تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جهنم له اوره د خلاصون سبب: توحيد
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 7, 2018
  0

ژباړه: نعمت الله شاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الله جل جلاله په ذات او صفاتو کي يو او بې شريکه بلل توحيد دى.


د اسلام او ايمان اساس پر توحيد ولاړ دی، هيڅ څوک به نه په علم کي، نه په قدرت کي، نه په عبادت کي، نه په قوت کي... د الله جل جلاله سره شريک بلل کيږي.


د شرک څخه ماسيوا نوري ټولي ګناهوي معاف کيدلاى سي؛ خو الله جل جلاله شرک نه بخښي، پدې اړه ګڼ قراني اياتونه موجود دي، چي يو ئې د مثال په توګه دا دى:


 إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا. (سورة النساء  آیت: ۴۸)
ژباړه: يقيناً چي الله شرك نه بخښي او له شرك پرته نور څه هر هغه چا ته بخښي چي د ده خوښه وي او څوك چي له الله سره شرك وكړي نو د ستري گناه افتراء ئې كړې ده.


قدسي حديث دى، چي الله جل جلاله فرمايي:


اې د ادم زويه!
که ته د مځکي د وسعت په اندازه ګناهوي وکړې، او وروسته زما د حساب سره مخ سې، او زما سره دي شرک نه وي کړى، نو زه به په هماغه پراخوالي مغفرت درته وکړم.
  (صحيح الجامع ۴۳۳۸)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته