تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په مستحباتو او سنتو کي لا پرواهي کول
  تعلیم الاسلام
  December 11, 2017
  0

په مستحباتو او سنتو کي لاپرواهی کول

 

لیکنه: حشمت الله میاخیل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

علامه شاه عبدالعزیز رحمه الله په تفسیر فتح العزیز کي د حقاني علماؤ وینا نقل کړې ده چي د سروزرو په حروفو د لیکولو قابله ده  لیکي چي: یو خطاء یا ګناه چي یو انسان ھمیشه کوي نو ھغه د ھغه عادت جوړ سي او بیا په ھغه ګناه کي ورته لذت یا خوند معلومیږي حتٰی چي خبره دې ځای ته ورسي چي ھغه انسان بیا د شریعت احکاماتو ته سپک کتل شروع کړي ان تر دې چي د کفر حد ته ورسي.


 شاه عبدالعزیزرحمه الله په تفسیرفتح العزیز کي لیکي:
 من تهاون بالاداب عوقب بحرمان السنة ومن تهاون بالسنة عوقب بحرمان الفرائض ومن تهاون بالفرائض عوقب بحرمان المعرفة. (تفسیرفتح العزیزسورت بقره ص۴۷۹) 


یعني چا چي ادب یعني مستحب سپک وګنړل او د ھغې په کولو کي یې بې پروایي یا سستي وکړه نو د ھغه عذاب او سزا دا ده چي ھغه به د سنتو نه محروم کړی سي او چا چي سنت سپک وګنړل او د ھغې په کولو کي یې بې پروایي یا سستي وکړه نو ھغه ته به د فرائضو نه د محروم کیدلو عذاب او سزا ورکول سي او چا چي په فرضو کي بې پروایي یا سستي وکړه او سپک یې ورته وکتل نو ھغه به د معرفت الھٰی نه محرومه کړل سي.
 

کله چي انسان د معرفت الھٰي د رڼا نه محروم سي نو د ھغه به د قیامت په ورځ څه حال وي؟ او دا ټول ھر څه انسان ته د مستحباتو د نه کول په وجه باندي د سزا په طور ورورسیدل نو خبره د کوم ځای نه کوم ځای ته ورسیدله، نو ځکه په مراقی الفلاح کي فرمائیلي دي چي شریعت ھر یو عمل د بل عمل د پاره لازم کړی دی چي ھغې باندي د مخکني عمل او درجې تکمیل وسي ، پس د مستحباتو مثال د سنتو د پور کولو د پاره د یوې حفاظتي قلعه پشان ده او سنت د واجباتو د پور کولو د پاره د حفاظتي قلعه پشان ده، ھمدا شان واجبات د فرضو د پور کولو د پاره یوه حفاظتي قلعه ده. 


نو مستحبات پرېښودل په اصل کي د فرائضو د پریښودلو سبب ګرځي،  لھٰذا د فرضو د پوره کولو او مکمل ساتلو په غرض د مستحباتو خیال ساتل ضروري دي ځکه چي ھسي بې مطلبه په عباداتو کي داخل سوي نه دي.

 

ماخذ: (مراقی الفلاح فصل فی بیان واجب الصلوۃ ص۱۳۴)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته