تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د واده کولو په لارکي خنډونه (۱)
 
  March 17, 2017
  0

 د واده کولو په لارکي خنډونه

لیکونکی: مولوي عنایت الله علمي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 نن ورځ زموږ په ټولنه کي د خوشاله، صحي او سالم ژوند کولو په مخ کي ډېر خنډونه او مشکلات پراته دي چي د هغو خنډونو او مشکلاتو د جملې څخه یو ډیر لوی اومهم مشکل یا هغه مشکل چي پر امت مسلمه یې ناوړه تاثیر کړی دي د واده کولو د پاره خنډونه دي. 

او ددغه مشکل خلاصه په یوه جمله کي راوزي، هغه دا چي په موږ کي په زرهاوو داسي نجوني سته، چي د واده کولو عمر ته رسېدلي وي خو داسي څوک نه پیداکیږي چي له دوی سره نکاح وکړي، همدارنګه په زرهاوو ځوانان موجود دي چي یا خو نجلۍ نه ورپیداکیږي یا دوی په خپله د واده کولو اراده نه لري.

ددغه خطر او مشکل د لوی والي او ډیروالي د معلومولو د پاره قلم او کاغذ درواخله او ستا د محلې یا ستا د منطقې د هغو کورنیو نومونه ولیکه ، چي هلته بې خاونده نجوني ناستي دي او بیا د هغو کورنیو نومونه ولیکه چي هلته بې مېرمنو مجرد ځوانان ناست دي.

ګرانو لوستونکو! که تاسي هر یو په خپله کوڅه او خپله محله کي وګوري وبه ویني چي د لومړنۍ ډلي څخه به په لسهاوو نجوني موجودي وي او د دوهمي ډلي څخه به هم په لسهاوو ځوانان موجود وي.

زموږ دغه اوسنئ بحث ددغه مشکل او بیا ده غه د پایلي یا نتیجې او بیا د هغه د حلولو په اړه ترتیب سوی دی. 

ددغه مشکل لومړۍ برخه هغه اخلاقي فساد دی چي د هغه هره اسلامي ټولنه شکایت لري، په حقیقت کي فساد یو دی خو شکلونه او قسمونه به یې مختلف وي.

تاسي ښه متوجه سي کله چي الله جل جلاله یو شی حرام کړی دی د هغه شي بدل او عوض کي یې بل شی حلال ګرځولی دی. مثلا الله جل جلاله سود او ربا حرام کړي دي خو رانیول او خرڅول یې حلال کړي دي.

نو هر هغه څوک چي د ده پر مخ د حلالي نکاح لار وتړل سي، او دغه طبیعي حاجت ته د رسېدلو حلاله لار نه کړي پیدا، هغه حرامو ته مخه نیسي او ددغه کار حتمي نتیجه دا سوه چي نکاح کول به لږ وي خو بالمقابل فسق او فساد کول به ډیر وي، نو ددغه فساد د له منځه وړلو د پاره یوازنۍ  لار دا ده، چي د نکاح کولو لاري چاري آسانه سي. هغه اسباب چي زموږ په ټولنه کي د واده کولو په لار کي خنډ او ځنډ بلل کیږي په لاندي ډول سره دي:

د واده د ځنډېدلو لومړئ سبب
 
 د واده د ځنډولو یا ځنډېدلو د پاره لومړئ سبب د تعلیمي نظام د مودې اوږدوالی دی. دغه اوسنی تعلیمي نظام د الهي فطرته د نفسي او انسان طبیعته او د ژوندانه د حقیقته سره مخالف دی.

ددې تفصیل په داسي ډول سره کولای سو، چي الله جل جلاله جنسي غریزه په هر ځوان او هري پیغلي کي ایښې ده او ددغي غریزې د ښکاره والي د پاره یې د انساني عمر د پینځلس کلنۍ شاوخوا مقدره کړې ده، کله چي هلک او نجلۍ دغه عمر ته ورسیږي په دوی کي ډیر غافله شیان بیداره سي او په دوی کي بیدې غریزې راویښي سي چي د هغې جملې څخه یو هم شهواني غریزه یا غوښتنه ده، مګر له بده مرغه زموږ تعلیمي نظام دا لازمه ګرځولې ده چي ځوان او پیغله تر پنځویښت کلنۍ پوري په مکتبونو او پوهنتونونو کي یوازي او بې واده کولو پاته سي، دا ځکه چي دوی پر اووه کلنۍ مکتب ته داخلیږي او دوولس کاله بیا د لېسې تر خلاصولو پوري تعلیم کوي چي دا ټوله نولس کاله (۱۹) سوه او په پوهنتون کي بیا د څلورو کلونو څخه نیولې تر اووه کاله پوري پاته کیږي چي دغه وخت یې نو عمر درویشت یا اووه ویشت (۲۷) کلونو ته رسېدلی وي. 

که چیري پسله دغه اولني تعلیمه نور هم د لوړو تحصیلاتو د پاره بهرنیو ملکونو ته ولاړسي نو دغه دوره یې درې څلور کاله نور هم دده له عمره اخلي، چي په دغه وخت کي یې عمر د دیرشو (۳۰) کلونو په شاوخوا کي وي. اوس نو تاسي ووایاست چي دغه لس پیځلس کاله د ځواني عمر چي د شهوت او هیجان وخت دي پردغه مجرد او بې واده انسان که نارینه وي که ښځه څنکه تیریږي؟ خاصتا چي دوی بیا په داسي چاپیریال کي هم ژوند کوي چي هلته جنسي غوښتني ډیري وي او که بیا دغه ځوان کفري ملکونو ته سفر وکړي هلته بیا دغه غوښتني نوري هم زیاتیږي. زه دا پوښتنه نه کوم یا دانه وایم چي په دغه لس یا پینځلسو کلونو کي ځوانان او پېغلاني څه کوي؟ بلکي خبره د واده کولو ده زه وایم دغه ځوان یا پېغله څنګه کولای سي چي واده وکړي؟ خاصتا چي دغه ځوان ددغه تعلیمي نظام په حکم سره دې ته اړ او محتاجه دي چي بیله کسبه او بېله ګټلو به هم پاته وي اوتر دیرش کلنۍ پوري به د خپل پلار یا خپلي کورنۍ د اوږو بار وي.
 

 
دا هم هر چاته معلومه ده چي پسله دغه دېرشو کلونو څو نور کلونه هم باید دی د واده د خرڅونو د پوره کولو د پاره پیسې ټولي کړي، نو خو عمر یې پنځه دېرشو کلونو ته ورسیږي.

داسي ډېر لیدل سوي دي چي دغه کسان پسله دغه عمر بیا د واده کولو هیڅ قصد او اراده نلري د اځکه چي هغه شهواني قوت چي دی یې واده کولو ته تشویقاوه د ده سره کمیږي او هغه جنسي غریزه یې سړیږي او دا هغه وخت دی چي د ده ځواني ده ته شا ورګرځولې وي.
 
نو زما په ګومان د واده نه کولو او ځنډېدلو لومړنی سبب دغه تعلیمي نظام دی ، مګر په پخوا کي چي خلک په زراعت او تجارت اخته وه یو ځوان که څه هم شل کلنۍ ته به نه ؤ رسېدلي خو د ګټي او تجارت خاوند به سو، نو به یې هم واده وکړی اوهم به پلار او د کورنۍ خاوند ؤ، او ډیري نجوني د خپل عمر په څورلس او پنځلس کلنۍ کي واده کېدلې.

د اصلاحي مقالې کتاب څخه په لنډ ډول اخذ
 
ان شاءالله نور بیا....
 
مرکه- د انجونو نکاح ځنډول
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته