تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امام ابوحنیفه رح د محدث په توګه
 
  July 5, 2017
  0

 ابو معاویه- اسلام اباد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


امام ابوحنیفه رحمة الله علیه  لوی محدث وو، ځیني هغه د احادیثو دعلم تکړه او نړۍ وال علماء کرام، چي نومونه ئې تر اوسه پوري پاته دي او د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د درس په حلقه کي شامل وه په لاندي ډول دي:

۱- امام یحيی ابن سعيد القطان رحمة الله علیه ، چي د علم جرح او تعدیل بنسټ ایښووونکی او امام دی.

۲- امام عبدالرزاق بن همام، چي د احادیثو کتاب ئې په (مصنف) سره مشهور دی، امام بخاري رحمة الله علیه  دده د کتاب (جامع کبیر) څخه فیض اخیستی دی.

۳- امام یزید بن هارون رحمة الله علیه ، چي د امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه استاذ دی.

۴- امام وکیع بن جراح رحمة الله علیه ، امام احمد رحمة الله علیه  دده په هکله وايي: د احادیثو په حفظ ، اسناد او روایت کي دده مثال نسته.

۵- امام عبدالله بن مبارک رحمة الله علیه ، چي په اتفاق سره په علم الحدیث کي امیر المؤمنین دی.

۶- امام یحيی بن زکریا بن ابی زائده رحمة الله علیه ، چي د امام بخاري رحمة الله علیه د استاذ (علي بن المدیني رحمة الله علیه ) استاذ دی.

۷- قاضي امام ابویوسف رحمة الله علیه ، چي امام احمد رحمة الله علیه دده په هکله فرمايي: کله چي مي د علم حدیث زده کړه شروع کړه؛ نو تر ټولو لومړی زه د قاضي امام ابویوسف رحمة الله علیه  په مجلس کي کښېناستم.

 ۸- امام محمد بن حسن الشیباني رحمة الله علیه ، دده په هکله حضرت امام شافعي رحمة الله علیه  فرمایي: ما له ده څخه د یوه اوښ د وزن په اندازه علم زده کړ.

 حافظ ابن حجر عسقلاني رحمة الله علیه  پخپل کتاب (تهذیب التهذیب ټوک: ۱، ص:۴۴۹) کي د حضرت امام اعظم رحمة الله علیه  د شاګردانو په فهرست کي لاندي مشهوره دعلم الحدیث امامان ذکر کوي: 
 
(وعنه ابنه حماد و إبراهيم بن طهمان وحمزة بن حبيب الزيات وزفر بن الهذيل وأبو يوسف القاضي وأبو يحيى الحماني وعيسى بن يونس و وكيع ويزيد بن زريع وأسد بن عمرو البجلي وحكام بن يعلى بن سلم الرازي وخارجة بن مصعب وعبد المجيد بن أبي رواد وعلي بن مسهر ومحمد بن بشر العبدي وعبد الرزاق ومحمد بن الحسن الشيباني ومصعب بن المقدام ويحيى بن يمان وأبو عصمة نوح بن أبي مريم وأبو عبد الرحمن المقري وأبو عاصم وآخرون. )

سید الحفاظ امام یحیی ابن معین رحمة الله علیه (متوفی ۲۳۳ هـ ق) د حضرت امام ابوحنیفه  رحمة الله علیه  په هکله لیکي: دی مشهوره بزرګ، محدث او په فن الرجال کي ډېر لوړ عالم وو، هغه په احادیثو کي ثقه دی، هیچا هم دده تضعیف نه دی بیان کړی او ماته د حمزه رحمة الله علیه  قرآئت او د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه  فقه ډېره خوښه ده.

د امام صاحب رحمة الله علیه استاذان:

۱- حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د حضرت عامر بن شراحیل رحمة الله علیه  څخه علم حدیث زده کړ او حضرت عامر بن شراحیل رحمة الله علیه  د (۵۰۰) صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه علم حدیث حاصل کړی وو.

۲- د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه بل استاذ حضرت حماد بن سلیمان رحمة الله علیه وو، چي په اتفاق سره د علم حدیث او علم فقه امام دی.

 ۳- د امام صاحب درېیم استاذ ابواسحاق سبیعی رحمة الله علیه وو، چي تر (۴۰) د اضافه صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه ئې علم حاصل کړی وو.

 او داسي نور....

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰ ګڼه
 
------------------------------------------------
د امام ابوحنیفه رحمه الله په اړه نور معلومات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته