تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څاڅکۍ وساتئ!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 11, 2018
  1

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

اوبه حیاتي ماده ده، هغه لوی نعمت دی چي اسلام يې د هر بې ځایه څاڅکي د سپمولو حکم کړی دی. د اوبو په برکت عبادات ترسره کیږي او د ژوند مهمي چاري لکه بریښنا او انرژي (تیل) د اوبو سره مستقیم تړاو لري. په نړۍ کي داسي هیوادونه، ښارونه او علاقې سته چي د اوبو د قحطۍ څخه هره ورځ کړیږي.

 

 

که د اوبو څاڅکي وسپموو، لوی الهي حکم به مو عملي کړی وي او د اوبو د قحطۍ څخه به ان شاء الله په امن یو. لاندي څو لاري د اوبو ډيره سپما راولي:

 

۱: د مسواک یا برس کارولو په وخت کي نولکه بنده کړئ.

 

۲: یو خالي بوتل چي د ډبرو ډک وي د کموډ په ټانکۍ کي کښېږدئ ترڅو هر ځل لږ اوبه ور څخه خارج سي.

 

۳: د اوبو هغه نولکیاني او پیپونه ژر تر ژره اصلاح کړئ چي لیک ولري او اوبه تویوي.

 

۴: د کموډ څخه د کثافت دانۍ کار مه اخلئ چي کچره ور غورځوی او بیا اوبه پسي توی وی.

 

۵: د غسل کولو په وخت کي دوې دقیقې سپما راولی. هغه اله په اوپاش کي نصب کړئ چي هوا او اوبه سره ګډوي.

 

۶: موټر او وسائط په پیپ مه پریلوئ بلکي په یو سطل اوبو یې پریلوئ.

 

۷: د موټر پریوللو د پاره بوتلي سپرې وکاروئ (کوم چي هنداري په پریولل کیږي).

 

۸: د چمن د اوبو کولو لپاره که د پیپ پر ځای پاشونکې نولکه یا اوپاش استعمال سي نو زیاتي اوبه سپمیږي.

 

۹: د اوبو د ټانکۍ پیپ باغچې یا حوض ته وصل کړئ.

 

۱۰: ماشومانو ته د اوبو د سپما لاري چاري ور زده کړئ (هغه د بازیو شیان را کم کړئ چي اوبه کاروي.)

 

۱۱: کله چي کالي پریولی نو ماشین ډک کړئ ترڅو د بیا بیا پریولو په وخت کي اوبه وسپمیږي.

 

۱۲: د اوبو د سپما د اسبابو یو تجارتي کاروبار شروع کړئ.

 

څیړني ښيي چي تازه اوبه د ټولي مځکي ډيره لږ برخه تشکیلوي پداسي حال کي چي د مځکي ۷۰٪ برخه په اوبو پوښلې ده خو ددې اوبو څخه پر مځکه صرف ۲،۵٪ تازه اوبه لرو هغه پاته يې مالګیني او د بحر اوبه دي. پدې ۲،۵٪ کي صرف ۱٪ تازه اوبو په اسانۍ سره ترلاسه کیږي چي اکثره یې په واورو کي بندي دي. خلاصه دا چي یوازي ۰،۰۰۷٪ د مځکي اوبه سته چي د نړۍ ۶،۸ میلیارډه انسانان اوبوي او تغذیه کوي. (NG)

 

یو څاڅکۍ اوبه ساتل لوی بدلون راولي.

ټولي تبصرې (1)
عبدالقدیر پوپل
July 15, 2018

الله پاک دی پر قلم برکت که ، ډیر د معلوماتو نه ډک مطلب مو  ژباړلی او ان شاالله چی په ژوند کی د عملی کولو هځ کوم
د بلی داسی په زړه پوری او ګټی نه دګ لیکنی په هیله
په ردنښت
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته