تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په کندهار کي درې ورځنۍ تدریبي دوره
  تعلیم الاسلام اداره
  June 5, 2018
  0

په کندهار کي د تعلیم الاسلام ادارې په ابتکار د مدارسو د اداري او تعلیمي ارتقاء لپاره درې ورځنۍ تدریبي دوره د ۱۴۳۹ قمري کال د رمضان د میاشتي د ۱۷ څخه تر ۱۹ پوري د تکړه علماء کرامو لخوا ترسره سوه چي الحمدلله د مدارسو په سلګونو علماء کرامو ګډون پکښي وکړی.

پدې ګټور سمینار او تدریبي دوره کي د درو ورځو په جریان کي پر لاندي ګټورو موضوعات علمي او مسلکي محاضرې وړاندي سوې:

 

  •  أهمیة الدورات التدریبیة (د تدریبي دورو ارزښت)
  •  طرق التدریس (د تدریس میتودونه)
  •  مفهوم التشاور (د مشورې مفهوم)
  •  القیادة الناجحة (کامیابه رهبري)
  •  الاختبارات المدرسیة (د تعلیمي مراکزو ازمویني)
  •  الادارة الناجحة (کامیابه اداره)
  •  إدارة الوقت (د وخت اداره کول)
  •  التخطیط التدریسي (تدریسي پلان جوړونه)
  •  المراحل التعلیمیة (تعلیمي مراحل او پړاونه)
  •  التعامل مع التلامیذ (د زده کونکو سره تربیتي تعامل)


د یادي علمي دورې په دریمه ورځ ټولو ګډون کوونکو علماء کرامو او مدربینو ته شهادت نامې او تقدیر نامې توزیع سوې.
دا په کندهار کي د مدارسو په سطحه لومړنۍ دوره وه چي په ډیره کامیابۍ او نظم سره ترسره سوه او علماء کرامو ډير په شوق او ذوق سره ګډون وکړی او په اینده کي يې د دا ډول علمي دورو غوښتنه وکړه.


د تعلیم الاسلام ادارې لس کلن خدمات:
تعلیم الاسلام راډيو (۷ څانګي)، جامعة الخیر الاسلامیة مدرسه، سیدنا حمزه رضی الله عنه مدرسه (للبنین)، تعلیم الاسلام مدرسه (للبنات)، په پنځو ژبو اسلامي ویب پاڼه، دارالافتاء، مجله (پښتو او دري) او تالیف او تصنیف څانګه.


الحمدلله  تعلیم الاسلام ادارې چي د الله تعالی په خاص فضل سره یې تل په علمي مجالونو کي ابتکاري خدمات انجام کړي دي او د نورو لپاره قدوه حسنه ګرځيدلې ده، هوډ لري چي په راتلونکي وخت کي د ټولني د علمي او تربیتي اړتیاوو د پوره کولو په موخه دا ډول نور علمي پروګرامونه دایر کړي. ان شاءالله

 

ستاسو د دعاءګانو او همکارۍ په هیله، 


تعلیم الاسلام اداره، کندهار
www.taleemulislam.net

۱۴۳۹/رمضان/۲۰

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته