د. حسین بن عبد العزیز ال الشیخ/ ژباړه: جمشید حقیار
۱۸/ ۶/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
لومړۍ خطبه
الحمدُ للهِ وليِّ الصالِحين، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريك له إلهُ الأولين والآخرين، وأشهدُ أن نبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه أفضلُ الأنبياء والمُرسَلين، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك عليه وعلى آلِه وصحبهِ أجمعين.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا (70) يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا [الأحزاب: 70، 71]
ژباړه: اې مومنانو! له الله تعالی څخه و وېرېږئ، او پخه محکمه او رښتیا خبره کوئ، هغه به ستاسي کړني سمي کړي او ګناهونه به مو در وبخښي، او چا چي د الله تعالی او د هغه د رسول اطاعت وکړی، یقینا هغه په لوی بریالیتوب کامیاب سو.
مسلمانانو وروڼو!
په داسي زمانه کي چي پر مسلمانانو فتنې او مصیبونه زیات سوي، له هري خوا پر اسلامي امت د دښمن غلبه او حملې رواني دي، چي له دې حالاتو څخه مسلمانان له ډول ډول دردونو او مختلفو ستونزو سره مخ دي، نو په داسي زمانه کي دې ته ډېر ضرورت او اړتیا لیدل کېږي، چي مسلمانانو ته هغه یقیني او حقیقي د خلاصون لاري او اسباب ور وښودل سي، کوم چي دوی له دې ټولو غمونو، پرېشانیو، سختیو او مصیبتونو څخه خلاصولای سي.
اې مسلمانانو!
د دنیا فاني ژوند ټول له مصیبتونو او ستړیاوو څخه ډک دی، الله تعالی فرمايي:
﴿لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي كَبَدٍ﴾ [البلد: ۴]
ژباړه: یقینا موږ انسان په سختیو او ستړیاوو کي پیدا کړی دی.
د دې دنیا له مصیبتونو او پرېشانیو څخه د وتلو لپاره په پټه او ښکاره له الله تعالی څخه وېره او هغه ته رجوع پکار ده، باید شپه او ورځ هغه ته ور وګرځو، د هغه لویوالي ته عاجزي وکړو، او په خوشحالۍ او غم کي باید هغه ته سر ټیټ او کښته کړو، الله عز وجل فرمايي:
﴿وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (۲) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ﴾ [الطلاق: ۲، ۳]
ژباړه: او څوک چي له الله تعالی څخه و وېرېږي، الله تعالی به د خلاصون لار ورته وګرځوي، او له داسي لوري به روزي ورکړي، چي دی به یې ګمان هم نه کوي، او څوک چي یوازي پر الله توکل وکړي، نو هغه ورته کافي دی.
په بل آیت کي فرمايي:
﴿وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا﴾ [الطلاق: ۴]
ژباړه: او څوک چي له الله تعالی څخه و وېرېږي، هغه به یې هر کار آسانه کړي.
صحابه کرامو ته د نبي علیه السلام وصیت
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کي الله تعالی ته د تضرع، عاجزۍ ، او د ځان تسلیمولو ځیني ډولونه راغلي دي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپلو اصحابو ته ور ښودل، او هغوی ته به یې وصیت کوي، چي په پټ او ښکاره ډول، خبرو او عملونو، اخلاقو او سلوکیاتو کي یې عملي کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ابو موسی رضي الله عنه ته داسي لارښوونه وکړه: (ووایه: «لا حولَ ولا قوةَ إلا بالله»
ژباړه: د ګناه پرېښودل او د نېکیو کول یوازي د الله تعالی په توفیق او مرسته سره کېږي؛ ځکه دا د جنت له خزانو څخه یوه خزانه ده) متفق علیه.
او ابو ذر رضي الله عنه وايي: «ما ته زما محبوب صلی الله علیه وسلم دا وصیت کړی دی، چي زه «لا حولَ ولا قوةَ إلا بالله» ډېر ووایم».
یقینا دا د یو ستر ذکر په اړه یو لوی وصیت دي، دا ذکر له لږو کلماتو څخه جوړ سوي، خو پر ډېرو لویو معناګانو مشتمل دي، کله چي په ژبه ویل کېږي، نو زړه یې په معنی او مفهوم یقین کوي، چي په حقیقت کي هم د دنیا او آخرت د ګټو او مصالحو پر حاصلولو یوازي یو مرسته کونکۍ سته، چي هغه الله دي، الله تبارک وتعالی چي له چا سره مرسته وکړه، هغه په حقیقي ډول کامیاب سو، او چا ته چي یې عذاب ورکړ، هغه په حقیقت سره ناکام سو.
دا هغه ستر ذکر دی، چي په ویلو سره یې مسلمان بنده په دې یقین او باور کوي، چي له یوه حال څخه و بل حال ته اوښتل، د خپلو کارونو تر سره کول، او خپلو اهدافو او موخو ته رسېدل یوازي او یوازي د لوی، اوچت او غالب الله سبحانه وتعالی په مرسته سره کېږي.
دا هغه ذکر دی، چي په ویلو سره یې بنده ته د خپل رب په وړاندي خپله حقیقي او رښتنې عاجزي، احتیاج او فقیري ښکاره کېږي، او دا چي دی خپل پیدا کونکي ته تر ټولو زیات محتاج او اړمن دی.
دا ذکر د هغه بنده پر خوله رازي، چي زړه یې د لوی او یو الله په وحدانیت او یووالي مطمئن او باور لرونکی وي، او د هري سختۍ او مصیبت پر وخت یوازي له هغه څخه مرسته، نصرت، خلاصون او نجات غواړي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا﴾ [الطلاق: ۷]
ژباړه: الله تعالی به تر سختۍ وروسته ژر آساني راولي.
د دې ذکر په وسیله هر ډول کامیابي، حل لاره، او خلاصون راتلای سي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾ [الأنفال: ۴۵]
ژباړه: اې مومنانو! کله چي تاسي (د دښمن) له یوې ډلي سره مخامخ سي، نو ثابت او کلک پاته سئ، او الله تعالی ډېر یاد کړئ، د دې لپاره چي کامیاب سئ.
یقینا هر مسلمان باید دغه ذکر په خپله ژبه او زړه کي راولي؛ ځکه دا د توحید هدف او سر دی، توحید له مسلمانه غواړي، چي خپل خالق ته عاجزي وکړي، په پوره ډول په ښکاره او پټه هغه ته ځان تسلیم کړي، او د ښو او بدو حالتونو اوښتل او پر ښو او نېکو کارونو قوت او توفیق ورکول یوازي له الله تعالی څخه وبولي.
د لا حولَ ولا قوةَ إلا بالله تاثیرات
ابن القیم رحمه الله وايي: «د سختیو او مصیتونو، باچاهانو او زورورو خلګو ته د ورتللو او وېري په وخت کي د «لا حولَ ولا قوةَ إلا بالله» کلمه عجیب او حیرانونکۍ تاثیر لري».
د الله تعالی بندګانو!
یو داسي قصې ته غوږ ونیسئ، چي په دې قصه کي روښانه دلیل پروت دی، چي د توحید او ایمان قوت هر ډول لويي سختۍ ، او ستونزي له مینځه وړي، دا قصه ډېرو مفسرینو او نورو ذکر کړېده، او دا قصه په ډېرو روایتونو سره راغلې ده، چي کښته مرتبه یې حسن دی، قصه دا ده:
مشرکانو د عوف بن مالک الاشجعي یو زوی، چي سالم نومېدی، بندي کړ، نو دی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی، او ورته و یې ویل: اې د الله تعالی رسوله! دښمنانو زما زوی نیولی دی، همدارنګه د خپلي فقیرۍ او مسکینۍ شکایت یې ورته وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (د محمد صلی الله علیه وسلم په کور کي له ماښامه څخه یو مد خوراک سته، ته له الله تعالی څخه و وېرېږه، صبر وکړه، او «لا حولَ ولا قوةَ إلا بالله» ډېر ډېر وایه)، په بل روایت کي راغلي دي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم له ده سره د ده ام الولد یعني وینځه هم امر کړل، چي دا ووايي.
نو دې سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه عملي کړل، یوه ورځ دی په خپل کور کي وو، چي زوی یې ناڅاپه د دښمن د غفلت په سبب ورته راغلی، او له ځان سره یې یو څو دانې اوښان هم راوستل، حال دا چي دوی مسکینان وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی، هغه ورته وفرمایل: (ته له خپلي خوښي سره سم، په اوښانو چي هر څه غواړې، ویې کړه)، او الله تعالی دغه آیت نازل کړ:
﴿وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا﴾ [الطلاق: ۲]
ژباړه: او څوک چي له الله تعالی څخه و وېرېږي، الله تعالی به د خلاصون لار ورته وګرځوي
په همدې وجه به ټولو اصحابو رضي الله عنهم په خپل ژوند کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه لارښوونو او ارشاداتو عمل کاوه:
ابن ابي الدنیا روایت کړی، چي ابو عبیده د دښمن له لوري محاصره سو، نو عمر رضي الله عنه ورته ولیکل: که پر یو انسان هر څومره سختي راسي، الله تعالی به یې ور څخه پورته کړي، او هیڅکله یوه سختي د دوو آسانیو مقابله نسي کولای، او الله سبحانه وتعالی فرمايي:
﴿اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾ [آل عمران: ۲۰۰]
ژباړه: صبر وکړئ (په اطاعت)، ثابت او کلک پاته سئ (د دښمن په وړاندي) ، محکم اوسئ (په اسلامي سرحداتو کښي) ، او له الله تعالی څخه و وېرېږئ، د دې لپاره چي کامیاب سی.
همدا د ټولو اصحابو رضي الله عنهم حالت وو، د دوی حقیقي قوت او غلبه د قوي توحید او زیات اطاعت څخه وو.
له الله تعالی سره تعلق او اړیکه ساتل، پر هغه توکل کول، او د هغه په ذکر خپله ژبه لنده ساتل، هغه څه دي، چي هر څومره لوی او سخت مصیبتونه یې مخي ته راسي، آخر به د الله سبحانه وتعالی لخوا په آسانۍ، کامیابۍ او نجات اوړي.
فضیل رحمه الله وايي: «په الله تعالی قسم، که چېري له ټولو مخلوقاتو نا امیده سې، او له هغوی څخه هیڅ ونه غواړې، الله سبحانه وتعالی به ټول هغه څه درکړي، چي ته یې غواړې».
د مشکلاتو د حل نوري لاري
اې مسلمانانو!
د ستونزو د حلولو او پرېشانیو د لیري کولو یو سبب دعاء او رښتنې توبه ده، کله چي انسان تر ډېرو دعاګانو او عاجزۍ کولو وروسته د نجات او مرستي له راتګ څخه نا امیده سي، او دعاګاني یې هیڅ نه قبلېږي، نو په دې وخت کي دي ملامتي خپل ځانته متوجه کړي، خپل رب ته دي وګرځي، او په پوره اخلاص او رښتني ډول دي توبه ورته وباسي، خپل رب ته دي په عاجزي سره د خپلو ګناهونو اعتراف وکړي، او دا دي ومني، چي دی د دې ستونزو او مصیبتونو د راتلو لائق دی، او دی د دې لائق نه دی، چي دعاء یې قبوله سي، خو صرف د خپل رب رحمت، فضل، مهرباني او بخښنه غواړي.
نو په داسي وخت کي چي دعاء وکړي، الله تعالی به یې قبوله کړي، او مصیبتونه به ور څخه لیري کړي؛ ځکه الله تعالی د ماتو او عاجزو زړونو لرونکو ملګری دی، لکه څنګه چي پخوانیو علماوو ویلي دي، نو نن اسلامي امت څومره زیات دې ته اړتیا لري، چي په دغه ستر منهج او لاره حرکت وکړي؟!
د ولا حولَ ولا قوةَ إلا بالله فضائل
اې مسلمانانو!
همېشه او په هر ځای کي دغه ذکر وایاست، دا ذکر په خپلو زړونو او ژبو سره داسي وایاست، چي ستاسي په عملونو کي یې اثرات او نښي ښکاره سي؛ ځکه د دې ذکر ښېګڼي او فضیلتونه بیخي زیات دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ( د مځکي پر مخ چي څوک «لا إله إلا الله، والله أكبر، وسُبحان الله، ولا حولَ ولا قوةَ إلا بالله» ووايي، نو ټول (کوچني) ګناهونه به یې ورژېږي، که څه هم د سمندر د زګ په اندازه ډیر وي )، احمد، او ترمذي حسن ګڼلي دی.
او له عباده بن صامت رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (څوک چي له خوبه را کښېني، او بیا لاندي ذکر ووايي: («لا إلهَ إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ لهُ، له المُلْكُ وله الحمدُ، وهو على كلِّ شيٍء قديرٌ ».
ژباړه: (له الله تعالی ماسېوا پر حق معبود نسته، هغه یو دی، هیڅ شریک نه لري، پاچاهي او ستایني ټول د هغه لپاره دي، او هغه پر هر څه قدرت لري)، بیا ووايي: اې الله! ما ته بخښنه وکړه، نو دعاء به یې قبوله سي، او چي کله له خوبه ولاړ سي، اودس او لمونځ وکړي، لمونځ به یې قبول سي)، بخاري.
«لا حولَ ولا قوةَ إلا بالله» داسي دعاء ده، چي په ویلو سره یې د بنده ساتنه، حفاظت او ګټي یې خوندي کېږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (څوک چي د کور څخه د وتلو پر وخت ووايي: «بسم الله توکلت علی الله، لا حول ولا قوة الا بالله»، نو ده ته وویل سي: ستا لپاره همدغه دعاء کافي سول، ته وساتل سوې، تا ته هدایت وسو، او شیطان به ځیني لیري سي)، ابو داود، ترمذي.
د ذکر مقاصد او اهداف
او دا ځکه چي دا ذکر د انسان څخه غواړي، چي خپل ځان یو الله جل جلاله ته تسلیم کړي، خپل ټول کارونه هغه ته وسپاري، او په دې اعتراف وکړي، چي انسان بې وسه او ناتوانه دی، هیڅ یې په اختیار کي نسته: همدارنګه دا باید زړه ته کښته کړي، چي د ټولو کارونو مزي د الله تعالی په لاس کي دي، د ټولو مخلوقاتو چاري د هغه په قضاء او قدر پوري تړلي دي، هیڅوک د هغه قضاء نسي منع کولای، او هیڅوک د هغه حکم نسي وروسته کولای.
اې مسلمانه! خپل د توحید او یووالي په عقیده سره خپل زړه مطمئن او آرام کړه، په دې یقین ولره، چي کامیابي او مرسته به درته رازي، او ټول امت باید همدغه عقیده په ځان کي غښتلې کړي؛ ځکه په دې دنیا کي هر څه الله تعالی ته تابع دي، د نړۍ ټول مخلوقات که هر څومره قوت او زور ولري ټول د الله تعالی قوت، قضاء، قدر او امر ته عاجز او کمزوري دي، هر مخلوق د الله تعالی په وړاندي تر ټولو ضعیف او کمزورۍ دی؛ تاسي د دې خبري د اثبات لپاره د پخوانو امتونو تاریخ ولولئ.
اې د الله تعالی بنده! ته همېشه خپل ځان په عبادتونو او ښو کارونو مشغول کړه، او په سختۍ او آسانۍ کي، په خوشحالۍ او غم کي تل د الله تعالی ذکر او یاد کوه.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح حدیث کي راغلي دي، هغه فرمايي: (که څوک په دې خوشحاله کېږي، چي الله تعالی یې په سختۍ او مصیتونو کي دعاء قبوله کړي، نو هغه دي په آسانۍ او خوشحالۍ کي ډېري دعاګاني نه هېروي).
اسلامي امت د داسي دردونو او کړاوونو په وخت کي څومره زیات دې ته محتیاج دی، چي دا ستره او لویه دعاء ولولي، او په اخلاص او صدق سره عمل په وکړي.
اې مسلمانه! همېشه د «لا حولَ ولا قوةَ إلا بالله» ذکر کوه، دا ذکر او دعاء به پر سختیو او مصیبتونو ستا مرسته وکړي، او د دې ذکر په وسیله به اوچتي درجې تر لاسه کړې.
له الله سبحانه وتعالی څخه مرسته غواړو، پر هغه توکل کوو، «ولا حولَ ولا قوةَ إلا بالله».
اې الله! زموږ هره پرېشاني په آسانۍ بدله کړه، او موږ له هري تنګۍ څخه وباسه.
دوهمه خطبه
الحمدُ لله وحده، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحدهُ لا شَريكَ له، وأشهدُ أن نبيَّنا محمدًا عبدُه ورسولُه، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك عليه وعلى آله وأصحابِه أجمعين. أما بعد!
اې مسلمانانو!
الله تعالی د هغه د حدودو ساتونکي، د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت کوونکي، موحد، مخلص او رښتني مومن ملګری او دوست دی، لکه څنګه چي په دې آیت کي فرمايي:
﴿إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَالَّذِينَ هُمْ مُحْسِنُونَ﴾ [النحل: ۱۲۸]
ژباړه: یقینا الله تعالی د پرهېزګارانو او نېکي کونکو ملګری دی.
قتاده رحمه الله ویلي دي: «الله تعالی چي د چا ملګری وي، نو له هغه سره داسي ملګری دی، چي ماته نه خوري، داسي ساتونکۍ ورسره دی، چي خوب نه کوي، او داسي لارښوونکۍ ورسره دی، چي لاره نه ورکوي».
دا داسي ملګرتیا ده، چي همېشه مرسته، کومک، ساتنه، او له سختیو او مصیتونو څخه خلاصون ورسره دی.
اې مسلمان امته! چا چي د الله تعالی په امرونو پابندي وکړه، او د هغه حقوق یې ور اداء کړل، نو هغه به هر وخت خپل مخ ته وویني، او چا چي په آسانۍ او پراخۍ کي الله تعالی هېر نه کړ، الله تعالی به یې په سختیو او شدائدو کي یاد وساتي، او له کړاونو څخه به خلاص کړي، او چا چي په خوشحالۍ کي له الله سبحانه وتعالی څخه وېره او د هغه اطاعت کوی، هغه به ورسره په سختیو او ستونزو کي مرسته او مهرباني پر وکړي.
اې مسلمانانو!.. مسلمان امته!
دغه قدسي حدیث واورئ، کوم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یې راته بیانوي: (کله چي مي بنده په نفلونو سره همېشه ځان راته نژدې کوي، نو آخر هغه زما خوښ سي، کله چي زما له هغه سره مینه پیدا سي، نو زه یې هغه غوږ، سترګي، لاس، او پښه سم, كوم چي دی ورباندي څه اوري، څه ویني، څه په نیسي، او تګ ورباندي کوي (یعني چي زما خوښ سي، نو دا اندامونه یې ټول زما په اطاعت او فرمانبردارۍ کي استعمالېږي)، که هغه زما څخه څه وغواړي، ورکوم یې، که زما څخه پناه وغواړي، پناه ورکوم). بخاري دا حدیث روایت کړی دی.
مسلمان امته! په داسي حال کي چي زموږ دښمنان زموږ وینو ته تږي دي، او زموږ او زموږ د خاورو په اړه ډول ډول مکار او بد پلانونه جوړوي، په داسي وخت کي موږ څومره زیات دې ته اړتیا لرو، چي په زړه او رنګ، ښکاره او پټ کي له الله تعالی سره اوسو، او په اخلاص، او رښتنولۍ سره د الله سبحانه وتعالی او د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړو.
الله تعالي موږ ته ډېر لوی امر کړی دی، او هغه دا دی، چي په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ووایو.
اې الله! زموږ پر نبي محمد صلی الله علیه وسلم درود، سلام او برکت ولېږه، اې الله! له راشدینو خلفاوو راضي او خوښ سه!، هغه چي ټول حکمونه او فیصلې يې پر حق او عدل ولاړې وې، اې تر ټولو مهربانه ذاته! له ابو بکر، عمر، عثمان، علی ، ټولو اصحابو، او زموږ ټولو څخه په خپل احسان، کرم او مهربانۍ سره خوښ او راضي سه!
اې الله! پر مسلمانانو هره پرېشاني آسانه کړه، دوی له هري تنګۍ خلاص کړه، او هر مصیبت یې په عافیت واړوه، اې الله! دوی له ټولو سختیو او ستونزو وباسه، اې الله! د دوی په کمزوري رحم وکړه، اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو پر مړو رحم وکړه، یا ذا الجلال والاکرام.
اې الله! د مسلمانانو دښمنان هلاک کړه، هغوی تا نسي کمزوری کولای، یا ذا الجلال والاکرام.
اې الله! څوک چي مسلمانانو ته چمونه او پلانونه جوړوي، ته هغوی تباه کړه، یا حي یا قیوم، اې الله! څوک چي مسلمانانو ته د بدۍ اراده لري، هغه په خپل ځان اخته کړه، او د دوی پلانونه د دوی د هلاکت سبب وګرځوه، یا رب العالمین.
اې الله! یا غني یا حمید! پر موږ او ټولو مسلمانانو باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو پر خاورو باران وکړه، اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو پر خاورو باران وکړه، یا حي یا قیوم، یا غني یا حمید.
د الله بندګانو!
د الله تعالی ډېر ذکر او یاد وکړئ، او سهار او ماښام د هغه پاکي ووایاست.