تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د قيامت نښي او علامې (۷)
  تعلیم الاسلام راډيو
  May 31, 2018
  0
ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د قيامت نښي او علامې
 
دلته به د قيامت داسي علامې ذکر سي چي ۱۴۰۰ کاله مخکي يې نبي کریم ﷺ وړاندوينه کړې ده او په نن زمانه کي يې موږ او تاسو په سترګو وينو او ټولي وړاندویني په دقیق ډول رامنځ ته سوي دي چي دا د نبوت د دلایلو څخه ډیر قوي دلایل دي:
 
 
- پر خلګو يوه داسي زمانه راځي چي پر دين باندي صبر کونکی شخص به داسي وي لکه په لاس کي سکروټه نيونکی. (ترمذي)
 
- اسلام په پيل کي پردېس (نابلده وو چا نه پېژندی) او ژر به (اسلام خلکو ته) نا اشنا او نابلده وګرځي... (مسلم)
 
- الله عزوجل ددغه امت لپاره د هرو سلو کالو په سر (يا پای) کي يو داسي شخص راپورته کوي چي د دوی لپاره د دوی دين تازه کوي.(ابوداود)
 
- په اخره زمانه کي به ډير درواغ ويونکي (چي د پيغمبري دعوي به کوي) پيدا کيږي.... نو تاسو ځانونه ځني ساتئ. (مسلم)
 
- .... درواغ به عام سي، داسي کسان به راسي چي شاهدي به يې د قسم ترمخه وي او قسم به يې د شاهدۍ ترمخه...(بخاري و مسلم)
 
- په دوی کي به چاغښت ښکاره سي. (بخاري)
 
- علم به پورته کړل سي، جهالت به ډير سي، زنا به ډيره سي، د شرابو چيښل به ډير سي، نارينه به کم سي، ښځي به دومره ډيري سي چي د پنځوسو ښځو د خبر اخيستو د پاره به يو نارينه وي. (بخاري ومسلم)
 
- يقيناً الله علم د خلګو څخه نه پورته کوي مګر علم د علماؤ په وقات سره پورته کوي تر داسي اندازې چي عالم به پاته نه سي نو خلګ به جاهلان خلګ خپل سرداران (حاکمان او مفتيان) جوړ کړي چي پوښتنه ځني وکړل سي نو بېله علمه به فتوا ورکوي نو خپله به هم بې لاري (ګمراه) سي او نور به هم ګمراه کړي. (بخاري)
 
- قيامت به تر هغه قايم نه سي تر څو وخت ژر ژر تير نسي، يو کال به د يوې مياشتي برابر وي (عمر به بې برکته سي....). (ترمذي)
 
- زمانه به ژر ژر تيريږي او علم به پورته کړل سي، فتنې به ښکاره سي او په زړو کي به بخل واچول سي او قتل به ډير سي. (بخاري ومسلم)
 
- نژدې ده چي د (کفر او باطل) ډلي به (ستاسو سره د جنګ لپاره...) پر تاسو يو بل راوبلي لکه خوړونکي چي يو بل کاسې ته رابولي...بلکي په دغه ورځ به تاسو ډير ياست.... الله به ضرور ستاسو د دښمنانو د زړونو څخه ستاسو رعب وباسي او خامخا به ستاسو په زړو کي وهن واچوي. يو چا پوښتنه وکړه چي وهن څشي دی؟ رسول الله ﷺ وفرمايل: د دنيا محبت او د مرګ نه خوښول. (ابوداود) 
 
- ضرور به زما د امت ځيني خلګ شراب چيښي (خو په دې ډول چي) نوم به بل شي پر ايږدي. (۱)
 
- پر خلګو يوه داسي زمانه راتلونکې ده چي سړي ته کوم مال لاس ته ورځي نو دا پروا به يې نه کوي چي دا حلال دی که حرام. (بخاري)
 
- پر خلکو به خامخا داسي وخت راځي چي داسي څوک به پاته نه سي چي هغه سود خوړونکی نه وي. که سود ونه خوري نو د سود بخار (يا ګرز) به ور رسيږي. (احمد، ابوداود وغيره)
 
- ته به ووينې چي لڅي پښې او لڅ بدن والا، تنګ لاسي او پسو څرونکي به د لوړو تعميراتو په جوړولو فخر کوي. (مسلم)
 
- قيامت به تر هغه نه قايم کيږي تر څو چي د دنيا تر ټولو لويه برخه د هغه چا نسي چي خپله هم احمق وي او پلار يې هم احمق وي. (ترمذي)
 
- فقهاء به لږ سي...(۲)
 
- ددې امت په اخر کي به يوه داسي ډله وي چي هغوی ته به د امت د مخکنيو مسلمانانو په څېر اجر ورکول کيږي، هغوی به په نيکۍ امر کوي او د بدۍ څخه به منع کوي او د فتنې او مفسدانو سره به جهاد کوي. (بيهقي)
 
- د دوږخ دوې ډلي پيدا کېدونکي دي چي ما ندي ليدلي: يوه ډله به داسي وي چي د غوايانو د لکۍ په ډول به (اوږدې) چلاخي ورسره وي خلګ به په وهي او داسي ښځي به (پيدا سي چي) د کالو اغوستلو سره به لڅي وي (نور نارينه به) خپلي خواته مايل کوي او خپله به هم (د  هغوی خوا ته) مايلي وي، د  هغوی سرونه به د اوښانو د کاږه بوکونو په شان وي، نه به جنت ته داخلي سي او نه به د جنت بوي پيدا کړي...(مسلم) (۳)
 
- د وضعي قوانينو د ايجادولو وړاندوينه:
 
عمرو بن العاص رضي الله عنه فرمايي چي رسول الله ﷺ وفرمايل: 
(مِنَ اقْتِرَابِ السَّاعَةِ أَنْ تُرْفَعَ الأَشْرَارُ وَتُوضَعَ الأَخْيَارُ ، وَيُفْتَحَ الْقَوْلُ وَيُخْزَنَ الْعَمَلُ ، وَيُقْرَأَ بِالْقَوْمِ الْمُثَنَّاةُ لَيْسَ فِيهِمْ أَحَدٌ يُنْكِرُهَا قِيلَ : وَمَا الْمُثَنَّاةُ ؟ قَالَ : مَا اكْتُتِبَتْ سِوَى كِتَابِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ.) (۴)
 
د حديث مفهوم دا دی چي د قيامت د نښو څخه يوه دا ده چي شرير خلګ به پورته کړل سي او غوره کسان به کښته کړل سي، خبري به پرانيستل سي او عمل به زيرمه کړل سي او قوم ته به " مثناة " ويل کيږي، يو به هم په دوی کي داسي نه وي چي ددې څخه انکار وکړي، پوښتنه وسوه چي "مثناة" څه شي دی؟ رسول اکرم ﷺ وفرمايل: د الله عزوجل د کتاب پرته چي څه ليکل سوي وي.
 
د حديث راوي ليکي چي ما د اهل کتابو څخه د  مثناة په اړه سوال وکړی،  هغوی وويل چي هغه کتاب ته ويل کيږي چي د بني اسرائيلو راهبانو د موسی عليه السلام وروسته په خپلو منځو کي د تورات پرته نور کتابونه ليکلي وه او مثناة يې باله. ګواګي ددې د پاره چي هغه څه پکښي حلال کړي چي د دوی خوښه وي او هغه څه حرام کړي چي د دوی خوښه وي او د الله  تعالی د کتاب خلاف وي.
 
زموږ په زمانه کي ددې حديث مصداق ښکاره سوی دی ، اسلامي هيوادونو د کتاب الله خلاف د نورو قوانين کتابونه وضع کړي دي چي د غربيانو، يهودو او عيسايانو د ليکل سوو قوانينو څخه سرچينه اخلي.(۵)
 
رسول امين ﷺ د قيامت نوري زياتي نښي هم امت ته بيان کړي دي، لکه د مال ډېرېدل، زلزلې ډيرېدل، طوفانونه راتلل ، د باطلو ډلو رامنځ ته کېدل، د امانت صفت پورته کېدل، د خاوند په تجارت کي د ښځي لخوا مرسته، د ښځي اطاعت، د مور نافرماني، د پلار څخه ليري والی، د فحشاء ښکاره کېدل، د قوم رذيل سړی مشر کېدل، د بيري په وجه د يو چا عزت کول، د موسيقۍ او ډمانو ښځو ډيرېدل، ناڅاپه مړينه، د احمقانو حاکميت، د يهودو او نصاراوو پيروي کول، حتی  د اوس عصر ډيش کاسو ته لا هم په روایاتو کي اشاره سوې ده.(۶)
 
د نړۍ ساینس پوهان او دهریان د خپلو تحقیقاتو او ټولو عصري وسائلو سربیره اوس دا اعتراف کوي چي د نړۍ حالات ورځ تر بلي مخ په خراپیدو دي خو تاسو ذکر سوو نښو ته ښه ځير سی چي رسول الله ﷺ ۱۴۰۰ کاله مخکي يې د هري پېړۍ حالت خصوصاً د يويشتمي پېړۍ انځور زموږ مخي ته په ډير واضح ډول او پوره جزئياتو سره ايښی دی، ايا دا بېله نبي څخه بل څوک کولای سي؟ ايا د انسانيت په تاريخ کي بېله نبي څخه بل چا دغسي معجزانه وړاندويني کړي دي؟
 
 نه! هيڅکله نه، نو په پوره يقين سره ثابتيږي چي حضرت محمد ﷺ د الله رښتنی او صادق رسول دی چي د اسماني وحيو په ذريعه د ماضي، حال او مستقبل حالات ورته راتلل. دا بې شمېره وړاندويني د رسول الله ﷺ د نبوت کره دلايل دي او هيڅ د سليم عقل خاوند يې مخالفت نه سي کولای.
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل
 
-----------------
۱: سنن ابوداود: أبو داود سليمان بن الأشعث السجستاني، ناشر: دار الكتاب العربي ـ بيروت، ج۳، ص۳۷۹
۲: دلائل النبوة: سعيد بن عبدالقادر باشفر: ج۳، ص۱۲۸۷ (اخرجه الحاکم وقال: صحيح الاسناد، ووافقه الذهبي)
۳: دا علامې اکثره د مولانا محمد عاشق الهي بلندشهري  د کتاب علاماتِ قيامت څخه اخذ سوي دي. ناشر: ادارة معارف کراچي. ص ۱۲-۶۳
۴: مستدرك على الصحيحين: ج۴، ص۵۹۷ / دلائل النبوة: د شيخ باشنفر ، ج۳، ص۱۲۷۵، 
۵: دلائل النبوة: د سعيد بن عبدالقادر باشنفر ، ج۳، ص۱۲۷۵، 
۶: وګورئ نهاية العالم د شيخ محمد بن عبدالرحمن العريفي، ناشر: شرکة اتصالات السعودية وغیره، ص۲۴-۲۷ او د مولانا محمد عاشق الهي بلندشهري علاماتِ قيامت: ص ۱۲-۴۹
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته