تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لوی اختر د څه لپاره؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 15, 2021
  0
لیکوال: علي الله متوکل الرحمن /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تر کوچني اختر وروسته سمدستي دوې میاشتي وروسته لوی اختر را ورسیږي. دې اختر ته د پسونو او قربانیو اختر واي، په دې اختر کي مسلمانان کوښښ کوي تر څو د الله جل شانه د رضا او خوښۍ تر لاسه کولو لپاره د خپلي وسعي قربانۍ وکړي. 
 
 
 
د اختر موخي او مقاصد
 
١- اختر د ورورګلوى نښه ده:
د همدې ورځي په برکت سره مسلمانان يو له بله د کيني او بغض اور وژني او د يو اسلامي ورورګلوۍ لاسونه او مبارکۍ يو بل ته ورکوي. او تر دې ورځي فقط یوه ورځ وړاندي د عرفات پر غونډی د نړۍ له هري ګوښي څخه د تور، سپین، غنم رنګه او بېلا بېلو نژادونو خلک راټولیږي او ټولو د سپینو لباسونو په درلودلو سره و لایزال رب ته لاسونه کچکول کړي وي.
 
و اسلام ته راغلی، د نړۍ تکړه د سوک وهني اتل محمد علي د عرفات د غونډۍ او څرنګوالي په هکله وایي: "هیڅ خوشحالي مي دومره زیاته نه ده احساس کړې لکه د حج په دوران کي د عرفات پر غونډۍ د دریدو خوشحالي، ځکه دا هغه ورځ ده چي خان، غریب، عالم، باچا او واکدار ټول په دوو سپینو ټوکرانو کي د خپل لایزال رب جل شانه په وړاندي دریږي او د مغفرت دوعاګاني ځني غواړی او ددې خوشحالۍ خوند به راسره تل یاد وي.”
 
٢- اختر د انسانانو د جسمي او روحي غوښتنو پوره کونکى :
تحريف سوي اديان (يهوديت او عيسويت) يوازي و روحي اړخ ته نیمګړې او ناقصه پاملرنه لري او مادي اړخ يې تر شا غورځولى. خو اسلام د يو مکمل نظام په توګه هر څه په نظر کښي نيولي. د خوښۍ ورځي (اختر) ئې د جسمي او روحي ارام لپاره ورته ډالۍ کړی دی.
 
۳- اختر د يووالي پيغام راوړونکى دى:
په يو هيواد کي مختليف اقوام، نژادونه او بېلي بېلي ژبي ويونکي اوسېږي د اختر په را رسيدو سره ټول خپل رنګ، قوم او ژبه له نظره ليري کوي او يوه متحده اسلامي ورورولي په نظر کي نيسي.
 
۴- اختر د ټوليدا او ګډ اوسيدو فرصت دى:
د کال په اوږدو کښي د کورنۍ غړي د تعليم حاصلوني، کار او روزۍ په لټه له کوره بهر د مسافرۍ شپې او ورځي سبا کوي خو د اختر په را رسيدو د خوښيو، خوشحاليو او رخصتيو په ګټه اخيستني سره تر خپل کور او کهوله ځان را رسوي او د څه مودې لپاره په ګډ اوسېدلو سره خپله مينه او محبت يو بل ته ورکوي.
 
الله رب العزت دې راته ددې شپو او ورځو د عبادت توان او توفیق راکړي. آمین
 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته