تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نن سیاست ولي بدنام دی؟
  تعلیم الاسلام
  August 7, 2017
  0
محمد امين سائح 
 
سیاست ولي داسي بد نام دی چي ډیر ځله خپله سياسي خلګ وایي چي فلانکی سیاست کوي (مطلب یې د سیاست كولو دا وي چي د حقیقت خلاف کار کوي ) وجه یې داده چي سیاست نن ټول د غربي سياست انعكاس دی ، په غرب كي د سياست معیار او مقصود پیسه ده او يا  اقتدار او شهرت دی ، قدرت او شهرت  بیرته ځي وه پیسو ته یعني مقصود مادي فایدې دي ، نه اخلاقي قدرونه كوم چي د اسلامی سیاست خصوصیت دی.
 
نو چي مادي ګټي مقصود وي نو هلته خپل مقصد ته د رسیدو د پاره باید ټول هلي ځلي پر داغه یوه لور وکړي نو دلته دوی شعار ته ضرورت لري چي خلګ یې پر شاوخو راټول سي:
 
شعار د ژبي، شعار د خاوري، شعار د منطقې ، شعار د یو مخصوص قشر د حقوقو، غرض دا چي کوم شعار چي یې منتخب کړی وي په هغه کي ډیر کله داسي وي او حتی اکثر داسي وي چي د بل حقوق تر پښو لاندي کوي او کله داسي دریځ ونیسي چي هغه دریځ موقت ضرورت وي اما دده د پلان خلاف وي. دلته هغه مقابل سیاست وال په دفاع کي راسي او د هغه د رایو پر صندوق تاثیر واچوي نو وایې چي: (فلانکی سیاست کوي) مطلب یې دا وي چي پر هغه اختیار کړې لاره نه ځي چي خپله یې ټاکلی ده.
 
دا د اخلاقي نګاه څخه هم کمزوری کار دی چي د هدف د پاره هدف بدل کي، نو داغه وجه ده چي په سیاست اعتبار د مینځه تللی دی ، ولي چي اصلي هدف چي پیسه ده او نتيجوي هدف چي قدرت او شهرت دی وه هغو ته د رسيدو د پاره کوم معیار یا قانون نه لري که یې لري هغه هم تر پښو لاندي کوي او ډیر وخت د خپل هدف د پاره د نورو حدودو ته داخلیږي هغه که د چا هر ډول حدود وي ، دی د هغو پر سر قدم ږدي او مخ ته د تلو کوښښ کوي ، همدغه رویه د دوی د بدنامۍ سبب ده ځکه چي د دوی  اخلاقي مسیر هدف نه دی نو ځکه نور ټول شيان تر پښو لاندي کوي.
 
عام خلګ چي یو څوک د هدفه څخه پر بله خوا وویني یا د حق پر خلاف ځي وایې فلانکي سیاست کوي، اما اسلامي سياست د تقوى څخه پيليږي او د الله عزوجل بيره يې پر صراط مستقيم ثابت قدمه ساتي او شريعت ورته د لاري رڼا او هدف وركوي او د قيامت د حساب ويره ورته په ښو اعمالو كي تنافس او د بدو اعمالو څخه پرهيز وركوي ، نو بيا په خوب كي هم د بدو څخه بيزاره وي او بيا داسي يو عملي، هوسا او د دين پر لار روان نظام په وجود كي راسي چي هر شخص د يو كامل اطمينان او راحت او امن احساس كوي او حيوانان لا پر گودرو هوسا وي، د ظلم بيره يې په سر كي نه وي، زمری او پسه پر يوه گودر اوبه چیښي ،او يو پر بل د ظلم  بيره نه لري.
 
اړوند لیکني:
سیاست په اسلام کي
www.Taleemulislam-Radio.com
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته