تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سکروټو اخیستونکې لومړنۍ ښځه
 
  August 26, 2016
  0

 ټولونکی او ژباړونکی: مولوي عنایت الله علمي


دغه بحث د هغو خویندو د پاره دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل مبارک قول کي ذکر کړي دي چي فرمايي:
 
(یاتي علی الناس زمان الصابر فیهم علی دینه کالقابض علی الجمر.) (الترمذي)
 
یعني پر خلګو به داسي وخت راسي چي په دوی کي به پر خپل دین صبر کوونکی داسي وي لکه د اور سکروټه چي یې په لاس کي نیولې وي.

زموږ په بحث کي د هغو ښځو له ډلي چي د آخرت او جنت د نعمتونو د  حاصلولو دپاره یې ددې دنیا د سکروټو اخیستل قبول کړي دي لومړنۍ ښځه هغه نیکه او صالحه ښځه ده، چي د خپل خاونده سره د فرعون په قصر کي اوسېدل او د فرعون د لوڼو تربیه کوونکې وه الله جل جلاله پردې او ددې پر خاند په ایمان او اسلام راوړلو سره احسان وکړی.

رسول الله صلی الله علیه وسلام د معراج په شپه د هغو نعمتونو څخه چي دغي مسلماني ښځي ته ورکول سوي وه څه حصه ولیدل او د هغو نعمتونو بیان یې خپلو اصحاب کرامو ته په هغه حدیث شریف کي بیان کړی دی چي ابن حبان، امام احمد او د احادیثو نور امامان یې د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایتوي او فرمايي: چي رسول الله صلی الله علیه وسلام وفرمایل:

 (لما كانت الليلة التي أسرى بي فيها أتت علي رائحة طيبة فقلت يا جبريل ما هذه الرائحة الطيبة فقال هذه رائحة ماشطة ابنة فرعون وأولادها قال قلت وما شأنها قال بينا هي تمشط ابنة فرعون ذات يوم إذ سقطت المدري من يديها فقالت بسم الله فقالت لها ابنة فرعون أبي قالت لا ولكن ربي ورب أبيك الله قالت أخبره بذلك قالت نعم فأخبرته فدعاها فقال يا فلانة وان لك ربا غيري قالت نعم ربي وربك الله فأمر ببقرة من نحاس فأحميت ثم أمر بها ان تلقى هي وأولادها فيها قالت له ان لي إليك حاجة قال وما حاجتك قالت أحب ان تجمع عظامي وعظام ولدي في ثوب واحد وتدفننا قال ذلك لك علينا من الحق قال فأمر بأولادها فألقوا بين يديها واحدا واحدا إلى ان انتهى ذلك إلى صبي لها مرضع وكأنها تقاعست من أجله قال يا أمه اقتحمي فإن عذاب الدنيا أهون من عذاب الآخرة فاقتحمت...)( رواه احمد)

ژباړه: په هغه شپه چي زه معراج ته بوتلل سوم یو ښه بوی راباندي راغلی نومي جبریل علیه السلام ته وویل: یا جبریل! دغه ښه بوی د څه شي دی؟ هغه راته وویل: دا د هغي ښځي او د هغې د اولادونو بوی دی چي د فرعون د لور ورېښتان یې ورږمنځول، ما وویل: د هغې څه قصه وه؟ جبریل علیه السلام راته وویل: دغي ښځي یو ورځ د فرعون د لور ورېښتان ږمنځول، چي ناڅاپه یې ږمنوځ د لاسه ولوېده او دې و ویل: بسم الله.

د فرعون لور ورته وویل: زما پلار یادوې؟ ( یعني د دغه الله څخه دي مقصد زما پلار دی؟) ښځي و ویل: نه ستا پلار نه یادوم بلکي زما رب او ستا د پلار رب الله جل جلاله یادوم. 

د فرعون لوروویل: زما پلار دغه ستا په خبره خبر کړم؟

ښځي وویل: هو! خبریې کړه. 

د فرعون لور هم خپل پلار خبر کړی، فرعون دغه ښځه ور وغوښتل او ویل: اې فلانیه! ته بېله ما بل رب لرې؟ 

ښځي وویل هو! زما او ستا رب الله جل جلاله دی، نو فرعون امر وکړی، چي د مِسو یو لوی دېګ دي په تیلو ډک کړل سي او دغه تیل دي ښه وایشول سي او بیا یې امر وکړی چي دغه ښځه او ددې اولادونه دي دغه سره کړو تیلو ته واچول سي.

ښځي فرعون ته وویل: زه یوه پوښتنه درڅخه لرم، فرعون وویل: غوښتنه دي څه شي ده؟ 

ښځي وویل: غوښتنه مي دا ده چي زما او زما اولادونو تر سوځلو وروسته زموږ هډوکي په یوه ټوکر کي سره یوځای کړې او بیا مو یو ځای ښخ کړې.

فرعون وویل: دا دي پر موږ حق دی او بیا فرعون امر وکړی، چي اولادونه یې ددې په وړاندي یو، یو دغه د ایشول سوو تیلو دېګ ته واچوی، ترڅو چي نور ټول اولادونه یې تیلو ته واچول سوه او نوبت ددې د تي رودلو ماشوم زوی ته ورسېدی، په دغه وخت کي لکه ښځي چي د دغه ماشوم په سبب ګام ونیوی، خو دغه د تي رودلو ماشوم زوی یې ږغ پر وکړی او ویل: موري! ځان ورواچوه د دنیا عذاب د اخرت تر عذاب ډېر سپک او آسانه دی، مور یې هم دغه د ایشولو تیلو دېګ ته ځان واچاوه.

الله اکبر! اسلام او مسلماني ښځي دغسي وي، دې ښځي د لږ مودې دپاره ځان په زحمت او تکلیف کي واچاوه، مګر د نعمتونو او استراحت ژوند به ډېر وکړي. نو پر هر مسلمان او مسلماني ښځي دا لازمه ده چي د جنت د حاصلولو دپاره د دنیا یو څو تکلیفونه پرځان قبول کړي.

څنګه چي دغي مؤمني ښځي د ځان او د خپلو اولادونو د شهادت سره سره خپل ځان وساتی او په دغسي مظلومانه ډول سره خپل خالق جل جلاله ته ورغله نو خود د خپل رب عزوجل په وړاندي د جنت په نعمتونو او راحتونو کي اوسیږي.

دغه بحث د هغو مېرمنو او پېغلانو د پاره دی چي دوی د سکروټو اخیستونکي وي یعني د فسق او فساد ، د شهوتونو او خواهشاتو په زمانه کي د موډ او رواج د متابعته ځانونه جلا کوي او په دیني احکامو پوري ددې د پاره لاس نیسي چي په هغو کسانو پسي ځان ورسوي چي جنت ته تللي دي... 

ماخذ: اصلاحي مقالې. ص: ۲۱۳-۲۲۵
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته