تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د کائناتو د رهبر کیدو څلور شرایط (۱-۲)
  تعلیم الاسلام
  December 18, 2017
  0
بسم الله الرحمن الرحیم
 
إن الحمد لله تعالْى، نحمده و نستعينه و نستغفره و نستهديه، من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلن تجد له  ولياً مرشِداً، و صلواةُ الله و سلامه علْى سيّدِ المرسلين، رحمةً لِّلعالمين، محمّدٍ و آله و اصحابه واهلِ بیته  اجمعين. اما بعد:
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
وروڼو! موږ مسلمانان و حضرت محمّدﷺ ته سرور کائنات او سرور عالم وايو چي په ساده او ښکاره ژبه سره د دغه القابو مقصد او مطلب، مفهوم او معنْی: د ټولي دنيا سردار دى، خو اصلاً د سرور کائنات او سرور عالم، ترجمه د ټولي دنيا قائد، رهبر او  لار ښوونکى ده چي په انګريزي کي (لېډر اف د وړلډ) ورته ويل کيږي، په ظاهره دا لوى لقب او لوى خطاب دى. 
 
 
مګر کوم چا ته چي دغه لقب ورکول سوى دى د هغه کار نامې واقعاً هم داسي دي چي د هغه دپاره دغه لقب مبالغه نه بلکه عينِ حقيقت دى.  تاسي ښه متوجه سى: و يو چا ته د ټولي دنيا د قائد او رهبر د لقب ورکولو دپاره څلور شرطه په کار دي، که د دغو څلورو شرطو څخه يو شرط نه وي موجود نو هغه چا ته هيڅکله سرور کائنات يا سرور عالم نه سي ويل کېدلاى. 
 
 
(۱):  تر ټولو اول او وړاندنی شرط دا دى: چي هغه چا به د کوم خاص قوم، خاص نسل يا کومي خاصي طبقې د آرامۍ او سکون دپاره کار نه وي کړى، بلکه د تمامي دنيا د انسانانو د خوشبختۍ او آرامۍ دپاره به يې زحمت ايستلى وي. 
 
 
هـو! د يوه وطن پرسته يا قوم پرسته قائد او رهبر په دې سبب او حيثيت سره چي د خپل قوم يا خپل وطن دپاره يې ډير لوى خدمتونه کړي دي څومره چي دي زړه غواړي قدر او عزت يې وکړه، مګر که ته د هغه د قوم يا د هغه د وطن څخه نه يې نو هغه ستا دپاره په هيڅ حال کي قائد، لېډر، او رهبر نه سي کېدلاى. 
 
 
هر هغه څوک چي د هغه خدمت، محبت، خير خواهي او  کار نامې د چين دپاره وي، نو د يوه هندوستاني يا يوه مصري د هغه سره څه تعلق او رابطه سته؟ چي هغه دي د ځان قائد او رهنما وبولي، ځکه د ده دپاره يې هیڅ نه دي کړي. 
 
 
بلکه که هغه قائد د خپل قوم د لوړ والي او ښه معيشت دپاره يو بل قوم خوار کړى او ذليله کړى وي نو معلومه خبره ده چي دغه نور قومونه د هغه څخه نفرت هم کوي او  په بده سترګه ور ته ګوري، د ټولو قومو انسانان هغه وخت يو شخص د خپل قائد، رهبر، او سردار په صفت سره مني چي د دغه شخص په نظر ټول قومونه او ملتونه، ټول انسانان او وطنونه يو ډول وي او  دئ د ټولو دپاره يو قسم خير غوښتونکى وي او  په دغه خپله خير خواهي او خدمت کي يوه ته تر بل هيڅ قسم ترجيح او فضيلت ور نه کړي.
 
 
(۲): د ټولي دنيا د سردار او رهنما کېدلو دپاره دوهم شرط دا دى: چي هغه لېډر داسي اُصول او قوانين منځ ته را وړي چي د ټولي دنيا د انسانانو رهنمايي او رهبري کوي او  په هغه کي به د انساني ژوند د ټولو مهمو مسئلو حل موجود وي، د قائد او لېډر معنْی: رهنما او لار ښوونکى ده، و قائد او رهبر ته د دې دپاره ضرورت سته چي دﺉ و خلکو ته د کاميابۍ او بهترۍ لار ور وښيي، نو ځکه د ټولي دنيا قائد هغه څوک کېدلاى سي: چي د ټولي دنيا و انسانانو ته داسي لاري چاري ور وښيي چي په هغه کي د ټولو انسانانو دپاره کاميابي او بهتري موجوده وي.
 
 
(۳): د ټولي دنيا د قائد او رهبر کېدلو دپاره درېيم حتمي او لازمي شرط دا دى: چي د هغه لار ښووني به د يوه خاص وخت او خاصي زمانې دپاره نه وي بلکه په هر عصر او هره زمانه کي به يو قسم فايده مني او ګټوري وي او  په هر وخت کي به صحي، د متابعت او پيروۍ وړ او لايقي وي.
 
 
که د کوم رهبر، قائد او لېډر لار ښووني په يوه وخت کي ګټوري وي خو په بل وخت او زمانه کي بېکاره او بې فايدې وي، بيا هم و هغه ته د دنيا  قائد او رهبر نه سي ويل کېدلاى، د دنيا قائد او رهبر هغه څوک کېدلاى سي: تر کومه وخته چي دنيا قائمه او موجوده  وي د هغه قائد او  رهبر لار ښووني به فايده مني او ګټوري وي.
 
 
(۴): بيا هم د ټولي دنيا د رهبر او قائد کېدلو دپاره څلورم مهم شرط دا دى: چي دغه قائد به يواځي د اصولو او قوانينو پر وړاندي کولو اکتفاء نه وي کړې بلکه هغه وړاندي کړي قوانين به يې د خلکو په ژوند کي عملاً جاري کړي هم وي او  د هغه خپلو قوانينو پر اساس به يې يوه ويښه او کاميابه جامعه او ټولنه په وجود را وړې وي. 
 
 
هغه څوک چي يواځي اصول او قوانين وړاندي کوي او د عمل جامه نه په واغوندي هغه ته فقط يو مفکِّر ويلاى سو، هغه هيڅکله قائد او رهبر نه سي کېدلاى. 
 
 
اوس نو راسى چي موږ او تاسي وګورو چي دغه څلور شرطه په هغه ذات کي تر کومه حده موجود وه او موجود دي چي موږ و هغه ته سرور کائنات يا سرور عالمﷺ وايو.
 
 
رسول الله ﷺ او د قیادت څلور شرایط
 
اوس نو راسى چي موږ او تاسي وګورو چي دغه څلور شرطه په هغه ذات کي تر کومه حده موجود وه او موجود دي چي موږ و هغه ته سرور کائنات يا سرور عالمﷺ وايو.
 
(۱): اول هغه اولنئ شرط را واخله، تاسي د محمّد مصطفْیﷺ ژوند او سيرت مطالعه او تر نظر وباسي، په يوه نظر به دا درته معلومه سي چي د رسول اللهﷺ  ژوند د يوه قوم پرست، يا محبِّ وطن، ژوند نه دى، بلکه د يوه محبِّ انسانيت، د يوې جهاني نظريې او  د يوه جهاني قانون ايښوونکي انسان ژوند دى. 
 
 
د رسول اللهﷺ په نظر ټول انسانان يو قسم وه، د کوم خاندان، کومي طبقې،  کوم قوم، کوم نسل، يا د کوم خاص مَلک يا وطن سره د هغهﷺ دلچسپي يا د زړه علائق نه وه موجود، امير او غريب، لوړ او کښته، تور او سپين، عرب او عجم، شرقي او غربي، سامي او آرين، دغه ټولو ته يې په يوه داسي نظر او حيثيت سره کتل چي دغه ټول د انساني نسل افراد دي، د رسول الله ﷺد ژبي څخه په ټول عمر يو داسي لفظ، يا يوه داسي جمله نه ده را وتلې او  نه يې په ټول عمر داسي يو کار کړى دى چي د هغې وينا، يا د هغه کار څخه دي داسي يوه شُبهه پيدا سي چي دهﷺ د يوې خاصي انساني طبقې د ګټي او مصلحت سره ډيره علاقه در لودل، نو په همدې سبب د رسول اللهﷺ په ژوند کي حبشئ او اېرانئ، رومي او مصري، حتّْی يهودي او نصراني په داسي ډول د دهﷺ د کار او دعوت ملګري سوه لکه عرب چي يې ملګري وه او د دهﷺ تر رحلت وروسته د مځکي په هر کونج کي د هر نسل او هر قوم انسانانو رسول اللهﷺد خپلو ځانو دپاره پر هغه قسم قائد او رهبر وباله لکه د دهﷺ قوم چي دئ خپل قائد او خپل لېډر باله، دا د هغه خالص انسانيت اثر او کرشمه ده چي نن ورځ د يوه هندوستاني يا افغاني څخه نه، بلکه د هر قوم او هر ملت د اشخاصو څخه د هغه مبارک ذات تعريف او توصيف اورو چي په سلهاوو کلونه پخوا په يوه عربي ملک کي پيدا سوى ؤ.
 
 
(۲) او (۳): اوس د قيادت او رهبرۍ د مهمو شرطو څخه دوهم او درېیم شرط يو ځاى سره را واخله او د رسول اللهﷺ په ژوند کي وګوره، و به وينې چي رسول اللهﷺ د خاصو قومو او خاصو ملکو د وقتي او مقامي، د زمان او مکان، د مسائلو د حلولو پر بحث کولو خپل وخت نه دى ضائع کړى، بلکه خپل ټول قوت يې د انسانيت او بشريت د هغي لويي مسئلې د حلولو دپاره مصرف کړى دى چي د هغې مسئلې د حلولو په واسطه د ټولو انسانانو ټول کوچني کوچني مسائل په خپله حليږي. 
 
 
اوس به تاسي پوښتنه کوى چي هغه لو يه مسئله څه شي ده؟ چي رسول اللهﷺ د هغې د حلولو دپاره خپل ټول عمر او قوت مصرف کړى دى؟ او د هغې يوې مسئلې په حلولو سره د ژوندانه نور ټول مسائل حليږي؟ 
 
 
ښه متوجه سه:هغه لويه او مهمه مسئله دا ده: 
 
 
څرنګه چي د ټول کون او کائناتو نظام په حقيقت او واقعيت کي پر کومو اُصولو او قوانينو قائم دى، د بشريت او انسانانو نظام هم بايد پر هغو اصولو موافق او برابر وي، ځکه چي انسان د دغه کائناتو څخه يو جزء دى او  که د جزء حرکت د کُل د حرکت څخه مخالف وي، دا د خرابۍ او بربادۍ سبب او موجب ګرځي، که تاسي په دغه خبره صحي پوهېدل غواړى؟ د هغه آسانه شکل او صورت دا دى: 
 
 
يو څه کوښښ وکړه: خپل ليدل او کتل د زمان او مکان د قيد څخه آزاد کړه او د مځکي پر ټوله کوره داسي نظر واچوه چي د دنيا د شروع څخه تر نن ورځي پوري او  د آينده تر غير محدود وخته پوري، ټول انسانان په يوه وخت کي ستا په حضور کي موجود او ولاړ دي، بيا نو وګوره چي د دغو ټولو انسانانو په ژوند کي د فساد او خرابيو څومره شکلونه او صورتونه پيدا دي، يا ممکن پيدا سي، د هغو ټولو خرابيو ريښه څه شي ده؟ يا څه شي يې ريښه کېدلاى سي؟ پر دغه پوښتنه چي ته هرڅومره غور وکړې، هرڅومره پلټنه او تحقيق وکړې په نتيجه کي به دې جواب ته ورسېږې: چي (د الله جل جلاله  څخه د انسان سرکښي او بغاوت د ټولو خرابيو ريښه او اساس دى) 
 
 
دا ولي؟ ځکه د الله جل جلاله  څخه باغي او سرکښه انسان خامخا د دغو دوو حالتو څخه يو حال اختياروي: 
 
 
- يا به هغه انسان خپل ځان خود مختاره او غير مسئول بولي، هر څه چي يې زړه غواړي هغه به کوي، چي دغه کار د هغه انسان څخه ظالم او بې پروا جوړوي. 
 
 
- يا به دغه سرکښه انسان بېله الله جل جلاله  د بل چا و حکم ته سر کښته کوي او د بل چا تابع به وي، چي د دې شکله څخه هم په دنيا کي د فساد بېحسابه قسمونه او شکلونه پيدا کيږي. 
 
 
اوس دا خبره د فکر وړ ده او دا پوښتنه پيدا کيږي: چي د الله جل جلاله  څخه د بغاوت او سرکښۍ په نتيجه کي ولي دغه خرابۍ او بربادۍ په وجود راځي؟ 
 
 
د دې پوښتني صاف او روښانه جواب دا دى: 
 
 
دغه سرکښي څرنګه چي د کائناتو د حقيقت څخه خلاف او مخالفه کار دى نو خامخا نتيجه يې هم بده او مخالفه را وزي، ښه متوجه سه:
 
 
 په حقيقت کي دغه ټول کون او کائنات د الله عزوجل   مِلک او سلطنت دى، مځکه او آسمانونه، لمر او سپوږمۍ، هوا او اوبه، نُور او روښنايي، دغه ټول د الله جل جلاله  مِلک دي او انسان په دغه سلطنت کي د پيدايشي بنده يا مريي حيثيت لري، دغه ټول سلطنت چي پر کوم معين نظام چليږي، که انسان سره د دې چي د دغه کون او سلطنت يو جزء دى او  بيا د دغه کون او سلطنت څخه مخالفه رويه او عمل اختيار کړي نو خامخا د انسان دغه مخالفه رويه بربادونکي او خرابونکي نتيجې په وجود را وړي. 
 
 
د انسان دغه سوچ او فکر چي تر ما بل لوړ او مقتدر نسته چي د هغه په حضور  کي دي زه د خپل عمل جواب و وايم، دا د حقيقت او واقعيت څخه مخالف کار دى، کوم وخت چي انسان خپل ځان خود مختاره او آزاد وبولي نو خود داسي کارونه کوي چي په هيڅ کار کي خپل ځان مسئوله نه بولي، نو بې مسئوليته ژوند او بې مسئوليته طريقه د ځان دپاره اختيار کړي او د خپل ژوند قانون په خپله جوړوي، نو خود بېله شکه او خامخا د دغه خود سرۍ نتيجه بده را وزي، ظلم او تجاوز، وژل او ترټل، د بل حق خوړل، دغه ټول کارونه بې مسئولیته انسان ته روا او جائز وي.
 
 
همدا رنګه که يو څوک بېله الله عزوجل  څخه بل څوک د اقتدار او اختيار خاوند وبولي او  د هغه څخه وبېريږي او  د هغه د بادارۍ و اوامرو ته سر کښته کړي، دا هم د حقيقت څخه مخالف کار دى، ځکه په حقيقت کي په ټول کون او کائناتو کي بېله الله جل جلاله  بل هيڅوک دغه حيثيت او مقام نه لري چي سر دي ور ته کښته سي، نو ځکه د دغه کار نتيجه هم بده را وزي. 
 
 
د صحي نتيجې د را ايستلو او سالم ژوند کولو دپاره بېله دې څخه بل هيڅ شکل او صورت نسته چي په مځکه او آسمان کي چي کوم حقيقي او واقعي حکومت دى انسان باید و هغه ته تسليم سي او  د هغه حکومت و اوامرو ته سر کښته کړي، خپله آزادي او خود سري د هغه په حضور تسليم کړي، خپل اِطاعت او بندګي د مځکي او آسمانو و سلطان ته خاص کړي او  د خپل ژوند قانون د دې پر ځاى چي په خپله يې جوړ کړي يا يې د بل چا څخه واخلي، د هغه الله جل جلاله  څخه يې واخلي چي د کون او کائناتو سلطان دى، دا د هغه اساسي اصلاح لار ښوونه ده چي محمّدﷺ د انساني ژوند دپاره وړاندي کړې ده، دغه اصلاح د شرق او غرب، د زمان او مکان د قيد څخه آزاده ده، د مځکي پر مخ چي هر چيري انسانان موجود وي او موجود وه، د هغو ټولو د ژوند د اصلاح کولو او سمبالولو دپاره دغه يو اصلاحي پېشنهاد، يا وړانديز کافي دى او  د هغو ټولو ويران ژوند ور اصلاح کوي او  دغه اصلاحي تجويز د ماضي او مستقبل د قيد څخه هم آزاد دى، يو نيم زر کاله د مخه چي دغه قانون څومره صحي او مفيد ؤ، نن هم په هغه اندازه سره صحي او ګټور دى، بلکه لس زره کاله وروسته به هم په هغه اندازه سره صحي او ګټور وي. 
 
 
(۴): اوس هغه آخري يا څلورم شرط پاته سو چي هغه دا سي ؤ: 
 
 
د ټولي نړۍ او دنيا قائد به يواځي د اُصولو او قوانينو پر جوړولو يا وړاندي کولو اکتفاء نه وي کړې، بلکه خپلو وړاندي کړو اصولو او قوانينو ته به يې عملي جامه هم ور اغوستې وي، هغه خپل وړاندي کړي اُصول به يې د انسانانو په ژوند کي جاري کړي وي او  د هغو اصولو پر بنياد او اساس به يې يوه ويښه او کاميابه، سالمه او خوشاله ټولنه هم په وجود را وړې وي.
 
 
 او دا هم ټولو ته معلوم تاريخي حقيقت دى چي محمّدﷺ يواځي فکري او خيالي اصول او قوانين نه دي وړاندي کړي، د هغه خپلو وړاندي کړو اُصولو او قوانينو مطابق يې يوه ژوندۍ او سالمه ټولنه هم تربيه کړې او په وجود را وړې ده.
 
 
رسول اللهﷺ د درويشت کلو په لنډه او کو تا ه موده کي په لکو انسانان و الْهي حکومت ته په سر کښته کولو او اطاعت کولو تيار او آماده کړل، د هغو څخه يې ځان پرستي ايسته کړل او  بېله الله جل جلاله  بل د هر شي د بندګۍ څخه يې خلاص کړل او  بيا يې دغه په لکو انسانان سره يو ځاى کړل، يواځي د الله جل جلاله  په بندګي کي يې د هغو دپاره نوى اخلاقي نظام، د نوي تمدن نظام، د نوي معيشت نظام، د نوي حکومت نظام جوړ کړى او  د ټولي دنيا په حضور کي يې د دغه خبري عملي اظهار وکړى، يا په بل عبارت: ټوله دنيا ته يې دا عملي ور ښکاره کړل: کوم اصول او قوانين چي ما راوړي دي پر هغو اصولو يا د هغو اصولو مطابق څنګه آرامه او هوسا، کاميابه او بختوره ټولنه جوړيږي او جوړېدلاى سي او  د نورو قوانينو د عملي کولو د ژوند په مقابل کي دغه زما د قانون مطابق ژوند څومره ښه، څومره هوسا او  څومره صالح ژوند دى. 
 
 
نو دا هغه کار نامې دي چي د هغو پر بناء د محمّدﷺ څخه د ټولي دنيا قائد او رهبر، زعيم او لېډر جوړوي او  موږ و هغه ته بېله شکه سرور کائنات او سرور عالم وايو، د رسول اللهﷺ دغه کار د يوه خاص قوم دپاره نه ؤ، بلکه د ټولو انسانانو دپاره ؤ، د دهﷺ اصول او قوانين د انسانيت مشترک ميراث دى، چي په هغه کي د يو چا حق د بل چا تر حق لږ يا زيات نه دى او  هر څوک چي وغواړي د دغه ميراث څخه کافي فايده اخستلاى سي، خو زه نه پوهېږم چي د دغو اصولو او قوانينو سره تعصب درلودل او د هغو څخه د مخالفت  کولو دپاره څه شي سبب کېدلاى سي؟ او د دغه مخالفت دپاره څه دليل موجود دى؟ 
 
 
رسول اللهﷺ فرمايي: زما او ستاسي مثال داسي دى: لکه يوه سړي چي اور بل کړى وي، نو پتڼان او بورا ګاني و هغه اور ته ځانونه ور اچوي او  دغه سړئ يې د هغه اوره څخه را ګرځوي او  دوى بيا هم ځانونه د ده څخه خطا کوي او اور ته ور لويږي، زه هم تاسي د اوره څخه را ګرځوم او  تاسي زما د لاسه څخه ځانونه خلاصوى يا ښويوى او اور ته لوېږى. 
 
 
تاسي پوهېږى چي رسول اللهﷺ و آسمان ته نه بلکه لوړ تر آسمانو وختى او  تر سِدرةُ المُنتهْی پوري ولاړى، و اُفُقِ اعلْى ته وختى، په دغه سفر کي د کون تر انتهاءاو آخر هم تېر سو، د قاب قوسين و درجې ته ورسېدى او  د خپل رب د ربوبيت لوى لوى آيات يا علامې يې وليدلې، هلته يې بېله واسطې د الله جل جلاله  سره خبري وکړې، هلته د الله جل جلاله  د طرفه دا ور وښوول سوه چي يو انسان د لمانځه په واسطه د خپل رب سره صِله او ارتباط پيدا کولاى سي او  د هغه ځايه څخه بيرته سراج منير، بشير او نذير، رؤف او رحيم، هادي او مهدي، مځکي ته را کښته سو، چي دلته د خپل رب و دين او لاري ته خلک دعوت کړي.
 
 
يو د صالحينو څخه وايي: سرور کائنات رسول اللهﷺ و آسمان ته وختى او بيرته مځکي ته راغلى، نو وايي: زه په الله سره قسم يادوم که زه و آسمان ته و خېژول سم، بيا به هيڅ په دې فکر کي نه سم چي بيرته دي مځکي ته  ولاړ سم. 
 
 
مګر سرور کائنات رسول اللهﷺ بيرته مځکي ته زما او ستا د لار ښووني دپاره راغلى چي ما او تا د دوږخ د اوره څخه خلاص کړي، خو افسوس، زر افسوس چي ځيني بد بخته انسانان دغه حق لار ښو وني نه قبلوي، د شيطان متابعت د رسول اللهﷺ تر متابعت خوښوي او  د دوږخ پر اور په روڼو سترګو ور ځغلي. 
 
 
الْهي! زما او د ټولو ويونکو او اورېدونکو ستا د مبارک رسولﷺ محبت او متابعت په نصيب کړي، إلْهې! توفيق را کړې چي ستا د دين د نشرولو او تبليغولو دپاره په ځان او مال سره کوښښ وکړو، آمين يا رب العالمين!
 
 
وصلی الله تعالی علْی خیر خلقه محمّد وآله واصحابه اجمعین.
 
ماخذ: د سرورِ کائنات ﷺ ژوند
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته