تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
میلاد لمانځل د څلورو مذاهبو د علماؤ له نظره (۲)
  تعلیم الاسلام
  November 29, 2017
  0
دولسمه د څلورو مذاهبو د علماوو له نظره
لیکنه: عبدالحی حنفي
 
په لومړنۍ مقاله کي د میلاد تاریخ، ایجادونکي او نور ضروري حقایق بیان سوه. په دې مقاله کي ستاسو مخي ته د څلورو مذاهبو د معتبرو علماؤ فتواوي ږدو.
 
د مالکي مذهب علماء:
حضرت امام مالک رحمه الله فرمايي: ما لم یکن یومئذ دینا لا یکون الیوم دینا. (الاعتصام/جواهرالفقه)
کوم شی چي هغه وخت (د نبي صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو) په وخت کي دین نه وو هغه اوس هم دین نه سي کیدلای.
 
او بیا فرمايي: که چا په اسلام کي یو بدعت رایج کړی او غه يې ښه کار بلی نو یقیناً دا ګمان يې وکړی چي محمد صلی الله علیه وسلم په رسالت کي خیانت کړی دی (نعوذبالله ، یعني رسالت يې پوره نه دی رسولی) ځکه چي الله تعالی فرمایي: ( الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) نو کوم څه چي هغه وخت دین نه وو هغه نن هم دین نه دی.
 
علامه تاج الدین فاکهاني مالکي رحمه الله لیکي:
لا أعلم لهذا المولد أصلا في كتاب ولا سنة، ولا ينقل عمله عن أحد من علماء الأمة، الذين هم القدوة في الدين، المتمسكون بآثار المتقدمين، بل هو بِدعة. (المورد في عمل المولد)
 
ددې میلاد اصل نه په قران کي سته او نه په سنتو کي او نه دا عمل د امت د علماؤ څخه را نقل سوی دی کوم چي د دین پیشوایان وه او د مخکنیو بزرګانو د آثارو پابند وه، بلکي دا میلاد بدعت دی.
 
 
علامه ابن الحاج المالکي رحمه الله فرمایي:
فإن خلا منه وعمل طعاما فقط ونوى به المولد ودعا إليه الإخوان وسلم من كل ما تقدم ذكره فهو بدعة بنفس نيته فقط إذ أن ذلك زيادة في الدين وليس من عمل السلف الماضين واتباع السلف أولى. (المدخل إلى تنمية الأعمال بتحسين النيات والتنبيه على بعض البدع والعوائد)
که چیري دا میلاد د سماع څخه هم خالي وي، یوازي د خوراک عمل وي او د میلاد نیت پکښي وکړي او خلګ ورته را دعوت کړي او د ذکر سؤ ټولو منکراتو څخه هم خالي وي نو مازي د میلاد په نیت سره لا بدعت دی ځکه دا په دین کي زیاتوب دی او د مخکنیو سلفو عمل نه دی حال دا چي د سلفو اتباع ډيره بهتره ده.
 
 
علامه شاطبي مالکي رحمه الله فرمایي: واتخاذ يوم ولادة النبي ( صلى الله عليه وسلم ) عيدا. (الاعتصام: باب الاول)
 
د بدعت د جملې څخه یو هم د نبي صلی الله علیه وسلم د ولادت ورځ لمانځل دي.
 
 
 او علامه حافظ ابوالحسن علي بن فضل مقدسي مالکي رحمه الله هم د میلاد لمانځني تردید کړی دی.
 
 
علامه احمد بن محمد مصري مالکي رحمه الله لیکي: قد اتفق علماء المذاهب الاربعة بذم هذا العمل. (القول المعتمد )
یعني د څلورو مذاهبو علماء ددغه عمل پر بدوالي متفق دي.
 
د شافعي مذهب علماء:
لومړۍ خو خپله علامه سیوطي رحمه الله په دې اعتراف کوي چي په دې اړه شرعي نص نسته: لیس فیه نص. (حسن المقصد في عمل المولد)
 
او بل ځای لیکي: وأول من أحدث فعل ذلك صاحب اربل الملك المظفر. (الحاوي للفتاوي)
یعني دا کار د اول ځل لپاره د اربل پاچا مظفر ایجاد کړی.
 
معلومه سوه چي دا کار په شریعت کي نسته بلکي په ۶ هجري پیړۍ کي یوه پاچا ایجاد کړی دی.
 
همدارنګه علامه ابن حجر الهیتمي رحمه الله په فتاوی حدیثیه کي پر مروجه میلاد لمانځلو رد کړی دی.
 
امام نصیر الدین شافعي رحمه الله د یو سوال په جواب کي فرمایي: لا یفعل لانه لم ینقل من السلف الصالح وانما حدث بعد القرون الثلثة في الزمان الطالح ونحن لا نتبع الخلف فیما لا اعمل السلف لانه یکفی بهم الاتباع فای حاجة الی الابتداع؟ (شرعة الالهیة)
 
دا لمانځنه مه کوئ ځکه د سلفو صالحینو څخه نه دی رانقل سوی بلکي د خیرالقرون وروسته په شر زمانه کي ایجاد سوی دی. او موږ د وروستنیو اتباع په هغه څه کي نه کوو چی سلفو نه وي کړی ځکه د سلفو اتباع کفایت کوي نو بیا بدعت ته څه اړتیا ده؟
 
علامه ابن حجر عسقلاني صاحب فرمايي:
أصل عمل المولد بدعة ، لم تنقل عن أحد من السلف الصالح من القرون الثلاثة. (الحاوي للفتاوی)
د میلاد اصل بدعت دی، په خیرالقرون کي د سلفو صالحینو څخه نه دی رانقل سوی. وروسته لیکي چي که منکرات په ګډ سي نو بدعتِ سئیه دی.
 
معلومه خبره ده چي نن دا میلاد په بدعت سئیه بدل سوی دی ځکه د شریعت د ډيرو حدودو څخه یې تجاوز کړی دی.
 
د حنبلي مذهب علماء:
علامه ابن تیمیه رحمه الله لیکي (چي علامه سیوطي او ملا علي قاري یې دفاع او ستاینه کړې ده): 
 
فإن هذا لم يفعله السلف ، مع قيام المقتضي له وعدم المانع منه لو كان خيرًا . ولو كان هذا خيرًا محضا ، أو راجحًا لكان السلف رضي الله عنهم أحق به منا ، فإنهم كانوا أشد محبة لرسول الله صلى الله عليه وسلم وتعظيمًا له منا ، وهم على الخير أحرص . وإنما كمال محبته وتعظيمه في متابعته وطاعته واتباع أمره ، وإحياء سنته باطنًا وظاهرًا. (اقتضاء الصراط المستقيم لمخالفة أصحاب الجحيم) 
دا میلاد لمانځنه سلف صالحینو نه دی کړی سره ددې چي په هغه وخت کي يې مقتضا وه، اسباب یې موجود (هر کال دا ورځ د هغوی په ژوند کي راتلل) او هیڅ ممانعت هم نه وو، نو که دا خیر کار وای یا راجح وای نو هغوی تر موږ ډير ددې مستحق وه چي کړی یې وای ځکه هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم اشد محبت او تعظیم کاوه او د خیر پر کار ډير حریص وه. او د نبي علیه السلام مبحت او تعظیم د هغه په اتباع کي دی او د سنتو په ژوندي کولو کي دی. 
 
د حنابله وو شیخ علامه شرف الدین احمد حنبلي ابن قاضي جبل رح (چي ابن جزري رحمه الله ډیره ستاینه کړې ده) هم په قول المعتمد کي پر دې باندي رد کړی دی. (تاریخ میلاد، مولوي عبدالشکور میرزا پوري)
 
وأما اتخاذ موسم غير المواسم الشرعية كبعض ليالي شهر ربيع الأول التي يقال : إنها ليلة المولد أو بعض ليالي رجب....فإنها من البدع التي لم يستحبها السلف ولم يفعلوها والله سبحانه وتعالى أعلم .(مجموع الفتاوی، الجزء ۲۵، کتاب الزکات)
اما بیله شرعي موسم او وختو څخه نور موسمونه لمانځل لکه د ربیع الاول د میاشتي بعضي شپې چي هغه ته د میلاد شپه وايي یا د رجب د میاشتي بعضي شپې نو دا هغه بدعتونه دي چي سلفو صالحینو نه دي خوښ کړي او نه یې کړي دي.
 
د حنفي مذهب علماء:
د حنفي مذهب علماء ځکه په اخر کي ذکر کوو چي الحمدلله زموږ د افغانستان مسلمانان د حنفي مذهب پیروان دي او دا لیکنه به د دوی په اقوالو او فتواوو پای ته رسیږي:
 
مشهور حنفي عالم علامه ابن نجیم رحمه الله یوه قاعده بیانوي: ولان ذکر الله تعالی اذا قصد به التخصیص بوقت دون وقت او بشئ دون شئ لم یکن مشروعاً حیث لم یرد الشرع به لانه خلاف المشروع. (بحر الرائق: باب العیدین/ فتاوی فریدیه: ج۱، ص۳۰۱)
 
او په رد المحتار کي لیکي: وبأن تخصيص الذكر بوقت لم يرد به الشرع غير مشروع .(باب العیدین)
 
علامه عبدالرحمن مغربي حنفي رحمه الله پخپله فتاوی کي لیکي: ان عمل المولد بدعة لم یقل به ولم یفعله رسول الله صلی الله علیه وسلم والخلفاء والائمة. (شرعة الالهیة)
 
د میلاد لمنځل بدعت دی، نه رسول الله صلی الله علیه وسلم نه خلفاء راشدینو او نه امامانو کړی دی او نه يې حکم کړی دی.
 
علامه عبدالحی لکهنوي رحمه الله هم لیکي چي د التزام او منکراتو په وجه مروجه میلاد لمانځل د کراهیت څخه خالي نه دی. (مجموع الفتاوی: ج۱، ۳۴۰)
 
حضرت شاه عبدالعزیز محدث دهلوي رحمه الله په تحفه اثناء عشریه کي لیکي:
روز تولد و وفات هیچ نبی عید نګردانیدند.
 
علامه ملا علي قاري رحمه الله یوه شرعي قاعده نقلوي:
من اصر علی امر مندوب وجعله عزما ولم یعمل بالرخصة فقد اصاب منه الشیطان من الاضلال. (مرقاة شرح مشکاة).
که څوک پر یوه مستحب کار ټینګار کوي او هغه یې کلک نیولی وي او په رخصت عمل نه کوي نو دداسي شخص څخه شیطان خپله د ګمراهۍ برخه حاصلوي.
 
شیخ عبدالحق محدث دهلوي رحمه الله په (ما ثبت من السنة) کي فرمایي:
 
ولقد اطنب ابن الحاج في المدخل في الانکار علی ما احدثه الناس من البدع والاهواء والغناء بالآلات المحرمة عند عمل المولد الشریف فان الله تعالی یثیبه علی قصده الجمیل ویسلک بنا سبیل السنة. (تاریخ میلاد: ۹۷)
ژباړه: بیشکه چي ابن الحاج په مدخل کي پر دې ډير انکار کړی دی چي خلګو بدعتونه، هوا او هوس او په حرامو آلاتو ساز ږغول په میلاد کي ایجاد کړي دي. نو الله تعالی دي ابن الحاج ته دده پر ښایسته نیت ثواب ورکړي او الله تعالی دي موږ پر سنت لار روان کړي.
 
د دارالعلوم دیوبند د علماؤ فتواوي
دا چي د ټولو علماوو په اتفاق دارالعلوم دیوبند د حنفي مذهب ستره معتمده مدرسه ده نو ځکه دا لیکنه ټوله د دوی په فتواوو پای ته رسوو. خو تاسو به په دې فتواؤ کي ووینی چي د دیوبند ټولو بزرګانو په اتفاق سره مروجه میلاد د لاندي قیوداتو په وجه بدعت بللی دی:
 
• د میلاد لپاره خاص ورځ تعینول او ټاکل لکه د ربیع الاول دولسمه
• د دولسمي ورځي خاص التزام کول یعني لازمي او حتمي کول
• خلګ دې مجلس ته په اهتمام او پابندۍ سره دعوتول
• پر نه منونکو بد رد ویل او ملامتول
• او داسي نور امور کوم چي د شریعت د اصولو سره منافي دي.
 
 
همدا ټکي تاسو یاد ولری ځکه په دې نقطو سره تاسو ته د نه لمانځونکو علماؤ حقانیت او د دوکه کونکو کسانو حقیقت څرګندیږي.
 
فتاوی دارالعلوم دیوبند: 
د دارالعلوم دیوبند فتاوی د میلاد په اړه لیکي:
 
وعن عبدالله بن مسعود قال : لا يجعل أحدكم للشيطان شيئا من صلاته يرى أن حقا عليه أن لا ينصرف إلا عن يمينه لقد رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم كثيرا ينصرف عن يساره. متفق علیه (مشکوة) 
قال الطیبی: وفیه ان من اصر علی امر مندوب وجعله عزما ولم یعمل بالرخصة فقد اصاب منه الشیطان من الاضلال فکیف من اصر علی بدعة او منکر؟ (مرقاة شرح مشکوة)
 
د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ددغه روایت او د علامه طیبي رحمه الله د عبارت څخه معلومه سوه چي پر مندوب او مستحب کار لا ټینګار کول او په داسي لازمي شکل کول لکه واجب کول نو دا د شیطان پیروي ده نو ځکه د نن سبا د میلاد په مجلس کي چي کوم التزام، قیام ، د اړتیا څخه زیاته څراغونه ، د فاسقانو او لغړزنونو راغونډیدل، اشعار او غزل ویل، غیرصحیح روایات ویل او داسي نور، دا ټول شرعاً قبیح او منکر دي او ددغو ذکر سوو کارونو مرتکب او کوونکی د پورته واضح عبارت له مخي د لعین شیطان پيروي کوونکی دی. نو له دې کبله په داسي مجلس کي شرکت کول او چنده ورکول ښه نه دي او ددې تفصیل په مطوله فتاوی کي سته. والله تعالی اعلم. (فتاوی دارالعلوم دیوبند یا عزیزالفتاوی: ص۱۴۲، کتاب السنة والبدعة-دالارشاعت)
 
فتوی رشیدیه: 
د دارالعلوم دیوبند مشر عالم ، د مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله د درس ملګری، د حدیثو او فقهي امام حضرت مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله پخپله فتاوی کي لیکي:
 
جواب: دا چي دا محفل د فخر عالم علیه السلام په زمانه کي ، د صحابه کرامو رضی الله عنهم ، تابعینو ، تبع تابعینو او مجتهدینو رحمة الله علیهم په زمانه کي نه دی سوی بلکي ۶۰۰ کاله وروسته یوه پاچا ایجاد کړی، اکثره د تاریخ علماوو هغه یو فاسق سړی بللی دی نو ځکه دا مجلس بدعتِ ضلاله دی! ددې پر عدم جواز د مدخل کتاب مؤلف او نورو علماوو مخکي هم لیکني کړي دي او اوس هم ډیر رسایل او فتواوي چاپ سوي دي، د نور زیات دلیل ضرورت نسته. د نه جواز د پاره همدا یو دلیل بس دی چي په قرون خیر کي هیچا نه دی کړی، که یې مفاسد ګوری نو مطولات فتواوي وګوری. فقط والله تعالی اعلم. (فتاوی رشیدیه: ص ۲۵۴، کتاب البدعات. چاپ: دارالاشاعت ) 
 
جواب: د مولود مجلس جوړول که څه هم په دې کي غیرمشروع کار نه وي مګر اهتمام او تداعي (بلنه) په دې کي هم موجوده ده نو لهذا په دې زمانه کي ښه نه دی او همداسي د عرس جواب دی. ډیر شیان سته چي اول مباح وه بیا څه وخت وروسته منع کړل سول د میلاد مجلس او عرس هم داسي دی. (فتاوی رشیدیه: ص ۲۵۵، کتاب البدعات)
مولانا ګنګوهي صاحب د میلاد د یوه سوال په جواب کي لیکلي دي چي د مشایخو په قول او فعل حجت نه راځي بلکي حجت د نبي کریم علیه السلام په فعل او قول او د مجتهدینو په اقوالو راتلای سي. (فتاوی رشیدیه: ص ۲۵۹)
 
د مختلفو سوالو په جواب کي لکه: میلاد بېله قیامه کول، صحیح روایات پکښي ویل، د ورځي تخصیص نه پکښي کول وغیره ایا جایز دی؟
 
په جواب کي وايي چي په هر حال ناجایز دی، د مندوب امر د تداعي په وجه منع دی، مروجه میلاد پریښول پکار دی اکثره د بدعاتو او معاصیو څخه خالي نه دی، د نورو وجوهاتو په وجه ناجایز دی. (فتاوی رشیدیه: ۲۷۰-۲۷۱)
 
امداد الاحکام:
د حنفي مذهب مشهور محقق عالم او ناقد، د مشهور کتاب (اعلاء السنن) مؤلف علامه ظفر احمد تهانوي رحمه الله لیکي:
 
اول خو د مولود شریف لپاره خاص مجلس جوړول بدعت دی او بیا په مسجد کي د (سپریټ په ذریعه) د ګیس رڼا لګول، جنډۍ درول دوهمه ګناه ده ځکه ګیس بد بوی کوي چي مسجد ور څخه پاک ساتل لازمي دي. او جنډۍ درول په لهو ولعب کي داخل دي، ددې څخه هم مسجد ساتل پکار دي. (امداد الاحکام: علامه ظفر احمد عثماني رحمه الله زیر نګراني حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي: ج۱، ص۱۸۷. کتاب السنة والبدعة)
 
علامه انور شاه کشمیري رحمة الله علیه
د شلمي پیړۍ مشهور او مقبول محدث او د احنافو افتخار امام انور شاه کشمیري رحمة الله علیه د ترمذي شریف په شرحه کي لیکي: 
 
المولود الذي شاع في هذا العصر وأحدثه صوفي في عهد سلطان إربل سنة ( 600 ) ، ولم يكن له أصل من الشريعة الغراء ، ولم يكن التصنيف في هذه البدعة يليق بشأن الحفاظ والمحدثين . (العرف الشذي شرح سنن الترمذي. باب ما جاء في التكبير في العيدين)
د مولود شریف لمانځنه کوم چي په دې زمانه کي مشهوره سوې ده او یوه صوفي د سلطان اربل په زمانه کي په سنه (۶۰۰ هجري) کي ایجاد کړې ده، په روښانه شریعت کي هیڅ اصل نه لري او ددغه ډول بدعت په اړه کتاب لیکل د حفاظو او محدثینو د شانه سره نه ښايي.
 
علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله
د نړۍ مشهور او منل سوی محقق حنفي عالم، فخر احناف، شیخ الاسلام علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله  لیکي:
 
په شریعت کي د میلاد د جشن هیڅ اصل نسته البته د آنحضرت صلی الله علیه وسلم یادونه او دده مبارک د پاک سیرت د اورېدلو او اورولو لپاره کوم مجلس د کومي خاصي ورځي یا تاریخ د قید څخه پرته جوړ سي نو بیا صحیح دی. (فتاوی عثماني: ج۱، ص۱۰۵. چاپ: مکتبه معارف القران)
 
یعني په خاص تاریخ یا ورځ پوري به یې نه مقید کوي لکه نن سبا چي يې فقط په ۱۲م تاریخ کوي.
 
حضرت علامه خلیل احمد سهارنپوري رحمه الله
د مروجه میلاد په مخالفینو کي د دارالعلوم دیوبند مشهور بزرګ او محقق عالم، د حدیثو شارح او د المهند علی المفند لیکوال علامه خلیل احمد سهارنپوري مهاجر مدني رحمه الله د میلاد په رد کي ډير زیات تحقیقي بحث کړی دی او د قایلینو ټولو دلایلو ته یې علمي جوابونه ورکړي، په خپل مشهور کتاب  براهین قاطعه کي فرمايي:
 
غرض دا چي ددې عمل (میلاد) په پیل کي لا علماوو رد پر وکړی او بیا په هره طبقه او هره زمانه کي منع کوونکو پر دې عمل رد کاوه او دا یې بدعت بلی، په دا ۷۰۰ کاله چا په دې اړه ایت یا صحیح حدیث ددې هئیت په اړه وړاندي نه کړی! البته د ولادت د مطلق یادولو فضایل به يې بیانول.... خپله د ولادت شریف یادونه کول خو مستحب دی خو ددغو قیوداتو هیڅ دلیل نسته بلکي مخکي ثابته سوه چي په قران او حدیث کي د تعین، قیوداتو، د کفارو سره د مشابهت او نورو منکراتو ممانعت موجود دی. (براهین قاطعه: ۱۶۴)
 
نو محقق سوه چي د اوسني میلاد ددغو قیوداتو د جواز د پاره د قیاس د حجت څخه هیڅ کوم ثبوت نسته نو لهذا د شریعت د څلورو حجتو څخه ددې مروجه میلاد بدعت والی ثابت سو، فلله الحمد. (براهین قاطعه: ۱۶۷-۱۶۸)
 
امام رباني مجدد الف ثاني رحمة الله علیه 
 
مشهور ولي الله امام رباني مجدد الف ثاني رحمه الله په دې اړه د خپل مرشد خواجه باقي بالله رحمه الله په اړه فرمایي:
به نظر انصاف بینند که اګر فرضاً حضرتِ ایشان در این زمان دنیا زنده می بودند و این مجلس واجتماع منعقد می شد آیا باین امر راضي می شدند؟ واین اجتماع را پسندیدند یا نه؟ یقینِ فقیر آن است که هر ګز این معنی را تجویز نمی فرمودند. مقصود فقیر اعلام بود، قبول کنند یا نه کنند هیچ مضائقه نیست وګنجائشِ مشاجره نه. (دفتر اول مکتوبات: ۲۷۳/ اختلاف امت او صراطِ مستقیم)
 
ژباړه: د انصاف په نظر دي وګوري که فرضاً حضرت خپله په دغه زمانه کي په دنیا کي ژوندی وای او دغه مجلس او اجتماع منعقد سوې وای ایا په دې کار به راضي سوی وای؟ ایا دا غونډه به يې خوښه کړې وای که یا؟ ددې فقیر یقین دا دی چي هیڅکله به یې دغه نه وای تجویز کړې. ددې فقیر مقصود صرف بیانول دي، څوک يې قبلوي که يې نه قبلوي هیڅ مضایقه نسته او نه د مشاجرې ګنجایش سته.
 
حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله
د دیوبند مشهور محقق، مفسر، فقیه او د طریقت شیخ حضرت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله په خپلو مختلفو کتابونو کي مروجه میلاد لمانځل بدعت بللی دی لکه: اصلاح الرسوم، بهشتي زیور، اشرف الجواب، خطبات او امداد الاحکام کي. په اصلاح الرسوم او اشرف الجواب کي یې د فقهي په قاعدو او د شریعت په څلورو دلایلو (قران، حدیث، اجماع او قیاس) سره مروجه میلاد لمانځنه بدعت او ناجایز ثابت کړی دی. ددې ترڅنګ یې د میلاد د قایلینو دلایل په علمي ډول رد کړي دي. 
 
دا چي هغه عبارتونه رانقلول مقاله اوږدوي نو دلته یې خلاصه رانقلوم:
غرض دا چي په نقل او عقل هر ډول سره بحمدالله ثابته سوه چي دا لمانځنه یا اختر مخترع (د ځان جوړ سوی) ناجائز او بدعت دی، پریښول يې واجب دي. خلاصه دا چي موږ ته د خوشحالۍ حکم سوی دی خو د هغه د تحدید یا تجدید حکم نه دی سوی بلکي د دایمي خوشحالۍ حکم راته سوی دی نو د همدې کبله خاصه ورځ باید دې ته مخصوصه نه سي او هر وخت پر دغه ایت عمل وسي. (اشرف الجواب ص ۱۴۹ بحواله السرور: ۲۹)
 
که د بدعت او سنت ترمنځ تردد راسي
د اسلامي فقهي په ډيرو کتابو کي یوه کلي قاعده بیانیږي چي که د سنت او بدعت  ترمنځ تردد راسي او چا ته نه معلومیږي چي دا فعل سنت دی که بدعت، نو د هغه فعل پریښول ډير بهتر او راجح دي ځکه د سنتو حصول لازم او فرض نه دی مګر د بدعت څخه ځان ساتل واجب دی نو ځکه باید هغه فعل ترک سي.
 
أَنَّ الْحُكْمَ إذَا تَرَدَّدَ بَيْنَ سُنَّةٍ وَبِدْعَةٍ كَانَ تَرْكُ الْبِدْعَةِ رَاجِحًا عَلَى فِعْلِ السُّنَّةِ. (البحر الرائق شرح کنزالدقائق)
وَمَا تَرَدَّدَ بَيْنَ الْبِدْعَةِ وَالسُّنَّةِ يَتْرُكُهُ ؛ لِأَنَّ تَرْكَ الْبِدْعَةِ لَازِمٌ وَأَدَاءُ السُّنَّةِ غَيْرُ لَازِمٍ . (المبسوط للسرخسي)
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم امت ته
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم په څومره واضح ډول امت ته حکم کوي: 
فإنه من يعش منكم بعدى فسيرى اختلافا كثيرا فعليكم بسنتى وسنة الخلفاء المهديين الراشدين تمسكوا بها وعضوا عليها بالنواجذ وإياكم ومحدثات الأمور فإن كل محدثة بدعة وكل بدعة ضلالة. (ابوداود، ترمذي، ابن ماجه، احمد)
 
ژباړه: یقیناً زما وروسته چي څوک ژوند کوي هغه به ډیر زیات اختلاف وویني نو په داسي وخت کي پر تاسو لازم دی چي زما سنت (طریقې) او زما د هدایت یافته خلفاوو سنت لازم ونیسئ، هغه (خلفاء) چي هدایت کړل سوي دي، (دا سنت) ټینګ ونیسئ او په غاښو يې ټینګ کړئ او په دین کي د نوي نوي خبرو د پیدا کیدو څخه ځان وساتئ ځکه چي هره نوې خبره بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده.
 
که فکر وکړو بدعت پریښول خپله په سنتو عمل کول دي! ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډير ټینګار سره امت ته امر کړی دی چي بدعت مه کوه! نو چي بدعت پرېښول سي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اتباع دي وکړل!
 
یادونه: ددې مقالې په دریمه برخه کي به ان شاءالله د میلاد د قایلینو د دلایلو مدلل جوابونه د دیوبند د علماؤ په قلم تاسو ته وړاندي سي. 
 
---------------------------------------
د مروجه میلاد تاریخ او شرعي حکم (۱ برخه)
د دیوبند د علماؤ پوره فتواوي 

سرته