تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ستاسو عزت ستاسو په کړنو کې دی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 27, 2018
  0

صبور ګل صابر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ټولني د ښیرازۍ یو ډېر مهم راز،  چې د ټولنې د ټولو خلګو زړونه سره ورباندي تړل کیږي،  او په ټولنه کي یو د بل د احترام او درناوي سبب کیږي، هغه د وګړو په خپل منځ کې شفقت او مهرباني ده.


زمونږ د ټولني یو ډېر بد دود دا دی، چې کله  کوم څوک ګناه او یا بدې کړنې کوي، په ځای د دې چې په یاد کس زړه وسوځو،  او په مینه شفقت یې له هغه کاره راوګرځوو، هغه کس بد ایسوو، کرکه ورڅخه کوو،  او لا یې هم په ټولنه کې رسوا کوو،  ولې اصل کې تر ټولو د شفقت او رحم وړ هغه څوک دی،  چې دی په ناپوهي کې په بدو کړنو سر وي، او که موږ قراني او نبوي اصل ته پام راوګرځوو، او په ټولنه کې دا دود عام کړو چې د بدو کړنو په کوونکي رحم وکړو او په مهرباني ورته د بد کار پایلي په ډاګه کړو، کله به هم په ټولنه کې بد کس او بدې کړنې ونه وینو.


د تاسف ځای دادی چې مونږ  ځانو ته مسلمان وایوو، خو د اسلام او مسلمانۍ ټول هغه زرین اصول چې په ټولنه کې رڼا خپروي، هغه مو شاته اچولي او د خپل ناسم فکر ښکار ګرځيدلي یوو،  تر دې لاهم بده داده چې همدا کار په ډېر ویاړ او فخر کوو او دا فکر کوو چې ګواکې زه خو د فلاني بد کس بد نورو ته بیانوم، ولې دا لار هیڅ علمي اړخ نه لري او یوازې د ټولنې او خلګو په خپلمنځي مینه منفي اغیز شیندي،  مونږ چې کله د ټولنې په کوم درد لیکل کوو،  هغه درد مو په ټولنه کې لیدلی وي،  نو ځکه اړ کیږو او خپل احساس مو ځوروي، چې باید کرار ورته نه کینو، تر څو هر اړخیز کوشش وکړو چې بد دود او دستور له ټولني څخه ورک کړو او په ځای یي داسي لار جاري کړو،  چې هغه لار هم اسلامي او هم انساني روایات ولري.


کله چې مونږ له لوی رب متعال ذات څخه د رحم  غوښتنه کوو، نو مونږ هم باید پخپل  ځان کې د رحم ماده تثبیت کړو،  کله چې رحم، شفقت او مهرباني په کور او  کلي کې ګډه کړو د یو بل له حاله ځان خبر کړو یو د بل پوښتنه وکړو،  یو بل وپیژنو یو د بل په وړاندي له رحم څخه کار واخلو مونږ به ټول لکه یو وجود او یو تن داسي جوړ شو، کله چې یو تن جوړ شو نو که په ټولنه کې مو کوم کس بدو کړنو ته لاس اچوی هغه به داسي وي لکه د وجود کوم غړی مو چې رنځور وي،  طبعي ده چې د خپل وجود د غړي په درد کې  هر کس  له ټولو هغو لارو چارو کار اخلي چې د وجود غړي ته یې فایده رسیږي،  نه دا چې کله یې د وجود په کومه حصه درد راشي سمدلاسه یې پرېکوي، بلکې  ډاکټر ته ځي دوا ورته اخلي او د جود د هغې حصې ښه دوا یې کوي،  نو که د ټولنې بد کس هم د وجود غړی وګڼل شي،  او په ده پسې بد ونه وايي،  خو هغه لامل پیداکړي چې دی یې دې بد کار ته رسولی دی،  او هغه لامل ورک کړي،  دا به داسي وي لکه د خپل تن د غړي دوايي چې یې کړې وي، خو دا هلته کیدلای شي،  چې مونږ په ټولنه کې رحم دود او دستور وګرځوو. 
د رحم په اړه که هرڅومره خبرې او لیکنې وکړو،  هغومره به مو نه وي کړي، ځکه دا زرین او اسلامي اصل په ټولنه کې ډېر مهم رول لوبوي، خو دې اصل ته رسېدل ایماني قوه غواړي،  خدايي جذبه غواړي،  خو کله چې دې مبارک ټکي ته ورسېدلو، او یو د بل په وړاندي مو د رحم او شفقت ګامونه واخیستل،  ټولنه کې به آرامي خپره وي،  آرام ژوند به تیروو،  او هر کس به د وجود د غړي په څير د ټولني په بهبود کې هڅې او کوششونه کوي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته