تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اوبو په استعمال کي احتیاط وکړئ
  تعلیم الاسلام
  September 6, 2017
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

رالېږونکی: نذیر احمد هاشمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
موږ څنګه کولای سو اوبه لږ او په موثره توګه مصرف کړو  ؟
 
اوبه د الله جل جلاله هغه ستر نعمت دی چي بیله هغه څخه ژوند کول ناشونی دی. اوبه د ژوند د مهمو اړتیاو څخه یوه اړتیا ده چي د ژوند په هره برخه کي ورڅخه کار اخیستل کیږي لکه د څښاک ، د پریمنځلو د پاره ، د زراعت دپاره او همداسي نوري بیلګي .
 
د ټولو اوبو څخه چي د مځکي پر سطحه او د مځکي لاندي دي ۵ .۹۶  فیصده په بحرونو او پاته یې په سیندونو ، د مځکي لاندي ، کنګلونو او په اټموسفیر کي د بړاس په شکل وجود لري . هغه اوبه چي د انسان ژوند او فعالیت زیات ورسره تړاو لري د سیندونو او د ځمکي لاندي اوبه دي چي د مقدار له پلوه د نورو اوبو په پرتله چي د بحر اوبه دي زیاتي لږ دي .
 
د نړۍ پرمختللي هیوادونه کوښښ کوي چي اوبه په لږ اندازه او موثر ډول مصرف کړي تر څو په راتلونکي کي د اوبو د نسبي کمښت مخنیوی یي کړی وي زموږ هیواد چي وچ صحرایي اقلیم لري او د کلني اورښت اندازه یي کمه ده خلګ یي د مځکي د لاندي اوبو څخه زیات استفاده کوي نو موږ ته پکارده چي د اوبو په مصرف کي محتاطه وه اوسي او اوبه په کمه او موثره توګه وکاروو تر څو د اوبو د مځکي لاندي سرچینې په سم ډول وکارول سي او د اوبو د کمښت د غټي ستونزي مخنیوی وسي دا اړینه ده چي د اوبو په ارزښت او اهمیت باندي باید زموږ ټول هیودوال پوه سي او دا ځان ته معلومه کړي چي د مځکي لاندي اوبه که چیري په سمه توګه ونه کارول سي ، ددې امکان سته چي په راتلونکي کي د کمښت د ناورین سره مخ سو . 
 
د اوبو صحیح استعمال
 
دلته موږ پر څو داسي لارو چارو خبري کوو چي څنګه کولای سو اوبه په سم ډول په خپلو کورونو کي کار کړو ؟  
 
۱: په کموډ کي د اوبو د بې ځایه مصرف څخه باید ممانعت وسي . ددې مفهوم دا ندی چي په کموډ کي باید د اوبو څخه استفاده ونسي خو ځیني وخت دیته اړتیا نه وي چي اوبه په کموډ وکارول سي خو بیا هم خلګ اوبه کاروي (toilet flushing ) کوي . که چیري هره ورځ ۴ ځلي بې ځایه د اوبو فلشینګ وسي او د کموډ د ټانکۍ اندازه ۱۰ لیتره وي نو په میاشت کي د اوبو د ضایعاتو اندازه د کموډ په وجه  ۱۲۰۰ لیتره کیږي  . 
 
۲: د کموډ د اوبو ټانکۍ کوښښ وسي چي ډيره غټه نه وي.
 
د کموډ مناسبه ټانکۍ ۶ لیتره ده ، که چیري ددې څخه غټه وي نو د اوبو د ضایعاتو کچه هم ډ‌یریږي . 
 
۳: د حمام کولو د پاره چي په کورونو کي کوم شاوران نصبیږي باید بې ځایه ونه کارول سي یعني کله چي یو څوک ځان منځي او ځان ته صابون ورکوي باید د صابون ورکولو په وخت کي شاور بند کړي تر څو اوبه ضایع نسي . 
 
۴: د لوښو پریوللو په وخت باید ‌ډیر احتیاط وسي چي اوبه بې ځایه مصرف نسي که چیري هره ورځ ۳ ځلي لوښي پریولل سي او په هر ځلي پر یمنځلو کي ۱۵ لیتره اوبه ضایع سي نو په هره میاشت کي ۱۳۴۵ لیتره اوبه ضایع کیږي . 
 
۵: د کالو پریمنځلو په وخت کي باید اوبه غیر ضروري ونه کارول سي یعني کله چي خلګ کالي مینځي د اوبو ماشین د خپل اندازې څخه زیات ‌ډک نسي او داسي ونسي چي په ماشین کي یوازي یوه جوړه کالي پریولل سي . 
 
۶: ځیني ډیر داسي کارونه سته چي خلګ ورته متوجه ندي که یي د اوبو په مصرف کي احتیاط وسي د اوبو په لګښت کي یي د پام وړ تغیرات راځي . 
 
د نباتاتو د اوبو په وخت کي د اوبو سپمولو لاري چاري
 
څنګه کولای سو چي د کورونو د شینګیاوو د مسلکي اوبو کولو په واسطه د اوبو لګښت کم کړو ؟ 
 
 
۱: قطري آبیاري Drip Irrigation:
 
دا هغه ډول آبیاري ده چي نباتاتو ته اوبه د څاڅکي (قطرې) په بڼه ورکول کیږي.
 
ددې ډول ابیاري ګټه داده چي اوبه بې ځایه نه مصرف کیږي اوبه و نبات ته د ضرورت په اندازه ورکول کیږي د اوبو د بې ځایه تبخیر مخه نیول کیږي او بالاخره د نبات د اوبو حقیقي اړتیا پوره کیږي د قطري ابیاري په سبب ۷۰ فیصده اوبه سپمول کیږي چي په دې سره موږ کولای سو خپل د اوبو لګښت ډیر کم کړو نو خلګو ته پکارده چي په خپلو کورونو کي د پایپ پر ځای د قطري ابیاري څخه کار واخلي . 
 
 
۲: د اوبو پاشل یا Sprinkle: 
 
دا هغه ډول آبیاري ده چي دداسي نباتاتو د پاره کارول کیږي چي ریښې یې ډيري کښته نه وي او اوبه په اسانۍ سره د هغو ریښو ته رسیږي لکه : چمن ، که چیري خلګ په کورونو یا د کورونو مخته چمن ولري د دا ډول ابیاري څخه کار اخیستلای سي چي په نتیجه کي د اوبو مصرف یي ۷۰ فیصده کمیږي چي له یوه طرفه به د اوبو لګښت کم سي او د بل طرفه به د مځکي لاندي اوبه وساتل سي. 
 
که چیري د یادي سوي ابیاري امکان نه وي نو خلګ کولای سي چي محلي طریقه و کاروي . 
 
 
۳: خلګ باید کوښښ وکړي چي ګلان ، وني او چمن د سهار لخوا یا د مازدیګر لخوا اوبه کړي ځکه په دغه وخت کي د اوبو تبخیر لږ دی او اوبه ډیري نه ضایع کیږي . 
 
د روغتیا نړیواله اداره وایي اوبه په ډیره تیزۍ سره مخ پر کمیدو دي او په کال ۲۰۲۵  کي به ډیر خلګ د اوبو د کمښت سره مخامخ سي د اوبو بې ځایه لګښت او د موسمونو تبدیلي ددې سبب سویده چي په مځکه کي اوبه مخ پر کښته ولاړي سي نو زموږ ګرانو هیوادوالو ته پکارده چي د اوبو په مصرف کي زیات احتیاط وکړي ترڅو له یوه طرفه به د اوبو لګښت کم سي او له بل طرفه به د مځکي لاندي اوبه وساتل سي . 
 
(عینو مینه مجله: ۷ ګڼه)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته