تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: کورني اختلافات اداره کول
  تعلیم الاسلام
  February 19, 2017
  0

ترتیب کوونکې: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
ديارلسمه لارښوونه: کورني اختلافات د اولاد په مخکې مه څرګندوئ
 
په يوه کور کې که چيرې افراد پر ته د څه کړکيچ او جګړې نه ژوند تيروي، دا نادره ده، څرګنده چي صلحه ښه شی ده او حق ته رجوع کول غوره کار دی.
 
خو ولې کوم شی چي کورنۍ تهديدوياو د کورنۍ داخلي سلامتيا ته زيان رسوي هغه د کورنۍ د افرادو ترمځ د جګړې او کشمکش رامنځ ته کيدل دي، په داسې حالت کي د کورنۍ غړي دوه يا زياتو ډلو ته وويشل سي او د کورنۍ وحدت او يووالی له ځان سره ټول ټوټه ټوټه کړي، پردې سربيره د اولاد او په ځانګړې توګه د ماشومانو روحي عقدې او زيانونه هم له ځان سره رامنځ ته کوي.
 
يوه شيبه د کورنۍ د روزګار په اړه لږ سوچ وکړئ چي پلار خپل زوي ته وايي: 
 
مور دې خبرې ونه کړي...
 
او مور هغه زوي ته وايي: 
 
پلار دې خبرې ونه کړي...
 
په داسې حالت کې اولاد په يوه روحي فشار او بحران کي په دوامداره توګه اخته کيږي او د کورنۍ ټول افراد به د پريشانۍ او سختو ورځو سره لاس او ګريوان وي.
 
بايد هڅه وکړو ترڅو په کورنۍ کي اختلافات رامنځ ته نه سي او که چيرې رامنځ ته هم سي، بايد کوښښ وکړو ترڅو د کورنۍ له ماشومانونه يې پټ وساتو، له الله تعالی نه سوال کوم چي په زړونو کې مو الفت او مينه پيدا کړي.
 
مخکنۍ لیکني دلته کلیک کړئ: کورنی جوړښت
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته