تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غصب او ظلم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 7, 2018
  0

 لیکوال: نور الله احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 غواړم د ظلم او غصب په اړه یو لنډ حدیث ستاسو مخې ته عرض کړم بیا د غصب په اړه لنډ وضاحت ولیکم: مسلمانان باید ظلم اوغصب څخه ځان وساتي ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

حدثنا أحمد بن يونس حدثنا عبد العزيز الماجشون أخبرنا عبد الله بن دينار عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم قال اَلظُلمُ ظُلُماتُ يَّومَ القِياَمَةِ.


ژباړه: عبدالله بن عمر رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ظلم د قيامت په ورځ د تيارو سبب ګرځي. (بخاري، کتاب المظالم).


د غصب تعریف: 


د چا ملکيت په زور، جبر، ظلم، ناحقه او بې اجازې اخيستل او هغه پخپله قبضه کې راوستلو ته غصب وايي.


که مو فکر کړی وي زموږ د هیواد هره سیمه کې غصب په یو نه یو ډول روان دی، په ځانګړې توګه د مځکو غصب که دا دولتي وي او که شخصي خو زورواکو او ظالمانو دا چور کړي، چا په کې ښارګوټي جوړ کړي چا شخصي ځان لپاره آباد کړي او څوک یې تجارتي مالو ساتلو پخاطر ګودامو جوړول پخاطر نیسي څوک یې په یو او څوک په بل نوم نیسي.


که دا غصب له کابل پيل کړې، بیا کابل د ننه ځینې سیمې دارنګه د مزار، هرات، کندهار، ننګرهار، خوست، غزني، پکتیا، لغمان، لوګر، میدان او وردګ، بامیان، یعنې داسې ولایت به نه وي چې هلته خلکو غصب نه وي کړی او د خلکو یا دولت مځکې چور او غصب شوې نه وي... غواړم په دې اړه تاسو ته ځینې نبوي لارښوونې وړاندې کړم:


عن ابن عمر قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم: مَن أَخَذَ مِن الاَرضِ شَيئًا بِغَيرِ حَقِّه خُسِفَ بِه يَوم القِيامَةِ اِلٰی سَبعِ أَرضِينَ (رواه بخاري، كتاب المظالم والغصب).

ژباړه: څوک چه په ناحقه څه مځکه لاس ته راوړي د قيامت په ورځ به تر اوومې طبقی پورې په دغه مځکه کې ډوب شي. 


هر چا چې ظلم کړی وي یا هغه څه یې غصب کړي وي چې حق یې نه وي، نو د قیامت په ورځ به یې هماغه شی د غاړې طوق وي او الله تعالٰی به د هغه ظلم په سبب چې په دې دنیا کې به یې کړی وي عذاب ورکوي.


رسول  الله  صلی  الله علیه وسلم  فرمایلي: من قتل دون ماله فهو شهيد......
د چا  مال  چې  څوک  غصبوي، د هغه  په  دفاع  کې  ووژل  شي  هغه  شهید دی.  بخاري  وابوداؤد عن  عبدالله  بن  عمرو رضی  الله عنهما. 


وجاء في شرح مسلم للإمام النووي: باب دليل على أن من قصد أخذ مال غيره بغير حق كان القاصد مهدر الدم حقه، وإن قتل كان في النار، وأن من قتل دون ماله فهو شهيد؛ فيه: أن رجلا جاء إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله أرأيت ان جاء رجل يريد أخذ مالي؟ قال: فلا تعطه مالك. قال: أرأيت إن قاتلني؟ قال: قاتله. قال: أرأيت إن قتلني؟ قال: فأنت شهيد. قال: أرأيت إن قتلته؟ قال: هو في النار. اهـ


جمهورو (الحنفيه، ماليکه او شافعيه) په نزد په غصب شوي مځکه لمونځ کول مکروه دي مګر د امام احمد په نزد حرام دي همدارنګه په حرامو مال باندې جوړ شوي جومات کې لمونځ کول مکروه دي. (فقه الاسلامي وادله ـ الأماكن التي تكره الصلاة فيها). 


خو که د کفارو لخوا چې اسلامي هېواد لاندې شي پر مسلمانانو جهاد فرض دی او دا مځکه د پورته غصب شوې مځکې حکم نه لري د لمانځه صحت ته هيڅ نقصان نه رسوي بلکې په داسې هېواد کې مسلمانان د جمعې او اخترونو لمونځونه هم کولی شي .

بلاد عليها ولاة کفار يجوز للمسلمين اقامة الجمع ولاعياد فيها (درالمحتار، باب جمع: ۲/۱۳۷ ط سعيد) .
فلوا لولاة کفاراً يجوز للمسلمين اقامة الجمعة ويصير القاضي قاضياً يتراضی المسلمين ويجب عليهم ان يلتمسواوالياً معلماً (درالمختار، باب جمعه: ۲/۱۲۴ ط سعيد).


 وکذا تکروه فی اماکن کفوق وفی طريق (الی ان قال) وارض مغصوبة او للغير (الدرالمختار، کتاب الصلاة: ۱/۳۸۱ ).


مفتي کفایت الله دهلوي وایي:
په غصب شوې مځکه يا حرام مال جوړ شوي جومات کې لمونځ کول مکروه دي (کفايت المفتي: ۳/۱۲۳).


په دې اړه تر ټولو ډېر مسئولیت چارواکو ته متوجه دی چې د غصب مخه ونیسي او که څوک په دې اړه غفلت کوي نو په دې غصب کې به برابر شریک وي او دویم مسئولیت د علماؤ یعنې دیني طبقې دي، علماء کرام باید داسې مساجدو کې لمونځونه ادا یا هلته امامت قبول نکړي کوم ځای چې غصب شوی وي یا مسجد د غصب په مځکه جوړ شوی وي، څه فکر کوئ که زموږ علماء د غصب په مځکه جوړ شوي مسجد کې لمونځ ورکولو څخه انکار وکړي آیا داسې څوک به پيدا شي چې هلته مځکه واخلي یا هلته کور جوړ کړي؟؟؟


فکر نکوم چې هیڅوک به زړه ښه کړي تر څو داسې ځای کور جوړ کړي چې هلته مسجد او امام نه وي... دغسې عوامو ته هم ستر مسئولیت متوجه دی چې د غصب په مځکه کې کورونه جوړ نکړي او خپلې حلالې پیسې داسې ځای مصرف نکړي چې هلته په کې ګناه رامنځته کیږي، مقصد لومړی د مځکې پوښتنه کوئ بیا هلته مځکې اخلئ بیا کورونه یا بل څه په کې جوړوئ... ځینې خلک دغې ته پلمې او بهانې جوړوي چې ما سره د فلان او فلان فرمان دی اصلي خبره دا ده چې هیڅوک دا حق نلري چې د مستحق کس مال یا مځکه بل ته ورکړي که تاسو دا ځینې فرمانونه وګورئ هلته واضح لیکل شوي چې دغه ‎.... مځکه بېوزلو او فقیرانو ته ورکړل شوه خو کتل کیږي چې اکثر ښارګوټي زورواکو نیولي او ظلم د پاسه ظلم خو لا دا دی چې یوه نمره مځکه څو څو ځایه پلورل شوې بیا چې څوک یا کوم غریب کس ورځي او د خپلې نمرې یا مځکې پوښتنه کوي؛ نو د هغه خبرې ته څوک غوږ هم نه نیسي... هیله کوم چې زموږ علماء او عوام په دې اړه ژور فکر وکړي او په دې اړه همداسې بې تفاوته پاتې نشي بلکې هڅه وکړي چې له داسې ظالمانه معاملې او تجارت ځانونه لرې وساتي.... دعا وکړئ چې الله جل جلاله موږ او تاسو له داسې تجارت او معاملې لرې وساتي... آمین

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته