تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لوی دولت سکون او سلامتیا ده
  تعلیم الاسلام راډیو
  January 8, 2018
  0

رالیږونکي نذیراحمد هاشمي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

په دنیا کي له دنیا څخه بیل اوسیدل د انسان لپاره له ټولو څخه لویه د سکون ذریعه ده داسي بنده که په ظاهره هر څومره خوار او زار وي خو په باطني توګه به د زړه هغه آرام او اطمینان ورته حاصل وي کوم چي غټو غټو سرمایه دارو ته نه رسیږي ځکه  خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي ژباړه : له دنیا څخه بې پرواهي زړه او بدن دواړو ته آرام او راحت ورکونکې ده .

 

په دنیا کي له ټولو څخه لوی دولت آرام او سلامتي ده که آرام نه وي نو ټول دولتونه بې کاره دي او دا سکون هغه وخت رسیږي کله چي موږ له دنیا سره صرف د ضرورت مطابق تعلق و ساتو او د الله تعالی په نعمتونو شکر ګذاره او سیدو سره د هغه پر مرضي راضي واوسو د حضرت لقمان حکیم صاحب قول دی :

 

پر دین په چلیدو کي له ټولو څخه ډیره مرستندوی صف له دنیا څخه بې پرواهي ده ځکه چي څوک له دنیا څخه بې پرواه وي نو هغه خالص د الله تعالی د رضا لپاره اعمال کوي او څوک چي په اخلاص سره اعمال کوي الله جل جلاله به هم هغوی ته اجر او ثواب ورکوي . ( کتاب الزهد ص ۲۷۴ )

 

ماخذ : پاشلي ملغلري
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته