سي، تر څو چي ستا حضورته رانه سم او ستا مبارک مخ ونه وینم، کله چي زما او ستا مرګ رایادوم داسي انګېرم، چي ته به په جنت کښي د نورو پیغمبرانو سره ملګری يې، نو سخت بېرېږم، چي په جنت کښي ستا فراق محسوسوم.

 

نبي علیه الصلاة والسلام تر هغو دې پوښتني ته جواب ورنه کړی، ترڅو حضرت جبرایل امین علیه الصلاة والسلام راغلی او د سورةالنساء (۶۹) مبارک آیات ئې تلاوت کړی:

(وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا)(النساء: ۶۹)

ترجمه:او څوک چي د الله تعالی او پیغبر 3 اطاعت وکړي، نو د هغو خلکو ملګری به وي، چي الله رب العزت پېرزوینه ورباندي کړې ده یعني پیغمبران 9، رښتیاویونکي،شهیدان او صالحان X. د هغو څونه ښه ملګرتیا ده، چي کله چاته په برخه سي.

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د میني او محبت خبره د هغو مؤمنانو په زړونو کي ځای نیسي، چي دده صلی الله علیه وسلم مرتبه او مقام وپيژني، دده صلی الله علیه وسلم سره مینه د ایمان لوی نښان دئ،پرهر نارینه او ښځینه ئې مینه فرض ده او د انسان ایمان بې له دې میني نه سي کاملېدلای.

 

ولي به د مهربان او مینه ناک پيغمبر صلی الله علیه وسلم مینه پر نورو مینو وړاندي نه وي !؟

 

په داسي حال کي، چی د خپل امت محبت ئې پر ځان لازم ګڼلی وو، داسي محبت چي مهربان والدین ئې د خپلو اولادونو سره نه لري؛ بلکي له هغه څخه هم زیات. پیغمبر صلی الله علیه وسلم دې امت ته بلنه ورکړه، مهرباني ئې باندي وکړل، ددې امت په هکله ئې د لارښووني او خلاصون دعا وکړه، د ډېري میني او مهربانۍ له وجهي ئې ددې امت پر حالت ژړلي دي.

 

هغه صلی الله علیه وسلم ددې لیوال وو، چي کاشکي خپل راتلونکی امت وویني، نو په دې توګه دداسي میني احساس د امت په زړونو کي د یو نسل څځه بل نسل ته دوام پیداکړ.

 

بلې هو! د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره د میني نښي نښانې د بل هر محبوب په پرتله ډيري واضح او څرګندي دي، نو باید دده تعظیم او درناوی وسي، د کړنلارو پيروي ئې تر سره سي او بې حده درود ورباندي وویل سي.

 

ښه! د رسول لله صلی الله علیه وسلم سره د میني او محبت تر ټولو څرګنده نخښه نو څه ده؟!

 

پتمنو لوستونکو! هغه داده، چي ورسره د دین په خپرېدو کي مرسته وسي، دده صلی الله علیه وسلم پر کړنلارو حریص واوسو او سنت ئې د ژوند مشال وګرځوو، داسي مشال چي درڼا سره جمال هم لري.

 

قدرمنو! صحابه کرامو په خپل ژوندانه کي دهغه سره ځانګړې مینه داسي انځورکړې وه، چي ځان والدین او هر څه ئې تر قربانول، دده صلی الله علیه وسلم سره ئې بې مثله محبت اوځانګړې مینه اوج ته رسېدلې وه، تاریخ د ابوبکر صديق، عمر الفاروق، سعد بن ابی وقاص، عثمان بن عفان، عاصم، حمزه، خبيب، بلال او نورو صحابه کرامو رضی الله عنهم د ميني او محبت قصې هيڅلکه نه سي هېرولای، دا واقعات تاریخ پر خپلو پاڼو خورا خوندي لیکلي دي او لابه هم پاته وي ان شاءالله.

 

یو عالم ته په تصور کي داسي ورګرځي، چي آیا تر ده به هم صحابه وو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره محبت درلودی. د شپې خوب ویني، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په موټرکي وي او موټر پر یو لوړ ځای نه سي ختلای، آخر موټر شاته تګ شروع کړي، نوموړی ئې ټیرونو ته دستي ډبري ایږدي، په داسي حال کښي، چي صحابه کرام ډېر تېز راسي او خپل سپېڅلي سرونه د موټر ټېرونو ته کښيږدي. دې ته حقيقي محبت او رښتينې مينه وايي! رښتیا هم داسي محبت وو، چي مهربانه مور ئې د خپلو اولادونو او اولادونه ئې د خپلي مورکۍ سره نه لري؛ ځکه

(يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ (۳۴) وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ (۳۵) وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ (۳۶) خو رسول الله صلی الله علیه وسلم به څه وايي؟ اُمّتي- امتي.

 

ددې له پاره، چي د خپل محبوب صلی الله علیه وسلم سره محبت زیاتوالی ومومي، باید صورت، سیرت او کړه وړه ئې مطالعه کړو، صفتونه او خویونه ئې معلوم کړو، زیات درود ورباندي ووایو او په جنت کي ئې د لیدلو لیوال واوسو. الله جل جلاله موږ ته لارښووني وکړلې، د ظلمت له هلاکت څخه ئې وژغورلو او د هغه صلی الله علیه وسلم د امت سعادت ئې راته عنایت کړی.

 

د هغه صلی الله علیه وسلم په واسطه ویني، ابروګاني او روحونه وساتل سول او دده صلی الله علیه وسلم میني په زړونو کي ځای ونیوی، دد ښتو او صحراوو ډبرو او درختو ورسره مینه ښکاره کوله او په دې توګه ټوله دې ته چمتو سول، چي دده صلی الله علیه وسلم په مینه کي هر ډول قرباني وزغمي، نو پرتا دي درود او ستاینه وي اې د الله رسوله! صلی الله علیه وسلم او الله عزوجل دي ډېره غوره بدله در په برخه کړي. (صلوات الله و سلامه علیه وعلی سائر انبیاء الله، اجمعین)

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته