تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
camouflage د خدای د وجود ثبوت او مشاهده
  تعلیم الاسلام
  October 6, 2017
  0

 

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-06-12 
 
کېموفلاژ camouflage څه شي دی؟
 
کېموفلاژ داسي حالت ته ویل کیږي چي انسان یا حیوان خپل ځان د خپل چاپیریال په بڼه سره جوړ کړي، د لومړي ځل لپاره دغه تاکتیک الله جل جلاله و حیواناتو ته الهام کړی دی، چي بیا انسانانو ور څخه زده کړ او اوس مهال په نظامي برخه کي په ځانګړي ډول سره په جنګي حالت کي کېموفلاژ زښته ډیر استعمالیږي، مثلا هغه عسکر چي په غرنیو سیمو کي جنګیږي نو ضرور به د هغه غره ډبرو ته ورته یونیفارم  ورکوي، هغه عسکر چي په خړه شاړه ځمکه کي جنګیږي هغو عسکرو ته ضرور خړ یونیفارم ورکوي او داسي نور...
 
کېموفلاژ صرف په سمندري حیواناتو کي:
 
د بیولوژي علم ته چي څوک نظر وکړي، د الله جل جلاله د وجود ثبوت به هر څوک په مشاهده وویني، ټول حیوانات که د وچې دي او که د اوبو دي هغو ته الله جل جلاله څو فطري شعورونه ورکړيدي، دفاع، خوراک او کېموفلاژ.
 
۱: کېموفلاژ camouflage: 
په سمندر کي کېموفلاژ د حیواناتو یو عادي حالت دی، کېموفلاژ حیوانات د څو موخو لپاره استعمالوي، د خوراک او دفاع لپاره ، کله چي یو حیوان ښکار نسي پیدا کولای نو ځان په نباتاتو کي داسي کړي لکه نبات، کله چي هغه ښکار اماده سو راغی، حمله پرې کوي، کله داسي وسي چي یو حیوان ښکار کوي، نور حیوانات سمدستي ځانونه اړوي، شکلونه بدلوي، رنګونه بدلوي تر څو د غټو حیواناتو له ښکار څخه وژغورل سي.
 
په ځینو کي کېموفلاژ داسي حساس وي چي کله یو کب (ماهی) پر کومه سیمه باندي تیریږي په هغه ثانیه او هغه وخت کي یې رنګ بدلیږي، که نیم پر سره ډبره او نیم پر سپینه ډبره وي په دغه وخت کي دغه ماهی نیم سپین او نیم سور سي.
 
 
اوس پوښتنه داده چي دغه کېموفلاژ چا ورکړیدی؟ و دغو حیواناتو ته دغه توان او قابلیت چا ورکړیدی؟ دغه انرژي چا ورکړېده چي په یوه ثانیه کي بدلون مومي؟ ایا دغه توان یو انسان ورکولای سي؟ ایا دغه کېموفلاژ یو ملحد یو حیوان ته ورکولای سي؟؟؟ نه هیڅکله نه.
 
که ملحدین وايی چي دغه کېموفلاژ خپله راغلی دی، ایا دوی یې ثبوت وړاندي کولای سي؟ ولي انسانان دغه فطري کېموفلاژ نلري؟ ایا ملحدین خپلو ځانو ته فطري کېموفلاژ جوړولای سي؟ نه هیڅکله نه.
 
 
که تاسي بعضي بحري حیوانات لیدلي وي مثلاً اوکټاپوس یا کټل فیش چي په یوه ثانیه کي خپل رنګ، روغن او بڼه ټوله بدلوي، او غه هر حیوان چي نښاني نسي مشکله ده چي ولیدل سي، او ان شاء الله ددې هر حیوان په لیدو سره به ضرورو ووایاست چي یو خالق او مالک ذات شتون لري، او ضرورو به دغه ایات ووایاست،
فتبارک الله احسن الخالقین.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته