تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسماني کتابونو شمېر
 
  February 25, 2017
  0
کمپوز: احمد جنید مبارز / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ټول هغه اسماني کتابونه چي په قراني او نبوي نُصُوصو کي ثابت دي ، شمېر یې ( ۱۰۴ ) دی ، چي ۱۰۰ یې صحیفې دي او څلور یې کتابونه دي .

سل صحیفې چي پر پېغمبرانو علیهم السلام نازل سوي دي لاندي يې په ترتیب راوړو :

۱_ آدم علیه السلام ــــ ۱۰ صحیفې 
۲_ شیث علیه السلام ـــ ۵۰ صحفې
۳_ ادریس علیه السلام ـــ ۳۰ صحیفې
۴_ ابراهيم علیه السلام ـــ ۱۰ صحیفې
 

څلور ( ۴ ) کتابونه چي پر پيغمبرانو علیهم السلام نازل سوي دي لاندي یې په ترتیب راوړو :

۱_ تورات - موسی علیه السلام 
۲_ زبور - داؤد علیه السلام
۳_ انجيل - عیسی السلام 
۴_ قران الکریم – حضرت محمد صلی الله علیه وسلم

د قران الکریم تعریف :

د قران لغوي معنی : " قران " د جمع کېدلو ، لوستلو او لوستل سوي په معنی دی .

د قران اصطلاحي معنی : قران د الله تعالی کلام دی ، چي د جبرائیل علیه السلام په واسطه پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پرلپسې نازل سوی دی ، په مصاحفو کي لیکل سوی دی او په حقانیت کي یې هیڅ شک او شبه نسته .

ماخذ : اسلامي نړی لید، لیکنه: داد الله هدایت
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته