تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبيﷺد نړیوالو شاعرانو او لیکوالانوپه آند
 
  April 11, 2017
  0

 لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د هنــدوستان مشهـوره شاعره 

سروجـني نايډو (Sarojini Naidu) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

زه اسلامي ورورولۍ  ډيره متاثره کړې یم. كله چې څوك مسلمان سي نو سمدلاسه د دوى ورور سي، كه هغه مصرى، الجزايرى یا هندوستانى وي او كه په لندن كې اوسيدونكې ترك. مصر او هندوستان ته يواځې په دې سترګه كتل كيږي چې مورنى ټاټوبى دى او بس.

 اسلام یواځنی هغه دین دی چې د خلکو د ښېګڼې لپاره یې په مسجد کې قوانین وضعه کړل، هغه اذان چې د لمانځه لپاره کیږي، ددې مطلب دا دی چې مسلمانان دې سره راټول سي، دوی دې اوږه په اوږه ودریږي او د خدای لویې دې بیان کړي چې دوی بیا (الله اکبر) وایي. (۱)

هندی پروفيسر راما كرشنا راو (K. S. Ramakrishna Rao) د نبـي کريم صلی الله علیه وسلم

په هکله پخپل کتاب Muhammad the Prophet of Islam کې وايي:

” د هغه د شخصيت ټولو اړخونو ته رسېدل ګران دي، زه يواځې د هغه څرك ګورم چې د ښكلو انځورونو زړه راښكونكې لړۍ ده.
 
هغه جنرال ؤ، 
محمد صلی الله علیه وسلم پاچا ؤ،
هغه سرلښكر، سوداګر،
 دعوتګر، قاضي، 
خطيب او مصلح ؤ، 
 
دى د يتيمانو پناځاى او د ميرمنو د خلاصون ځاى ؤ، پر هغه د انسانيت بريدونه ختم سوي وو، له انسانانو سره مينه او خواخوږي د هغه په خټه كې اخښل سوې وه. د انسانانو خدمت، د هغوى د شان لوړول، تزكيه او پاكوالۍ، هغوي ته سمه لار ښودل او له انسان څخه ريښتینى انسان جوړول د هغه د ژوند موخه وه. د الله دغه رسول په ټولنه كې داسې بدلون راوست چې د عربو درنو كورنيو بيا حبشي غلام بلال ته د لورانو د وركړې وړانديزونه كول. محمد صلي الله عليه وسلم د جګړې ډګر په انساني ارزښتونو ښكلې كړ. هغه ټنيګار کاوه چې خيانت مه كوئ، چل او دوكه مه كوئ، وعدې مه ماتوئ، غړي مه غوڅوئ، كوچنيان، ميرمنې، زاړه او راهبان مه وژنئ، ونې مه سوځوئ او مه يې پرېكوئ. (۲)

سټېنلي لېن پول(Stanley Lane-Poole ) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وفاداره ؤ، د خپلو پیروانو حمایت کونکی ؤ، خوږه ژبه یې وه، هر څوک چې به ده ته نژدې راغی، له ده سره به یې زیاته مینه پیدا سوه، د ده هر لیدونکي به ویل: ماد ده په شان هیڅوک نه دی لیدلی او نه به یې وروسته ووینم، خبرې به یې په تأمل او تأکید سره کولې، بل لور ته د ده خبرو د خلکو په زړونو او غوږونو کې داسې ځای پیداکاوه چې د هیچا نه هېرېدې.(۳)

انګريز مفكر جورج برنارد شاو (George Bernard Shaw ) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم
 
په هکله وايي:

انګريز مفكر جورج برنارد شاو (۱۸۵۶–۱۹۵۰):
 
 ” زه ډاډه يم، چې كه د نننۍ نړۍ واك د محمد په څېر انسان ته وسپارل سي، نو له ټولو ستونزو به بريالى راووزي او دنيا به د امن او سوكالۍ كور وګرځوي. هيله من یم د دې پيړۍ تر پايه به برتانيا د محمد صلی الله علیه وسلم لارښونې خپلې کړي. د انساني ژوند په اړه د محمد صلی الله علیه وسلم له افكارو ځان ساتل ناشوني دي. دی له مسیح سره په ټکر کې نه دی، دی په واقعیت او حقیقت کې ټوله بشریت ته نجات او خلاصون ورکوي.(۴)

ماخذ: رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په اند
 
  Sarojini Naidu, the famous Indian poetess says – S. Naidu, Ideals of Islam, Speeches and Writings, Madaras, 1918
  K. S. Ramakrishna Rao, an Indian (Hindu) professor of Philosophy 2
"Muhammad the Prophet of Islam1989
  Stanley Lane-Poole – Table Talk of the Prophet 3
  George Bernard Shaw - The Genuine Islam Vol.No.8, 1936 4

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته