تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وخت اداره کول
  تعلیم الاسلام
  October 4, 2017
  0
ليکوال: عبدالکريم "رحيمي" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د وخت تنظیمول د ژوند یو مهم عنصر دئ او د الله تعالی یو لوی نعمت دئ او الله تعالی په قرآن مجیدکي بار- بار په وخت سره قسم اخستی دئ، لکه: ضحی، لیل، عصر او فجر چي دا خپله دوخت پر ارزښت دلالت کوي.
 
 
 عبدالله بن زبیر  رضی الله عنه  فرمایي:
( په دنیا کي بدترین شی بې کاري ده، مسلمان باید وزګار او بې کاره نه وي).
 
شیخین د حضرت ابو موسی اشعري  رضی الله عنه  څخه روایت کوي: چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمایل:
 
 (پرهر مسلمان صدقه ورکول لازم دي، صحابه وو رضی الله عنهم عرض وکړ، چي یا رسول الله! صلی الله علیه وسلم  که ئې څه و نه موندل چي صدقه ورکړي، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په جواب کي څلور شیان ورته ذکر کړه: کار دي وکړي، صدقه دي ورکړي، دانسان سره دي مرسته وکړي، په ښوکاروسره دي امر وکړي، ځان دي له شره وساتي)
 
د پورته حدیث څخه معلومیږي، چي مسلمان باید هیڅ کله خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او وخت د انسانانو د پرمختګ او وروسته پاتي کېدو اساسي عنصر دی، هغه ټنبل ملت چي ځوانان ئې په کوڅو، بازارونو، سېنماګانو، قهوه خانو او نورو ځایونوکي خپل وخت بې ځایه وژني نه پوهیږي چي دڅه له پاره راغلی دی، ورځي ئې دشپو غوندي شپې ئې په خوب تیريږي دژوند په هدف نه پوهیږي نو دابه چیري ورسیږي ؟
 
 
خو هغه ملت چي دوخت په ارزښت پوهیږي، د جاپان غوندي د پیړیو- پیړیو تمدني لار ئې په لسونو کلونو کي ووهل اوځان ئې د پرمختللو هیوادونو په کتارکي راوستئ آیا هغوۍ خوبونه کول او وخت یې بې ځایه واژه ؟ يا! هغوی د وخت څخه عظیمه استفاده وکړه! وخت ئې بې ځایه تېر نه کړئ!
 
 
نو آیا هغه جاپانیان چي بتانو ته سجده کوي داسي ځای ته ځان رسولای سي، موږ مسلمانان چي د رباني ذات پیروان یو داکار نه سو کولای؟!
 
 
په داسي حال کي چي دا د دوی تمدن او زموږ وروسته پاتي زموږ له پاره ډېر بد عواقب لري، چي موږ او تاسي ئې په سترګو وینو اوبل داچي د دي پرځای چي موږ دلمړنیو مسلمانانو په څېر، چي همدا د اروپا خلک به ورته راتلل او د زدکړي له پاره به دشاګردۍ پرچوکۍ ورته ناست وه او په ډیرو شيانو کي به ئې د دمسلمانانو تقلید کوئ، متأسفانه اوس د دوئ په تمدن سره ډیر مسلمانان په ډیرو شیانو کي د دوئ تقلید کوي چي هغه زموږ د دیني اصولو سره په خلاف دي لکه په سیاسي لحاظ د دوئ دنظامونو تقلید، په اقتصادي لحاظ د دوئ دسودي معاملاتو تقلید او داسي نور، چي دمسلمانانو زیاته برخه ورباندي مبتلا ده، په کار خو دا وه، چي د هر شي اختراع کوونکي مسلمانان وای او پرمختللې ټولنه دمسلمانانو وای، ترڅو دا جاهلانو دمسلمانانو تقلید کړی وای، نو راځئ، چي خپل وخت تنظیم کړو او استفاده ځني وکړو. 
 
 
د وخت د تنظیم له پاره درې شیان مهم دي، چي په لنډ ډول به یادونه ځني وکړم:
 
 
۱) دوخت ارزښت : دوخت دارزښت په اړوند ډېر څه لیکل سوي دي خو زه دلته یوازي دعبدالله بن مسعود  رضی الله عنه  قول را نقلوم.
 
 عبدالله بن مسعود  رضی الله عنه  فرمايي: ( پر هیڅ شي باندي تردې ډېرنه یم پښیمان سوی، چي ورځ راباندي تېره سوې وي عمر مي کم سوی وي او ما هیڅ کار نه وي کړی.)
 
 یوه عربي مقوله ده چي وایي وخت توره ده که دي ګذارپه کول، دښمن به په هلاک کړې که دي نه په کول، نو تا هلاکوي.
 
۲) پلان : لازمه ده چي لمړی کلنی پلان جوړ کړل سي او وروسته پر میاشتني پلان تقسیم کړل سي. دمیاشتني پلان دترتیب څخه وروسته داونۍ اووه ورځي پلان برابر او خپل ورځني کارونه پرساعتونو تقسیم او هر کار په ځانګړي وخت او د تقسیم اوقات سره برابر پر خپل ساعت اجراء کړل سي، چي البته دغه څلورو شیانو ته هم باید ځانګړی او مشخص وخت وټاکل سي خوب، غذا، ورزش، کورنۍ ته پاملرنه.
 
۳) دپلان تطبیق : دپلان تطبیق زیات مهم دی، چي باید انسان ډېر ورته متوجه سي خصوصاً په پورتني مهال وېش کي؛ کلني او ورځني مهال وېش ته باید زیاته توجه وسي او تطبیق سي.
 
دتقسیم اوقات اوپلان په جوړولو سره انسان هم هوسا کیږي، هم بریالی کیږي؛ ځکه که انسان پلان او مهال وېش او د هر کار له پاره ځانګړی وخت ونه لري، نو یوکار دبل کار په وخت کي کوي او بل کار دبل کار په وخت کي کوي، آخر ئې کار لږ کړی وي او ستړیا او سرګرداني زیاته محسوسوي، ځکه نو ځيني خلک د وخت د کمښت شکایت کوي او وایې: کاش چي ورځي یوڅه اوږدې وای کارونه ډېر دي، وخت لږ دئ؛ نو دا خبره ناسمه ده، ځکه دا د الله جل جلاله پرخلقت اعتراض دئ، په داسي حال کي چي الله جل جلاله ښه کار شناس دی او هر شی ئې په منظم ډول په کافي اندازه پیدا کړی دی، علت په انسان کي دئ، چي خپل کارونه ئې پرمهال وېش برابرکړي نه دي او منظم نه دي، دحسن بصري رحمه الله  په یوه بیت سره موضوع پای ته رسوم. 
 
 
ته د ورځو مجموعه يې یوه ټولګه یې انسانه.
یوه ورځ چي دي تېریږي یوه برخه وړي له تا نه
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته